پنجشنبه, مې 21, 2026
Home Blog Page 815

جوبایډن؛سبا د چین له ولسمشر سره ګوري

0

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به سبا په پیرو کې د چین له ولسمشر سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي، دا لیدنه به د اسیا پسفیک د اقتصادي همکاریو په څنډه کې ترسره شي.

یاده لیدنه داسې مهال کېږي، چې چین وایي د امریکا له نوې رهبري سره د اړیکو پراختیا ته چمتو دي.

نا پېژاندو موټرسایکل سپرو؛پلچرخي کې دوه طالب سرتېري وژلي

نن ماښام د کابل په پلچرخي سیمه کې دوه طالب سرتېري د نامالومو موټرسایکل سپرو له لوري وژل شوي دي.

سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه طالب سرتېري یو دوکان ته د سودا اخیستلو لپاره له موټره ښکته شول.

تر اوسه چا د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

بل لورته د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو؛بدخشان کې د یوه خرس د ښکار په جرم یو کس نېولی

بدخشان کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې ریاست وایي، په شکي ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی، چې یو خرس یې ښکار کړی و.

د یادې ادارې رییس فیض الرحمن ابراهیمي ویلي، د وحشي ژویو ښکار غیر قانوني دی او هر هغه کس چې دغه کړنه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په شکي ولسوالۍ کې شپږ کسانو یو خرس ښکار کړی و او وروسته یې ورسره یادګاري تصویرونه هم اخیستي وو.

د شیخ هبت الله د فرمان څخه د طالبانو نا فرماني؛طالب چارواکو د عکسونو په اخیستلو او خپراوي کې په دوو ډلو ویشل شوي

د طالبانو د مشر شیخ هبت الله اخوندزاده حکم طالبان په دوو ډلو ویشلي دي.
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، د امربالمعروف وزیر، د خوست او د ننګرهار واليان په کنفرانسونو او غونډو کې خبریالانو ته د د عکس او ویډیو اخیستلو اجازه نه ورکوي؛ خو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، د کورنیو چارو وزیر، د خوست مرستیال والي او په کابل کې ګڼ شمیر نورې حکومتي ادارې له بهرنیو چارواکو او افغانانو سره د خپلو غونډو عکسونه او ویډیوګانې خپروي.

عام افغانان پوښتنه کوي، چې دین ولې د طالبانو لپاره په مختلفو ځایونو کې بېلابېل تفسیرونه لري؟

دوی زیاتوي چې د ملا هبت‌الله اخوندزاده امر ولې ځینې طالب چارواکي پر ځای کوي او ځینې ترې سرغړونه کوي او نه یې مني؟

د ټرمپ له راتګ سره؛طالب چارواکو پر ځان د عامو افغانانو د راټولونې هڅې پیل کړي

په دې وروستیو کې یو شمېر ولایتونو ته د طالب چارواکو تګ راتګ زیات شوی دی.

درې ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني میدان وردګ ته تللی و؛ خو وړمه ورځ بیا پکتیا ته ورسېد.

له هغه سره په یو وخت د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وړمه ورځ بامیان ته تللی وو؛ خو نن بیا د پکتیا میرزکې ولسوالۍ ته رسېدلی دی.

یو شمېر شنونکي باور لري، چې د افغانستان په اړه د واشنګټن بدلېدونکو سیاستونو طالبان وېرولي او هڅه کوي چې اوس عام افغانان پر ځان راټول کړي.

د طالبانو رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبداکبیر نن د میرزکې د خلکو ستونزې اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی

عباس ستانکزی:له نړیوالو مرستو پرته مو حکومت د پام وړ پرمختګ کړی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی په بهرنیو هېوادونو کې په مېشتو افغانانو غږ کړی چې، د دښمن په لاس کې له لوېدو نه، ځان وژغوري او خپل هېواد ته راشي.

عباس ستانکزي نن په کابل کې یوې غونډې ته ویلي، چې د افغانستان غېږ او د طالبانو د حکومت غېږ د دوی پر مخ باندې خلاصه ده.

هغه ویلي، چې د طالبانو حکومت د پام وړ پرمختګ کړی او په وینا یې دا لاسته راوړنې پرته له کومې نړیوالې مرستې ترلاسه شوي، حتی که ډیری هیوادونه زموږ مخالفت کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د هیوادوالو ترمنځ د یووالي او عدالت تامین مهم دی او د دوی حکومت د هیوادوالو د ټولو شرعي حقوقو تأمین ته ژمن دی.

د هوا پېژندنې ادارې؛نن د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سیلابونو راوتلو اټکل کړی

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې نن د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېز باد او سېلابونو د راوتو اټکل کړی.

د هوا پېژندنې ادارې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه وړاندوېنه د بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پنجشېر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکندي، غور، غزني، روزګان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونو لپاره شوې ده.

یادې ادارې ویلي، چې په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵تر ۳۰) ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

ضمیر کابلوف؛پاکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه غږېږي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف نن پاکستان ته په یو رسمي سفر ځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ضمیر کابلوف به د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړه لوري به د سیمې د سولې او ثبات په ښه کولو کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د رول په اړه هم بحثونه وکړي.

شمالي وزیرستان؛د چاودنې له امله نږدې شلو تنو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د شمالي وزیرستان د میرعلي په تپې سیمه کې پر څو کورونو د چاودنې له امله درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي.

یاده پیښه تیره شپه رامنځته شوې چې تردې مهاله یې علت نه دی څرګند شوی.

خو له سیمې څخه یو شمیر خبریالان وایي، چې د میرعلي په تپې سیمه کې پر ځینو کورونو زوروره چاودنه شوې چې له امله یې درې ښځې او دوه ماشومان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي.

تر اوسه پورې پاکستاني امنیتي ادارو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.

د خوړو نړیوال سازمان:فرانسه له افغانانو سره ۳.۳ میلیونه ډالر بشري مرسته کوي

د خوړو نړیوال سازمان وایي، چې فرانسه ۳.۳ میلیونه ډالر له افغانانو سره بشري مرسته کوي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، دغه مرستې به له امېندوارو او شېدو لرونکو میندو ته د رسېدنې لپاره ورسول شي.

دا مرستې به د خوړو نړیوال سازمان له لوري ولږول شي.

له دغو مرستو څخه به ۱۵ زره افغانان برخمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوچا ویلي، چې اوس مهال افغانستان کې ۲۲ میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري.