پنجشنبه, مې 21, 2026
Home Blog Page 814

د هوا د ککړتیا له کبله؛پنجاب کې بېړنی روغتیایي وضعیت اعلان شوی

0

پنجاب کې د هوا د ککړتیا له کبله تېره ورځ بېړنی روغتیايي وضعیت اعلان شوی.

اوس مهال د دغه ایالت پر دوو سترو ښارونو کې سوداګریزې چارې په ټپه درېدلې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له تېرو دوو اونیو راهیسې په دغه ایالت کې دوړو او لوګیو دوه میلیونه وګړي ناروغ کړي دي.

د پنجاب ایالت اعلی وزیرې مریم اورنګزېب ویلي، چې ټولې ښوونیزې موسسې او بېلابېل بنسټونه تر بلې خبرتیا پورې تړل شوي دي.

ګلوبل ایشیوز:واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض زیات شوی

ګلوبل ایشیوز د یو شمېر بشري حقونو فعالانو په حواله راپور ورکړی، چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته افغانستان کې د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو نقض زیات شوی دی.

د دوی په خبره، په تېرو درې کالو کې د طالبانو د بندیزونو له کبله ۶۰ زره ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي.

راپور کې راغلي، چې د بشر حقونو فعالان به له افغان ښځو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د بې پولو خبریالانو بنسټ:طالبانو افغانستان کې خپلواک غږونه خاموش کړي دي

د بې پولو خبریالانو ټولنې یو وار بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې جبر او ظلم پای ته ورسوي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو خپلواک غږونه خاموش کړي او هېوادوال یې د ویرې له کبله غږ نشي پورته کولای.

دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه خوست کې درې غږیزې رسنۍ تړل شوې دي.

لبنان؛له ایران غوښتي چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د سولې هڅې وکړي

0

لبنان له ایران غوښتي چې د اسرائیل او حزب الله ډلې ترمنځ د اوربند په یقیني کولو کې هڅې وکړي.

د لبنان حکومت سرپرست لومړي وزیر نجیب میقاتي له ایران غوښتنه کړې چې د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره ګامونه پورته کړي.

بل لورته د ایران د مذهبي مشر سلاکار علي لاریجاني هم ویلي، چې دوی د دغه اوربند غوښتونکي دي.

فیض اباد کې؛ترافیکي پېښې اته تنه وژلي

د بدخشان په فیض اباد کې د ټرافیکي پېښې له کبله اته تنه مړه شوي.

د یاد ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې دغه پېښه کوکچي سیند ته د موټر لوېدو له کبله رامنځه شوې.

په وژل شویو کسانو کې څلور مېرمنې، یو نارینه او د رې ماشومان شامل دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د یو کس جسد له سیند څخه راوتلی او د نورو د موندلو هڅې روانې دي.

ایران:د اسرائیل او لبنان د سولې ملاتړ کوو

0

د ایران د مذهبي مشر سلاکار علي لاریجاني ویلي، ایران د لبنان او حزب الله د سولې سبوتاژ کول نه غواړي.

هغه ویلي، که لبنان له اسرائیل سره هر ډول سوله کوي؛ نو تهران یې ملاتړ کوي.

دی دا څرګندونې بیروت ته له تازه سفر وروسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې رسنیو راپور ورکړی و، چې اسرائیل له لبنان سره د سولې په لټه دی.

جانتن ټراټ؛د چمپینز ټرافي سیالیو کې بیرته افغان کرېکټ لوبډلې ته راستنېږي

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان ویلي، چې د افغان کرکټ لوبډلې مشر روزنکی جانټن ټراټ به د چمپینز ټرافي په لوبو کې د افغان لوبډلې روزنکي په توګه بیرته راستون شي.

نصیب خان ویلي، چې نوموړی به له زمبابوې سره لوبو کې ارام وکړي.

د یادونې ده چې د جانټن ټراټ قرارداد په راتلونکې ډسمبر میاشت کې پای ته رسېږي.

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه

0

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د درې اړخیز سیریز په لومړۍ لوبه کې خپلې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته په سلو منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې افغان لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په پنځوسو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره په توپوهنه کې فیصل شینوزاده ۱۲۳ منډې جوړې کړې.

پاکستان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نشو کړی او ټوله لوبډله یې په ۲۰۶ منډو وسوځېده.

لبنان کې؛اسرائیلو د مدني دفاعي مرکز ۱۲ کارکوونکي وژلي

0

د لبنان د بلعیک ښار په ختیځه برخه کې اسرائیلو د یاد هېواد پر مدني دفاعي مرکز برید کړی.

د لبنان روغتیایي چارواکو ویلي، چې دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت دا برید غندلی او د روغتیایي ځایونو په نښه کول یې وحشیانه عمل بللی دی.

ممتاز بلوڅ:طالبان دې نور زمونږ صبر نه ازمایي

0

پاکستان له طالبانو یو وار بیا غوښتي چې له ترهګرو سره د مبارزې په اړه د دوی غوښتنې جدي وګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې له افغانستان څخه د راپېښو ګواښونو په اړه باید نور د دوی زغم ونه ازمایل شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې له پاکستان غوښتي چې خپلې ستونزې په کور دننه حل کړي.