شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 808

شمالي وزیرستان کې؛د یو ځایي بانک مدیر ووژل شو

0

شمالي وزیرستان کې د یو بانک مدیر ووژل شو.

یاد کس د ځایي “نشنل بانک” مدیر و چې نن په میرعلي بازار کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

د نوموړي سره دغه برید کې دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه ددغه برید مسولیت کوم چا نه دی منلی.

هاکان فیدان:اندېښنې شته چې د لبنان جګړه به ټولې سیمې ته ورسېږي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان اسرائیل په سیمه کې د کړکېچ په زیاتولو تورن کړي.

هغه د لبنان پر حزب الله وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، چې حزب الله له ځواب پرته بله لاره نه لري.

نوموړي د ترکیې ټي ار ټي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، چې لبنان کې وروستيو بریدونو دا اندېښنه راپورته کړې چې جګړه به مصر، اردن او ټولې سیمې ته ورسیږي.

د یادونې ده چې لبنان کې د تېرې ورځې د بریدونو پایله کې لسګونه کسان مړه او زرګونه ټپیان شوي دي.

لبنان کې؛د تېرې ورځې چاودنو له کبله ۲۰ تنه وژل شوي

0

د لبنان روغتیا وزارت ویلي، چې پر دوی د تېرې ورځې شوي برید کې شل تنه وژل شوي او ۴۵۰ نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې تېره ورځ د لبنان په بیروت، او بقاع کې د مخابرو چاودنې شوې وې.

دا چاودنې د حزب الله ډلې د درې غړو په جنازه کې شوې وې.

بل لورته د اسرائیل دفاع وزیر ویلي، چې دوی د جنګ په نوي پړاو کې دي او زړورتیا، هوډ او صبر ته اړتیا لري.

د امریکا استازو جرګې؛یو وار بیا بلنیکن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ور غوښتی

د امریکا د استازو جرګې یو وار بیا له بلنکین غوښتي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه دوی ته معلومات ورکړي.

رویټرز اژانس خبر ورکړی، چې بلنکین باید د روانې میاشتې په ۲۴مه نېټه دغې کمېټې ته حاضر شي.

بل لورته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د دغه وزارت ویاند ویلي وو چې نه پوهیږي د امریکا کانګرس له دوی څه غواړي.

جمعیت اسلامي ګوند:طالبانو د جګړې درېدو لپاره له رباني هم د نجونو د ښوونځیو بندېدو غوښتنه کړې وه

جمعیت اسلامي ګوند وایي، د برهان الدین رباني په مشري ” د افغانستان اسلامي دولت” وخت کې هم طالبانو د جګړې درېدو لپاره رباني ته د نجونو د زده کړو بندېدو وړاندیز کړی و، چې هغه رد کړی و.

یاد ګوند یوه اعلامیه کې ویلي، چې رباني د دوی وړاندیز په شرعي دلایلو رد کړی و.

دا ګوند یاده اعلامیه په داسې حال کې خپروي، چې له درې کالو زیاته موده وشوه، چې د طالبانو حکومت افغانستان کې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي.

متقي:د تېر حکومت د سفیرانو تر ادارې لاندې له سفارتونو موټر او غالۍ پلول شوي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د تېر یوه کال د لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، چې د تېر حکومت د سفیرانو تر ادارې لاندې د ځینو سفارتونو موټر او غالۍ پلورل شوي دي.

متقي ویلي، چې دا د دوی عادت دی او همدا د دوی پالنه ده چې نه د خپل وقار او نه د خپل هېواد د خزانې په اړه فکر کوي.

هغه ویلي، چې دا د خوښۍ ځای دی چې په دې وروستیو کې یې ډېر سفارتونه له غلا څخه وژغورل.

متقي دغه راز زیاته کړې چې د تېر کال په لړ کې د دوی حکومت لسګونه افغان ډیپلوماټان ماليزيا، ترکيې، پاکستان، ايران، ازبېکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسيې، چين، قطر او متحده عربي اماراتو ته ور وپېژندل، چې د یادو هېوادونو له لوري په رسمي ډول منل شوي دي.

متقي:د انتونیو ګوتریش معلومات ډېر کمزوري دي او په موږ یې تورونه ولګول

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتریش معلومات ډېر کمزوري دي.

ښاغلي متقي ویلي، چې په افغانستان کې هیڅ وسله واله ډله نشته او نه یې هم په تیرو دریو کلونو کې کوم هیواد ته زیان رسولی دی.

متقي زیاته کړې چې موږ شپږ ګاونډیان لرو او تر اوسه هیڅ ګاونډي هیواد د افغانستان لخوا د ستونزې د پېښېدو غږ پرې نه دی کړی، یوازې یو هیواد چې کله کله تور لګوي.

متقي ویلي، له بده مرغه د ملګرو ملتونو عمومي منشي داسې تورونه ولګول چې د دوی لپاره مناسب نه وو.

کرزی:برهان الدین رباني هېواد کې د سولې لپاره هلې ځلې وکړې او همدې لاره کې شهادت ته ورسېد

د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې نن د سنبلې_۲۹مه د ‎افغانستان د اسلامي دولت رئیس او جهادي رهبر استاد برهان الدین رباني د شهادت دیارلسم تلین دی.

ښاغلي کرزي ویلي، چې استاد برهان الدين رباني په هیواد کې د اتحاد او اتفاق د ټینگښت او تلپاتې سولې لپاره په پیاوړي هوډ هلې ځلې وکړې.

نوموړي زیاته کړې چې رباني د هېواد لپاره شهادت ته ورسید.

هغه د برهان الدین رباني د روح لپاره دعا کړې.

یاسمین شریف:افغانستان یواځینی اسلامي هېواد دی چې د نجونو پر زده کړو پکې بندیز لګېدلی

په ملګرو ملتونو کې د “زده کړې انتظار نه شي کولای” پروګرام اجراییه رییسې، یاسمين شريف ویلي، چې د طالبانو حکومت سره خبرې اترې د رسمیت پېژندلو په معنی نه دي.

هغې ویلي، چې د نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو حکومت سره تعامل د رسمیت پېژندلو په معنی نه دی.

هغې ویلي، چې افغانستان کې نجونې او ښځې له سخت وضعیت سره مخ دي او دغه برخه کې نړۍ وال باید بېړني ګامونه واخلي.

یاسمین زیاته کړې، چې افغانستان یواځینی اسلامي هېواد دی، چې د نجونو پر زده کړو پکې بندیز اعلان شوی.

باهوث:د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغان مېرمنې سخت وضعیت کې دي

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره سیما باهوس افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې.

نوموړې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف قانون له لاسه ستونزې راپورته کړې.

د هغې په خبره، د دغه قانون ځینې برخې مبهمې دي او د امربالمعروف محتسبین یې له خپلې خوښې سره سم تفسیر او تطبیقولی شي.

سیما باهوس دغه راز زیاته کړې چې اوس مهال افغانې ښځې د طالبانو تر چتر لاندې سختې اندېښمنې دي.