دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 803

غزې کې؛د جګړې د پیل راهیسې ۴۱ زره او ۴۶۷ کسان وژل شوي

0

پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۱۴۶۷ فلسطینیان وژل شوي او ۹۵۹۲۱ نور ټپیان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وایي، په وژل شویو کسانو کې تر ډېره مېرمنې او ماشومان دي.

بل لورته اسرائیل وایي، داسې پلان باندې کار کوي، چې له مخې به یې غزه کې حماس ډله محاصره کړي.

که څه هم د دغې جګړې د کمولو لپاره زیاتې هڅې وشوې؛ خو تر اوسه یې د پام وړ پایله نه ده ورکړې.

د یادونې ده، چې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په اوومه پر غزې د اسرائیلو جګړه پیل او تر اوسه دوام لري.

ډیکارلو:د طالبانو د امربالمعروف قانون د دوحې پروسې لپاره یو خطر دی

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو د طالبانو حکومت د امربالمعروف قانون د دوحې پروسې لپاره یو خطر بللی دی.

هغې د یاد سازمان یوې غونډې ته خبرو کې ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف د قانون له رامنځته کېدو وړاندې یو شمېر هېوادونو د دوحې د پروسې مخته تګ سره لېوال وو، خو یاد قانون وضعیت پیچلی کړی دی.

نوموړې زیاته کړې چې د طالبانو حکومت دې له نړۍوالو سره پر خپلو ژمنو ودريږي.

تر دې وړاندې د یاد سازمان نورو چارواکو هم پر دغه قانون نیوکه کړې.

د اسرائیلو کابینه:له حزب‌الله سره د جګړې کمولو ته چمتو یوو

0

د اسرائیلو کابینې ویلي، چمتو دي، چې له حزب الله سره تر سپټمبر وروسته د جګړې شدت کم کړي.

دوی تېره شپه په خپل منځي ناتسه کې ویلي، دا لا نه ده معلومه، چې اسرائیل به په بشپړه توګه دغې جګړې ته ورداخل شي او که نه؛ خو که حزب الله یوې موافقې ته رسېدل غواړي، نو دوی ورته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو دمګړی پر لبنان تر ټولو خونړي بریدونه پیل کړي، چې نږدې درې زرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

عزام:مناسب وخت کې به د ټرمپ او برادر د ټیلفوني اړیکې ریکارډ نشر کړو

د طالبانو حکومت وايي، د ټرمپ او ملابرادر د خبرو ریکارډ لري او په مناسب وخت کې به یې نشر کړي.

د ملا عبدالغني برادر د دفتر مشر عبدالله عزام ویلي، د دواړو بشپړې خبرې ریکارډ شوي او فرصت ته په کتو به یې نشر کړي.

عزام ویلي، چې ټرمپ او ملاعبدالغني برادر شاوخوا څلور نیم کاله وړاندې ټیلفوني خبرې کړې وې.

عزام دغه راز زیاته کړې، چې په دې خبرو کې ټرمپ ملا برادر ته اخطار ورکړی وو، چې په امریکايي ځواکونو برید ونه کړي؛ خو ملا برادر بیا ویلي، چې د ټرمپ ټیلفوني اړیکه د ده له لوري ور پرې شوې وه.

د بدخشان په واخان کې؛د درد د ارامولو لپاره خلک له تریاکو کار اخلي

د بدخشان د واخان ولسوالۍ اوسېدونکي ګیله کوي، چې له تېرو نږدې دوه نیمو لسیزو راپه دې خوا د دوی په سیمه کې هیڅ پراختیايي پروژې نه دي پلې شوي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو د کمښت له کبله د یو شمېر ناورغیو درملنې لپاره له طبي بوټو ګټه پورته کوي؛ خو ډېر نور یې بیا د ناروغیو د مخنیوي له کبله نشه‌يي توکو څخه ګټه اخلي، چې یو شمېر خلک یې له همدې لارې روږدي شوي دي.

روغتیايي مسوولین هم ستونزې مني او ډاډ ورکوي، چې د خلکو مشکلاتو ته به رسېدنه وکړي.

د یادونې ده، چې واخان د افغانستان یوه لرې پرته ولسوالۍ ده، چې څه موده وړاندې پکې انټرنټي خدمات هم پیل شول.

