شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 816

اتمر:د هېواد اوسني حاکمان دې د هېوادوالو امنیت ته جدي پام وکړي او ځواب‌ویونکي دې اوسي

د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، چې په دایکندي کې یو لوی زړه بوږنونکی جنایت ترسره شوی.

ښاغلي اتمر په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا پېښه خورا ټکان‌ورکوونکې ده چې زمونږ د هېوادوالو او نړیوالې ټولنې د کرکې لامل شوې ده.

هغه ویلي، چې بې ګناه قربانیان د خپلو زائر خپلوانو د لیدنې هرکلي په حال کې وو چې له بې رحمه ترهګرۍ او وینې تویونې سره مخ شول.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ دا نه‌ بخښونکی جنایت په کلکو ټکو غندو او د نړیوالې جنایي محکمې په ګډون د نړیوالو بنسټونو له خوا په قطعي ډول د بې طرفه څېړنې او محاکمې غوښتنه کوو.

اتمر دغه راز ویلي، چې د هېواد اوسني حاکمان باید د هېوادوالو د امنیت، حقونو او مذهبي ازادۍ د ټينګښت په برخه کې خپل مسوولیت په جدي ډول پر غاړه واخلي او ځواب‌ویونکي دې اوسي.

د دایکندي پېښې ته د لېوال غبرګون؛دا افغانان ولې ووژل شول او څوک شته چې دا ولې ځواب کړي؟

جمهوري حکومت کې د ایران لپاره د افغانستان سفیر دوکتور عبدالغفور لېوال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، افغانان لاهم د مذهبي جنون په زمانه کې اوسي.

هغه دایکندي کې د ۱۴ تنو هزاره هېوادوالو وژل کېدو ته په غبرګون کې ویلي، عقیده چې هر وخت په لیونتوب واوړي، نو د دا ډول جنایتونو سبب کېږي.

لېوال د پوښتنې په ډول ویلي، چې دا افغانان ولې ووژل شول او څوک شته چې د ولې ځواب ووایي؟

د یادونې ده چې دغې پېښې د ګڼ شمېر نورو پخوانیو چارواکو په ګډون د زیاتو هېوادونو او سازمانونو غبرګونونه را پارولي.

کرزی:په هزاره هېوادولو برید یو غیر اسلامي او تروریستي عمل دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په دایکندي کې په هزاره هیوادوالو برید وحشیانه او د بشر ضد عمل ګڼلی.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د بې ګناه وګړو وژنه یو غیر اسلامي او تروریستي عمل دی.

نوموړي زیاته کړې چې دا جنایت په کلکو ټکو غندي او شهیدانو ته جنت الفردوس او د بخښنې مراتب وړاندې کوي.

سراج الدین حقاني:دوښمنان زموږ له یووالي څخه ویره لري

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وایي، دوښمنان د دوی له یووالي څخه وېره لري نو باید دوی هم له بدګمانۍ او شکونو ځانونه وساتي.

نوموړي کونړ کې طالب سرتېرو ته په یو سیمینار کې د بیت المال پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له اضافي لګښت باید ډډه وشي.

حقاني دغه راز ویلي چې دوی باید له ځان غوښتنې او منصب غوښتنې ډډه وکړي.

د یادونې ده چې سراج الدین حقاني سره دغه سیمینار کې د ګډون لپاره کونړ ته د امربالمعروف وزیر او نور چارواکي هم تللي دي.

معصوم ستانکزی:دایکندي کې د ۱۴ هزاره هېوادوالو وژنه د بشریت ضد جنایت دی

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت پخواني رییس محمد معصوم ستانکزي دایکندي کې د ۱۴ هزاره هېوادوالو په وژلو خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي ستانکزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا بې رحمانه وژنه د بشریت ضد جنایت دی.

نوموړي ویلي، چې دغې پېښې عاملین باید د خپلو اعمالو په سزا ورسول شي.

هغه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او دعا یې کړې چې خدای دې زموږ ولس له ظلم او استبداد څخه وژغوري.

عبدالله:دایکندي کې د بې‌ګناه هېوادوالو وژلو خواشینی کړی یم

ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، چې چې د دایکندي ولایت ۱۴ تنه بې ګناه اوسېدونکي د ناپېژاندو وسله والو له خوا په بې رحمانه ډول وژلو خواشینی کړی یم.

ساغلي عبدالله په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د خپلو بې ګناه هېوادوالو دغه بې رحمانه وژنه په کلکه غندي.

نوموړي ویلي، چې د دې پېښې شهیدانو ته د جنت او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر دعا کوو.

د ازادۍ په نوم جبهه:طالبانو د هزاره ګانو وژلو ته مخه کړې او په یوه او بله پلمه یې وژني

د ازادۍ په نوم جبهې په دایکندي کې د ۱۴ هزاره ګانو وژنه جنایت بللی.

که څه هم د دغې پېښې مسؤلیت داعش ډلې منلی؛ خو د ازادۍ جبهې یې پړه پر طالبانو ور اچولې.

دوی ویلي، طالبانو د هزاره ګانو وژلو ته مخه کړې او پر یوه او بله پلمه یې یا وژني او یا یې کډوالۍ ته مجبوروي.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت ویلي، چې د دغې پېښې د عاملینو په اړه پلټنې کوي.

یو شمېر ولایتونو ته؛ د ملا هبت الله سفر پای ته ورسېد

یو شمېر ولایتونو ته د طالبانو حکومت د مشر هبت الله احندازده سفر پای ته ورسېد.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې دا سفر د سنبلې میاشتې په اوومه هرات، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ته پیل شوی وو، چې ۱۴ ورځې یې دوام وکړ.

خبر پاڼه کې زیاته شوې، چې نوموړي په دې سفر کې د ولایتونو له مسؤلینو او یو شمېر قول اردګانو څخه لیدنه وکړه چې تر ډېره یې خبرې په پیروي، له خلکو سره په ښه چلند او له تعصب څخه پر ډډې کولو ور ټولې وې.

دا لومړی ځل دی چې ملا هبت‌الله د ولایتونو په سفر وځي.

نبیل:دایکندي کې د ۱۴ کسانو وژنه بوږنونکې پېښه ده

د جمهوري حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل دایکندي کې د ۱۴ هزاره‌ګانو په وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا د تاوتریخوالي بوږنونکې بڼه ده.

نوموړي د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.

د نبیل په خبره، دا د ټول افغانستان د روح زخمي کېدو په معنی ده او اوس مهال اړتیا ده چې لاس په لاس شو او د یو نوي روایت پر اساس هېواد جوړ کړو.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هم دغه پېښه تائید کړې.

سرچینې:تاجک قومندان عبدالقیوم صداقت د طالبانو له حکومت لار بېله کړه

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې د طالبانو په لیکو کې تاجک قومندان عبدالقیوم صداقت له یاد حکومت لار بېله کړه.

نوموړي چې فاریاب کې یې دنده کوله، وروسته له هغې دا کار کوي چې د دغه ولایت امنیه قومندان څو ورځې وړاندې خپله دنده پرېښوده.

تر اوسه د دغې استعفا دلیل نه دی معلوم.

د یادونې ده چې په تېرو څو ورځو کې دا څویم تاجک طالب قومندان دی چې له دندې استعفا کوي.