جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 819

ملا هبت‌الله؛که عدالت پلي نه شو، نو نظام به ژر تر ژره چپه شي

د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده وايي، که اوسنی نظام په عدل ولاړ و او په انصاف سره یې فیصلې کولې؛ نو دا نظام به تر قیامته پورې پاتې وي.

هغه په بلخ کې مسوولینو ته ویلي، که په دې نظام کې قانون یوازې په غریبو پلې کېده، عدالت له منځه لاړ، زورور له هرڅه بې‌غمه وي؛ نو دا نظام به چپه شي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت مشر تر دې وړاندې هم په خپلو ویناوو کې مسوولینو ته ویلي، چې له کبر ډډه وکړي او د خلکو پر مخ خپلې دروازې خلاصې پرېږدي.

ساحل پرواني:افغانستان کې القاعده ډله له خپلو کورنیو سره یو ځای ژوند او فعالیت کوي

پخوانی نظامي او د متحدې جبهې غړی ساحل پرواني وايي، چې لاهم القاعده ډله په پراخه کچه افغانستان کې فعالیت کوي.

نوموړي ویلي، امریکا په خپل احمقانه باور سره وايي، چې القاعده ډله یې له منځه وړې؛ خو د دوی د معلوماتو له مخې، لاهم د یادې ډلې ۸۰۰ قومندانان او تر پنځوس زرو ډېر د یادې ډلې غړي په افغانستان کې له خپلو کورنیو سره فعالیت کوي.

دی وايي، القاعده ډلې خپلو ټولو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې چې د پوځي زده کړو لپاره افغانستان ته لاړ شي.

هغه زیاتوي:« د افغانستان د متحدې جبهې د استخباراتو د کمیټې له خوا د تازه خپاره شوي استخباراتي راپورونو له مخې، د القاعدې غړي اوس مهال د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د طالبانو په روزنیزو مرکزونو کې پوځي روزنه ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د تحلیلي ملاتړ او بندیزونو د څارنې ډلې د راپور له مخې، القاعده په دولسو ولایتونو کې روزنیز کمپونه لري.

په راپور کې ملا فاضل، فتح الله منصور، صدر ابراهیم، قاري فصیح الدین او یو شمېر نور طالب چارواکي د هغو کسانو په توګه یاد شوي، چې له دغې ډلې سره مرسته کوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یو شمېر بنسټونو افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې؛ خو طالب چارواکي بیا تل دا ډول ادعاوې ردوي.

د ترکیې پولیسو،۴۳ افغان کډوال نېولي دي

د ترکیې پولیسو د ۴۳ افغانانو په شمول ۱۴۸ کډوال نیولي دي.

ترکیي رسنیو ویلي، چې یاد کډوال له دغه هېواد څخه د غیر قانوني کډوالو د اېستلو لپاره ترسره شویو عملیاتو کې نیول شوي.

په دغو کسانو کې درې انساني قاچاق کوونکي هم شامل دي.

دا کسان د سنبلې له ۱۲مې تر اتلسمې پورې په اتو بېلابېلو عملیاتو کې نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان راپور ورکړی وو چې د اګست میاشتې له ۲۵ مې تر ۳۱ مې پورې ۶۳ زره افغانان خپل هېواد ته را ستانه شوي او ۹۶ زره نور ترې وتلي دي.

د افغانستان د سفارتونو د بندېدو لاملونه

0

لیکوال: افغان سیاستوال او پخوانی والي محمد حلیم فدایي

‎تازه دانګلستان او اروپا په ګډون په بهر کې د افغان سفارتونو تړل د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د افغانستان په سیاسي وضعیت پورې تړلي څو مهم عوامل دي:

د طالبانو عدم مشروعیت او عدم رسمیت:
‎ وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، د برتانیا او اروپايي هېوادونو په ګډون ټوله نړۍ طالبان د مشروع حکومت په توګه په رسمیت نه پېژني. په بهر کې د افغانستان په سفارتونو کې معمولاً داسلامي جمهوریت د چارواکو له خوا کار کاوه. د جمهوریت په نسکوریدو سره د دغو سفارتونو حیثیت ناڅرګند شو.

ډېپلوماتانو او طالبانو ترمنځ عدم تعامل:
‎ د افغانستان د اسلامي جمهوریت لخوا ټاکل شوي ډیری افغان دیپلوماتانو د طالبانو د رژیم له استازیتوب څخه ډډه وکړه. دا په کابل کې د طالبانو د حکومت او په بهر کې د افغان ډیپلوماتیکو ماموریتونو ترمنځ د کړکیچ لامل شو، چې د دوی د فعالیت وړتیا یې اغیزمنه کړه.

