یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 805

د طالبانو حکومت؛د برېکس سازمان د مشرانو په ناسته کې د ګډون غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د بریکس سازمان د مشرانو په ناسته کې د خپل ګډون غوښتنه کړې.

دوی د ولادمیر پوتین سکرتر ته په یو لیږلي لیک کې ویلي، چې د دوی اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر ته باید په دغه ناسته کې د ګډون وخت ورکړل شي.

روسیي رسنۍ ویلي، چې دا لیک د طالبانو اقتصاد وزارت د سرپرست له لوري ور لېږل شوی.

ټاکل شوې، چې د بریکس سازمان مشرانو ناسته به ۲۲ د اکتوبر د روسیې په کازان ښار کې پیل شي او دوه ورځې دوام کوي.

افغانستان هم د دغه سازمان غړیتوب لري.

د اسرائیل پوځ د لبنان اوسېدونکو ته:له هغو ځایونو ووځئ، چې حزب الله په کې وسلې پټې کړې دي

0

د اسرائیل پوځ په یو تازه خبرداري کې د لبنان له خلکو غوښتي، ترڅو له هغو سیمو لرې شي، چې حزب الله ډلې په کې خپلې وسلې پټې کړې وي.

د یاد پوځ ویاند ویلي، که چېرته یادې ډلې په کوم کور کې هم وسلې اېښې وي، نو د هغه کورونو اوسېدونکي باید ژر تر ژره خپلې مېنې پرېږدي.

دوی دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي، چې تازه اسرائیلو پر حزب الله ډلې خپل بریدونه پراخ کړي دي.

په ورته مهال د امریکا ولسمشر جوبایډڼ هم په منځني ختیځ کې امریکايي ځواکونو ته امر کړی، چې په هر قیمت د اسرائیلو دفاع وکړي.

بل لورته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش اندېښنه څرګنده کړې، چې لبنان پر یوې بلې غزې بدلېدونکی دی.

کابل ښاروالۍ؛له درې کاله ځنډ وروسته؛ په ښار کې خلکو ته د ودانیو جوړولو اجازه ورکړه


د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ له درې کاله ځنډ وروسته په ښار کې د ننه د ودانیو جوړولو ته اجازه ورکړه.

دغه ښاروالۍ وايي،هر څوک کولی شي، چې د ځمکې له تصفیې او ښاروالۍ له اجازې وروسته تر لس منزله ودانۍ جوړې کړي.

سره له دې، چې په تېرو درې کالو کې په شخصي ځمکو کې هم خلکو ته د کار اجازه نه ورکول کېده؛ خودغه ښاروالۍ وايي، تېر درې کاله یې د غصب شویو ځمکو راګرځولو او ښاري پلان تطبیق په خاطر د ودانیو جوړول منع کړي وو.

نتنیاهو:غزه کې د حماس د محاصرې په اړه فکر کوو

0

د اسرائیلو لومړي وزیر ویلي، چې دوی په غزه کې د حماس د محاصرې په اړه فکر کوي.

هغه په دې اړه نور څه نه دي ویلي.

بل لورته رویټرز خبر ورکړی، چې دا پلان د پخوانیو پوځي قومندانانو له لوري جوړ شوی.

د پلان له مخې به لومړی له غزې څخه عام خلک اېستل کېږي او بیا به سیمه د پوځ له لوري کلابنده کوي.

تر اوسه حماس په دې اړه څه نه دي ویلي.

واشنګټن پوسټ:افغانستان کې له نجونو سربېره نارینه هم له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي

واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې ویلي، چې پلازمېنه کابل کې دولتي کارکوونکي د ږيرې پرېښودو ته اړ ایستل شوي او اکثره سلمانۍ د ږيرې له کمولو ډډه کوي.

واشنګټن پوسټ دغه راز ویلي، چې ټیکسي چلوونکي له محرم پرته د ښځو د انتقال پر مهال پوښتل کېږي او یو شمېر کسان چې د جماعت لمانځه ته نه ځي، دروازې یې ورټکول کېږي.

د واشنګټن پوسټ په خبره، دا محدودیتونه پخوا هم و، خو په تېرو څو اوونیو کې پراخ او جدي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې د امر بالمعروف لخوا نوی قانون توشیح کړ چې دا قانون په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

د طالبانو حکومت؛افغانستان کې پر رسنیو په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو نشرېدل بند کړي

له افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ وايي، طالبانو په افغانستان کې رسنیو کې په ژوندۍ بڼه سیاسي خپرونې بندې کړې دي.