د طالبانو حکومت؛شیخ عبدالسمیع غزنوي زنداني کړی

باوري سرچینې حماسه میډیا ته وایي، چې د طالبانو حکومت شیخ عبدالسمیع غزنوي زنداني کړی دی.

د معلوماتو له مخې، هغه د طالبانو پر حکومت د نیوکو له کبله زنداني شوی دی.

تر اوسه د هغه په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي، خو غزنوي پیاوړی دیني عالم و، چې د طالبانو حکومت ډېر شمېر چارواکي یې شاګردان هم تېر شوي دي.

په همدې حال کې د هغه یو شمېر ملګري وايي، چې مولوي غزنوي حق بیانوو او د طالبانو حکومت کې چې څوک حق وايي، نو ځای یې نه وي.

تر اوسه د هغه په اړه څه معلومات نشته، چې چېرته زنداني دی.

مونږ هڅه وکړه، چې د غزنوي له کورنۍ سره په دې اړه اړیکه ټینګه کړو، خو له هڅو سره سره بریالي نه شو.

د امریکا جمهوري‌پال:افغانستان سره باید د امریکا مرستې بندې شي

د امریکا جمهوري پال وایي، افغانستان سره باید د امریکا مالي مرستې بندې شي.

د یاد ګوند استازي جوش برېچین فاکس نیوز ته ویلي، چې په دې اړه یې طرحه هم چمتو کړې.

دوی اندېښنه لري چې په افغانستان کې دا مرستې د طالبانو لاسته لویږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په دې اړه یو قانون ته اړتیا ده.

یاد ګوند تر دې وړاندې هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه؛ خو طالبان وایي، چې دوی په نړۍوالو مرستو کې کوم کار نه لري.

ګوتریش: طالبان دې د ښځو او نجونو پر وړاندې ټول بندیزونه له منځه یوسي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې د ښځو او نجونو پر وړاندې تبعیضي محدودیتونه لیرې کړي او له شپږم ټولګي د پورته نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانیزي.

انتونیو ګوتریش ویلي، چې افغان ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض او ظلم له ژور بحران سره مخ دي.

هغه د طالبانو د امربالمعروف قانون ته په اشارې سره ويلي، دغه قانون له عامه ژوند څخه ښځې او نجونې په سيستماتيک ډول ګوښه کوي.

نوموړي دغه راز ویلي چې افغان ښځې او نجونې تر ډېره په خپلو کورونو کې بندې دي، د تګ راتګ ازادي نه لري او تقریباً تعلیم یا کار ته لاس رسی نه لري.

هغه دغه راز ویلي چې د نجونو زده کړه د اقتصادي پرمختګ او د ټولنې د روغتیا، هوساینې او سوکالۍ د پیل کولو لپاره ترټولو چټکه لاره ده.

زیلنسکي لویدیځ ته:ملاتړ مو وکړئ، جګړه په پای ته رسېدو ده

0

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وایي، چې روانه جګړه پای ته رسېدو ته نږدې شوې.

هغه له اې بي سي نیوز سره خبرو کې ویلي، چې دوی په دغه جګړه کې بریالي دي او باید متحدان یې ملاتړ وکړي.

زیلنسکي زیاتوي، دوی له تمې زیات سولې ته نږدې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال هم د اوکراین په یو شمېر سیمو کې د روسیې او اوکراین ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

ملاله یوسفزۍ:افغانستان کې باید جنسي اپارتاید په رسمیت وپېژندل شي

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، افغانستان کې باید جنسي اپارتاید په رسمیت وپېژندل شي.

نوموړې د کاناډا له لومړي وزیر سره کتنه کې ویلي، چې طالبان باید په دې اړه ځواب ورکړي.

یوسفزۍ په دې لیدنه کې ټینګار کړی، چې د نړۍ مشران باید د افغان نجونو په وضعیت کې ځان ښکېل وګڼي او له دغه حالت څخه د هغوی د راوتلو لپاره ټولې ممکنې هڅې وکړي.

هغې دغه راز ویلي، دا تمه نه لري، چې په دا ډول لیدنو به د افغان نجونو وضعیت ته بدلون ورکړل شي او دا یو واقیعت دی، چې افغان نجونې له سخت وضعیت تېرېږي.