یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 804

د اسرائیلو د بریدونو له کبله؛لبنان کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰ ته ورسېد

0

لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د دوشنبې په ورځ د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۵۰۰ تنو ته لوړ شو او تر پنځه زره تنو پورې ټپیان لري.

یاد وزارت دا هم ویلي، چې په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ډاکټران هم وژل شوي دي.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه د غزې د جګړې له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې د لبنان او اسرائیلو په سرحد کې کړکېچ دومره پراخېږي.

د اسرائیلو تازه بریدونه؛لبنان کې ۲۷۵ کسان وژل شوي او تر ۱۰۲۴ زیات ټپیان دي

0

د لبنان په جنوب او البقاع ښار کې د اسرائیل وروستیو بریدونو له کبله ۲۷۵ تنه وژل شوي دي.

د لبناني رسنیو د راپورنو له مخې، په دغو بریدونو کې ۱۰۲۴ نور کسان ټپیان دي.

د لبنان روغتیا وزارت وایي، چې په وژل شویو کسانو کې تر ډېره مېرمنې او ماشومان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اسرائیل پوځ د لبنان اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، ترڅو له هغو ځایونو ووځي، چې د حزب الله ډلې وسلې په کې ایښی وي.

سهیل شاهین:افغانستان دومره امن دی، چې چارواکي په موټرو کې ولایتونو ته ځي او پخواني الوتکو کې هم تللی نه شوه

د طالبانو حکومت د قطر سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، افغانستان کې دومره امنیت دی، چې اوسني چارواکي په موټرو کې له یو ولایت څخه بل ولایت ته سفر کوي.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې پخواني چارواکي ان په الوتکو کې نشوی تلی؛ خو د اوسني حکومت چارواکي له هرې اندېښنې پرته په موټرو کې سفر کوي.

د شاهین په خبره، دا د دې ښکارندوي کوي، چې د افغانستان خلک له اوسني حکومت څخه راضي دي.

محمد عاصم ملک؛د پاکستان د ای ایس ای نوی مشر وټاکل شو

0

پاکستاني رسنیو ویلي، چې جنرال محمد عاصم ملک د پاکستان د استخباراتي ادارې نوی مشر وټاکل شو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړی به د سپټمبر په دېرشمه خپله دنده پیل کړي.

هغه اوس مهال راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر کې دنده ترسره کوي.

نوموړي تر دې وړاندې وزیرستان کې د پوځي عملیاتو د قومندان په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې جنرال ندیم د یادې ادارې مشر وو.

لبنان کې؛د اسرائیلو بریدونو لږ تر لږه ۵۰ تنه وژلي

0

نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د لبنان په جنوب او ختیځ کې د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، چې دغه بریدونه نن سهار ترسره شوي.

دسرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې ښځې، ماشومان او مرستندویه کارکوونکي هم شامل دي.

بل لورته الجزیرې راپور ورکړی، چې په لبنان کې له درې سوو زیات ځایونه په نښه شوي دي.

روسیه:د اوکراین په کورسک کې ۳۱ اوکراینیان وژل شوي

0

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په کورسک په سیمه کې اوکرایني ځواکونو پر دوی بریدونه کړي؛ خو په خبره یې په دغه بریدونو کې عامو اوکراینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

یاد وزارت ویلي، دغه بریدونه چې د سپټمبر په پنځمه شوي؛ په کې ۳۱ ملکي کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، اوکراین په دې بریدونو کې د لویدیځ له وسلو کار اخیستی دی.

اوکراین تر اوسه د روسیې د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت؛د دوی په اړه چاپ شوي او چاپ کېدونکو کتابونو د کتنې لپاره کمېټه جوړه کړې

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د ریس الوزرا د حکم پر اساس یې د کتابونو د بیا کتنې لپاره یوه کمېټه جوړه کړې.

د یاد وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي ویلي، په دغه کمېټه کې د بېلابېلو ادارو استازي دي، چې د دوی د حکومت په اړه لیکل شوي او لیکل کېدونکي کتابونه به ګوري.

د فراهي په خبره، د دوی په اړه لیکل شویو کتابونو کې باید د دوی د حکومت اصلي تصویر وړاندې شوی وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په افغانستان کې د یو شمېر کتابونو په پېر او پلور هم بندیز لګولی وو.

«جنرال» مبین ایمل ولي خان ته:«میلو» ته د خپل کلي ټاکنې نشې ګټلی، راځې په لویو مسایلو خبرې کوې

د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قومنداني پخوانی ویاند «جنرال» مبین، ایمل ولي خان ته د “میلو” خطاب کړی.

ښاغلي مبین ویلي، چې ایمل ولي خان باید تر خپلې خولې لویې خبرې ونه کړي.

«جنرال» مبین دغه راز ویلي، ایمل ولي خان څلور ځلې د خپل کلي چارسدې په ټاکنو کې ماتې خوړلې.

نوموړي ویلي دی «جنرال»مبین په پاکستان کې تر ولي خان ډیر محبوبیت لري او که د ولي خان په کلي کې ټاکنو ته ودرېد، نو نوموړي ته ماتې به ورکړي.

مبین زیاته کړې، ایمل ولي خان که شرم درلودی؛ نو خاموشي ورته بهتره وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، چې د یو پاکستاني په توګه وایم، چې له افغانستان سره د پښتونخوا یو ځای کول بېخي غلط کار دی او ددې کار اجازه به چاته ورنکړي.

ټرمپ:که بریالی نه شوم؛ د بل ځل لپاره ولسمشریزو ټاکنو ته نه نوماند کېږم

0

په داسې حال کې چې د یوې ټولپوښتنې له مخې، کاملاهرېس تر ټرمپ ۵ سلنه مخکښه ده؛ تازه ټرمپ ویلي، که دا ځل یې په ټاکنو کې ماتې وخوړه؛ نو د بل ځل لپاره به د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ځان نوماند نه کړي.

نوموړي د دې کار دلیل نه دی روښانه کړی؛ خو دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د امریکا د ان بي سي شبکې یوه تازه سروې ښيي، چې هرېس تر خپل سیال پنځه سلنه مخکې ده.

د سرچینې د معلومات له مخې، د روان کال د جولای میاشتې را په دې خوا، تر اوسه د کاملاهرېس محبوبیت ۱۶ سلنه زیات شوی.

دا لانه ده مالومه، چې یادې ټولټاکنې به کوم نوماند وګټي؛ خو اوس مهال د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما هم د کاملا هرېس ملاتړ کوي.

د کابل جلال اباد پرلار؛د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل جلال اباد پر لار د ټرافیکي پېښې له کبله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا پېښه د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند کاکڅ سیمه کې رامنځته شوې.

دغه پېښه کې ۳۳ تنه ټپیان او ۷ تنو د ننګرهار په دولتي روغتون کې ساه ورکړې ده.

تر اوسه د قربانیانو هویت نه دی څرګند شوی.

د یاودنې ده، چې کابل‌ـ‌جلال اباد د افغانستان له خونړیو لارو ګڼل کېږي.