یاد سازمان ویلي، چې طالبانو د افغانستان په دا خل کې رسنیو ته د شنونکو نوملړ ورسپارلی، چې تر هغې پرته بل شنونکی نشي راوستلای.

دغه سازمان د طالبانو پر دې کار نیوکه کړې او له رسنیو، د رسنیو ملاتړو بنسټونو، او بشري حقونو بنسټونو یې غوښتي چې د دغې پرېکړې پر وړاندې ودریږي.

دوی دا کار د بیان پر ازادۍ ښکاره تېری بللی دی.

ایمل ولي خان:د یو پاکستاني په توګه، دې ته چمتو نه یم چې پښتونخوا دې افغانستان سره یو ځای شي

‏د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان وایي، چې د یو پاکستاني په توګه وایم، چې له افغانستان سره د پښتونخوا یو ځای کول بېخي غلط کار دی او ددې کار اجازه به چاته ورنکړي.

ایمل ولي خان په دې وروستیو کې په یوه مرکه کې وایي، چې د دوی او د افغانستان د خلکو ژبه، فرهنګ او عنعنات یو ډول دي؛ خو دا په دې معنی نه ده چې دوی افغانستان سره ځان یو ځای کړي.

نوموړي ویلي، چې د “لر او بر یو افغان نعره” دوی ته له نیکونو پاتې ده او افغانستان د دوی د نیکونو وطن دی.

هغه ویلي، هیله لري چې یولسم د اکټوبر قومي جرګه کې د خپل ملک «پاکستان» پر خلاف په کې کوم څه نه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې منظور پښتین د شهید ګیله من وزیر د مړینې پر مهال ویلي وو، چې راتلونکی یوولسم د اکټوبر به قومي عدالت جوړوي او دوی به ځینې مهمې پرېکړې اوروي.

ګوترېش:د ملګرو ملتونو د ۷۹مې غونډې موخه د نړۍوالو بنسټونو پیاوړي کول دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتریش د یاد سازمان د ۷۹مې سرمشریزې پرانیست‌غونډه کې ویلي، چې دا ناسته یې د نړیوالو بنسټونو د لا پیاوړتیا لپاره راغوښتې.

د هغه په وینا، غواړي د ژورو اصلاحاتو پام کې نیولو سره د دغه سازمان د منشور پر ارزښتونو ولاړ بنسټونه لا اغېزناک ثابت کړي.

د یادونې ده چې دغه ناسته نن پیل شوه، چې د طالبانو حکومت ته پکې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د یادونې ده، چې نن په قطر کې د طالبانو حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د خپل حکومت د نه ګډون په اړه نیوکه کړې وه او ویلي وو، چې د نړۍوالو دا کړنه یوازې اختلافاتو ته لمن وهل دي.

خیبرپښتونخوا کې؛د ۱۲ هېوادونو د دیپلوماتانو په موټریز کاروان چاودنه شوې

0

خیبر پښتونخوا کې د ۱۲ هېوادونو دیپلوماتانو پر موټریز کاروان ماین چاودنه شوې.

د خیبر پښتونخوا پولیس وایي، په پېښه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په پېښه کې دیپلوماتانو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

ویل کېږي چې د دیپلوماتانو په دغه کاروان کې د بوسنیا، روسیې، ویتنام، اتوپیا، رواندا، زیمبابوی، اندونیزیا، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان، او پرتګال استازي شامل وو.

یاد دیپلوماتان صوات ته په سیاحت وتلي وو.

مارشال عبدالرشید دوستم:اشرف غني زمونږ په سر معامله وکړه او غوښتل یې مونږ لاس تړلي طالبانو ته وسپاري

د افغانستان پرځیدلي جمهوریت کې د پخواني ولسمشر اشرف غني د لومړۍ دورې لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم د نظام په سقوط کې په محمد اشرف غني سختې نیوکې کړي او هغه یې خاین یاد کړی دی.

ښاغلي دوستم د مقاومت په نوم د ملي شورا په یوې غونډه کې ویلي چې ولسمشر غني غوښتل د طالبانو ټول مخالفین لاس تړلي طالبانو ته تسلیم کړي او د دوی په سر یې معامله کړې.

مارشال دوستم دغه راز زیاته کړې، څو ځله یې ولسمشر غني ته ویلي وو، چې دی طالبانو ته ورپریږدي، ترڅو له هغوی سره جګړه وکړي او سولې ته یې په زوره مجبوره کړي، خو ولسمشر غني د نوموړي ددې طرحې مخالف وو.

نوموړي د طالبانو څخه د افغانستان د بیا ځلې نیولو خبرداری ورکړی او له ټولو سیاستوالو یې غوښتي، چې د راتلونکې لپاره متحد اوسي.