شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 809

د ازادۍ جبهه:کابل کې مو څلورو طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې چې کابل کې یې څلور تنو طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.

یادې جبهې ویلي، د کابل ښار د میوند سړک ته څلویښت متره سړک په لومړۍ امنیتي حوزه کې د طالب سرتېرو په ګزمه برید وکړ.

دوی زیاته کړې چې په دغه برید کې دوه تنه طالب سرتېري یې وژلي او دوه تنه نور یې ټپيان کړي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

منیر اکرم:د طالبانو کړنو افغانان سخت اندېښمن کړي

د طالبانو پر سختو دریځونو د نیوکو پر دوام؛ په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي، چې د دوی دریځونو افغانان سخت اندېښمن کړي.

هغه ویلي، اسلام دین له لومړي سره د ښځو پر حقونو ټینګار کړی.

نوموړي زیاته کړې، تر څو چې بشري حقونو، د بشري حقونو بحران او کډوالو چارو ته رسېدنه ونه شي؛ تر هغې له طالبانو سره د اړیکو عادې کېدل ناممکن دي.

د لومړي ځل لپاره؛افغان لوبډلې جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه

0

افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه.

په دغې سیالۍ کې جنوبي افریقا لومړی توپ وهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۰۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر ۳ او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان ورکړل شوی هدف په شپږو ویکټو پوره او د لومړي ځل لپاره یې دغې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د افغانستان لپاره په توپوهنه کې ګلبدین نایب ۳۵ او عظمت الله عمرزي ۲۵ منډې وکړې.

د یادونې ده چې دا سیالۍ د افغانستان په کوربه‌توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

چین:طالبان دې د نړۍوالې ټولنې مشروع غوښتنو ته پام وکړي

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کونګ د طالبانو پر قانون سختې نیوکې وکړې.

ښاغلي کونګ د امنیت شورا په غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه تامین کړي او له سخت درېځۍ لاس واخلي.

نوموړي دغه راز له طالبانو وغوښتل چې د نړۍوالې ټولنې مشروع اندېښنو ته پام وکړي.

د یادونې ده چې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په اړه غونډه روانه ده.

اتونبایوا:افغانستان د طالبانو د پرېکړو له کبله د نړۍ له سترګو پناه شوی

د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د سیاسي دفتر استازولۍ مشرې روزا اتونبایوا ویلي، چې افغانستان د طالبانو د پرېکړو له کبله د نړۍ له سترګو پناه شوی.

هغې نن ماښام د امنیت شورا غونډې ته ویلي، چې اوس خلک د امنیت احساس کوي؛ خو د جګړې درېدل د دایمي ثبات او امنیت په معنی نه دي.

اتونبایوا ویلي، افغانستان کې د سولې غوره فرصت رامنځته شوی او وېره لري چې دا فرصت له لاسه ونه وځي.

د حزب‌الله المنار ټلویزیون:د لبنان په څو سیمو کې د خلکو لاسونو کې ګرځنده ټلیفونونو چاودنه کړې

0

د حزب الله المنار ټلویزیون راپور ورکړی چې د لبنان په څو سیمو کې د هغو کسانو په لاس ګرځنده ټیلفونونو چاودنه کړې.

یاد ټلویزیون ویلي، چې ددغو چاودنو له کبله درې تنه وژل شوي.

دا چاودنې وروسته تر هغې کېږي چې وړمه ورځ لبنان کې د مخابراتي سیستم د چاودنې له کبله ۹ تنه ووژل شول او تر ۲ زره او ۷۰۰ ډېر کسان ټپیان شول.

فراه کې؛طالبانو د پوهنې ریاست پر کارکوونکو او زده کوونکو د ځیرکو ټیلفونونو استعمال بند کړی

دطالبانو حکومت تر واک لاندې د فراه د پوهنې ریاست د خپلو کارکوونکو او زده کوونکو له لوري د ځیرکو ټیلفونونو پر استعمال بندیز ولګوو.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست یو مکتوب چې رسنیو ته په لاس ورغلی، د دوی د مشر له قوله پکې راغلي، چې له مسؤلینو پرته، نور ټول باید د ځیرکو ټیلفونونو له کارونې ډډه وکړي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په ښکاره ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصف درانی:شل کاله بعد که د طالبانو ښځې ناروغه شي؛ نو دوی به یې چیرته وړي؟

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف علي درانی وایي، تر څو چې نړۍ د طالبانو ملاتړ کوي، د طالبانو واکمني به روانه وي.

ښاغلی دراني له یوې رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په راتلونکي کې به پر طالبانو داخلي فشارونه زیات شي.

دراني د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبان به د نجونو ښوونځي پرانېزي، ویلي چې د نجونو د زده کړو لپاره به د ولس لخوا پر طالبانو فشارونه زیات شي او طالبان به د نجونو ښوونځي پرانېزي.

دراني ویلي، که طالبان د نجونو زده کړو ته اجازه نه ورکوي؛ نو شل کاله بعد که د دوی ښځې ناروغه شي؛ نو دوی به خپلې ښځې چیرته وړي.

حزب‌الله:اسرائیل ته هیڅ وخت خپل غچ نه پرېږدو

0

د حزب‌الله پر سرتېرو د “پیجر” ارتباطي دستګاوو له چاودونو وروسته، یادې ډلې خبرداری ورکړی چې د دغه کار غچ به له اسرائیلو واخلي.

رویټرز د لبنان حزب الله ډلې د یو چارواکي له قوله لیکلي چې دا د اسرائیلو پر وړاندې په تېر یو کال کې تر ټولو لوی امنیتي نقض وو.

د لبنان اطلاع رسونې وزیر هم دا برید غندلی او دا یې پر خپل هېواد یو تېری بللی.

اسرائیل په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت ستره محکمه:تېر یو کال کې مو د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۳۷۳ قضیې حل او فصل کړي

د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې په تېر یو کال کې یې د ښځو یو زر او ۳۷۳ د شرعي حقونو قضیو ته رسېدنه کړې.

دوی نن د خپلو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي چې په همدې موده کې یې د نشه‌یي توکو اته زره او پنځه سوه قضیو ته رسېدنه کړې.

دوی دغه راز ویلي چې په تېر یو کال کې یې دوه زره او ۳۰۴ تنه له زندان ازاد او د ۱ زر او ۹۲۰ زندانیانو د بند موده یې کمه کړې.