مالي او عملیاتي ننګونې:
‎ په بهر کې د افغانستان سفارتونه دجمهوریت له نسکورېدو وروسته له مالي ستونزو سره مخ شول. د طالبانو رژیم د افغانستان بهرنیو شتمنیو ته د لاسرسي لپاره مبارزه کوله، چې په لویه کچه د لویدیځو حکومتونو لخوا کنګل شوي وو. د تمویل او مالي منابعو پرته، ډیری سفارتونه نشي کولی خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د طالبانو له لورې د ډېپلوماتانو برطرفي:
‎ طالبانو هڅه وکړه چې جمهوریت ته وفادار ډیپلوماټانو پر ځای خپل کسان وګماري. په هرصورت، ډیری کوربه هیوادونو د طالبانو لخوا ګمارل شوي ډیپلوماتانو ته د اعتبار ورکولو څخه انکار وکړ، چې د نورو ډیپلوماتیکو ناکامیو او بالاخره د ډیری افغان سفارتونو د تړلو لامل شو.

بشري او سیاسي ملاحظات:
‎ کوربه هیوادونه لکه انګلستان او اروپایي هیوادونه هم د طالبانو تر کنټرول لاندې سفارتونو ته د دوی په خاوره کې د فعالیت اجازه ورکولو په اړه اندیښمن دي. په دغو پریکړو کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د نجونو تعلیم او د ښځو د حقونو مسالې مهم رول درلود.

د طالبانو تاریخ او له ترهګرو ډلو سره اړېکي:
‎ طالبان په تاریخي ډول له افراطي ډلو لکه القاعدې او داعش سره اړیکې لرلې. که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې اجازه به ورنکړي چې افغانستان د تروریستي فعالیتونو د اډې په توګه وکارول شي، خو ډیری هیوادونه د دې ډاډ په اړه شکمن دي. داسې انديښنې شته چې ښايي دغه هېواد يو ځل بيا د تروريستي سازمانونو په پټنځاى بدل شي چې په بهر کې له ډيپلوماټيکو مرکزونو څخه د ناوړه موخو لپاره کار اخلي. له القاعدې سره یې اړېکې ډېرې ثابتې اما له نورو ترهګرو ډلو سره د پراخېدو په حال کې دي.

‎اسلامي دولت – خراسان ولایت چې د لویدیځ او اوس دطالبانو دواړو مخالفه ډله ده، د ترهګرۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي. د دې ډلې توان چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کړي او په بالقوه توګه په بهر کې خپل نفوذ پراخ کړي، د نړیوالې ټولنې لپاره د اندیښنې وړ ده. خصوصا داعش ډله هم د طالبانو په پیروي په خپلو عملیاتو کې له ځانمرګو برېدونو استفاده کوي.

د افراطیت زیاتوالی:
واک ته د طالبانو راتګ، د افراطي ډلو او افرادو لپاره د پټنځای په توګه د افغانستان بدلېدل، د نړیوال افراطیت د خپریدو په اړه ویره راپورته کړې. د افغانستان سفارتونه که چېرې طالبانو ته و سپارل شي د سخت دریځو عناصرو لپاره هدف ګرځیدلی شي یا حتی د سخت دریځو ډلو لخوا کارول کیدی شي.

د غیر قانوني فعالیتونو لپاره د ډېپلوماتیک پوښښ په توګه کارول:
داسې اندیښنې شتون لري چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ډیپلوماټیک ماموریتونه د غیرقانوني حتی تروریستي فعالیتونو لپاره د محاذ په توګه کارول کیدی شي، یا د افراطي افرادو او ډلو حرکتونو ته اسانتیاوې برابرولای شي. د طالبانو په رژیم باندې د باور نشتوالي ته په پام سره، کوربه هیوادونه ممکن د دې احتمال په اړه محتاط وي چې له سفارتونو څخه په داسې لارو ناوړه ګټه پورته شي چې ددوی امنیت تهدیدوي. دلته ددې هم امکان شته چې هغه سیاسي مخالفین چې بهر کې مېشت دي له همدې ډیپلوماټیک پوشش څخه په استفادې هم هدف وګرځوي.

پراخې امنیتي اندېښنې:
ډیری هیوادونه ویره لري چې په افغانستان کې بې ثباتي د پراخې سیمه ایزې بې ثباتۍ لامل کیدی شي چې په غیر مستقیم ډول په نړیوال امنیت اغیزه کولی شي. د کډوالو راتګ، د مخدره موادو قاچاق او د وسلو خپرېدل هغه نورې اندېښنې دي چې په افغانستان کې له امنیتي وضعیت سره تړلې دي. ډیپلوماتیک ماموریتونه کولی شي د دې مسلو د اداره کولو لپاره مرکزي ټکي شي.

