د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي محمد عامر په رسمي ډول د برېتانیې تابعیت (رسمي اسناد) ترلاسه کړي دي.
نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو چې غواړي د هند غوره لیګ (IPL) کې ولوبېږي؛ خو د پاکستان تابعیت لرونکي لوبغاړي په دغه لیګ کې د ګډون اجازه نه لري ځکه عامر د برېتانیا تابعیت غوره کړی دی.
محمد عامر ویلي، هغه ارمان چې د هند غوره لیګ په اړه یې درلود، اوس به یې د پوره کېدو فرصت ومومي.
نوموړی د پاکستان د هغې لوبډلې غړی و چې د ۲۰۰۹ کال شل اوریز نړیوال جام او د ۲۰۱۷ کال چمپینز ټرافۍ یې ګټلې وه.

