یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 861

اسرائیلو نن سهار د لمانځه پر مهال له ۱۰۰ زیات فلسطینیان وژلي

0

نن سهار د لمانځه پر مهال اسرائیلي ځواکونو د غزې په شارع النفق سیمه کې یو مسجد په نښه کړی دی.

د لومړنیو معلوماتو پر اساس مسجد په یوه ښوونځي کې دی، چې پنځه زره فلسطینیان په کې استوګن دي، په نښه کړی دی او له سلو ډېر یې وژلي دي، تر اوسه ډیری جسدونه د مسجد له چت لاندې دي.

په سیمه کې امنیتي سرچینو الجزیرې تلویزون ته ویلي: درې توغندي پر مسجد توغول شوي دي، مسجد ړنګ شوې دی، د وژل شوو جسدونه یو پر بل پراته دي، روغتیايي ټیمونه وايي: موږ اړ یو، چې د انسانانو غړي په یوه کفن کې راټول کړو؛ ځکه هېڅوک نه پيژندل کیږي.

د پښتونخوا تیرا؛د وسله والو پر وړاندې عملیاتو کې درې پوځیان وژل شوي

‏د خیبر پښتونخوا په تیرا ولسوالۍ کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې یاد پوځیان د وسله والو پر وړاندې عملیاتو کې وژل شوي دي.

تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

د پاکستان حکومت هم د وژل شویو پوځیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.