د کوربه هېوادونو دخپل امنیت ارزونه:
د انګلستان او اروپايي هیوادونو په څیر هیوادونه په منظمه توګه خپل امنیتي چاپیریال ارزوي. د طالبانو د حکومتوالۍ په اړه ناڅرګندتیا، له سخت دریځو ډلو سره د هغوی اړیکې او پراخ جیو پولیټیکل خطرونو احتمالاً د افغان سفارتونو د تړلو یا د هغوی د عملیاتو د محدودولو پر پرېکړو اغېز کړی وي.

‎په لنډه توګه، په داسې حال کې چې په بهر کې د افغانستان د سفارتونو د تړلو اصلي لامل ډیپلوماټیک او مالي مسایل دي، د بشري حقونو څخه سرغړونه، جنستي اپارتاید، د تروریزم، افراطیت او له افغانستان څخه د پراخو امنیتي ګواښونو په اړه اندیښنې هم په دې پریکړو کې مهم رول لوبوي. خصوصا په درې کالونو هغه فرضیه چې طالبان اصلاح شوې دي، نه یوازې ناسمه ثابته شوه بلکې لا افراطي او لا بدتر شوي دي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

ډن براوون:امریکا د افغان نجونو د زده کړو حقونو په اړه چوپ نه پاتې کېږي

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت مرستیال ډن براوون وایي، دوی به هیڅ وخت د افغان نجونو لپاره د زده کړو حقونو له غوښتنو لاس وانخلي.

ډن براوون ویلي، افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي.

هغه یو وار بیا افغان ماشومانو ته د امریکا تحصیلي بورسو له ورکړې ډاډ ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې له درې کالو زیاته موده کېږي چې افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د امریکا لپاره په افغانستان کې تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسول اسانه نه وو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا له افغانستآن څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو له پرېکړې دفاع کړې.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې وروستی راپور رد کړی دی.

دوی ویلي، امریکا ته د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول اسان کار نه وو.

یاد وزارت زیاته کړې چې د امریکا لپاره د دغې جګړې پای ته رسول اړین وو.

د یادونې ده چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په خپل راپور کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د اېستلو پر بهیر تونده نیوکه کړې.

ناروې کې؛د افغانستان سفارت د سپټمبر په ۱۲مه فعالیتونه تړي

ناروې کې د افغانستان سفارت وایي، چې د سپټمبر په ۱۲مه به خپل فعالیتونه وتړي.

یاد سفارت ویلي، د ناروې هېواد په اروپایي هېوادونو کې د سفارتونو او قونسلګریو لپاره د طالبانو حکومت پرېکړه یوه حقوقي لانجه بللې او ویلي یې دي چې دغه پرېکړه د اجرا وړ ده.

له سفارت څخه تېره شپه ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ودانۍ به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته وسپاري.

اروپايي ټولنه؛افغانستان کې د بشري حقونو نقض نور نشو زغملی

اروپايي ټولنې د طالبانو حکومت د امرباالمعروف د قانون په اړه ویلي، چې دوی نشي کولای نور دغه ډول وضعیت تحمیل کړي.

یادې ټولنې زیاته کړې، دا قانون د نجونو او ښځو د لا ضعیفه کېدو په معنی دی.

دغې ټولنې زیاته کړې، چې دوی په افغانستان او ټولو هغو ځایونو کې چې بشري حقونه تر پښو لاندې کېږي، کار کوي.

دوی دغه راز افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ د ماموریت مودې غځولو غوښتنه هم کړې.

جنوبي وزیرستان کې؛د پاکستاني پوځیانو پر موټر چاودنه شوې

0

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو ریموټ کنټرول ماین چاودنه کړې چې شپږ تنه یې ټپیان کړي دي.

دا چاودنه د “واڼه رستم” سیمه کې شوې، چې څلور ملکیان هم پکې ټپیان دي.

تر اوسه چا د دغې پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

بل لورته مسؤلین وایي چې د پېښې عاملینو د نیولو هڅې کوي.

سرچینې:عبدالحمید خراساني د طالبانو حکومت له بنده ازاد شو

یو شمېر باوري سرچینې وایي، د بدري قطعې پخوانی قومندان عبدالحمید خراساني د طالبانو حکومت په زندان کې له ۱۱ ورځو بند تېرولو وروسته ازاد شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، نوموړی د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او پروان والي قدرت الله امین په ضمانت خوشې شوی.

ویل کېږي چې خراساني د ایران او پاکستان پر وړاندې د خپلو څرګندونو له کبله د تهران په غوښتنه نیول شوی وو.