جمعه, جون 5, 2026
Home Blog Page 798

۲۰۲۴ میلادي کال؛افغان خبریالان او رسنۍ له جدي ننګونو سره مخ وو

روان ۲۰۲۴کال د افغان خبریالانو او رسنیو لپاره ناوړه کال وو.

په تېر کال کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو له حقونو د تېري پېښې د تېر (۲۰۲۳) کال پرتله اته سلنه ډېرې شوې دي.

د افغان خبریالانو مرکز وايي، ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې د خبریالانو پر حقونو ۱۸۱ ځله تېری شوی، چې ۱۳۰ ځله یې خبریالان ګواښل شوي او ۵۱ ځله نور نیول شوي دي.

سره له دې چې دا راپور د هغو ارقامو پر اساس ولاړ دی، چې دغه مرکز ته ور رسېدلي؛ خو تر دې ور هاخوا په تېر کال کې د هېواد په ټولو ولایتونو ډېر ځله خبریالان ګواښل شوي، وهل شوي او بندیان شوي دي.

پر دې سربېره د طالبانو د امرباالمعروف تر نوي قانون وروسته، د هېواد په ګڼو ولایتونو کې کې غږیزې او انځوریزې رسنۍ وتړل شوې او د یو شمېر نورو رسنیو کارونه یې هم سخت کړل.

پر دې سربېره په یوې خپرونه کې ښځینه او نارینه پرزینټرانو بیلول، په رسنیو یو شمېر خپرونې لرې کول او دغه راز رسنیو ته د شنونکو نوملړ ورکول هغه نورې ستونزې وې، چې رسنۍ ورسره لاس او ګرېوان وې.

د مقاومت په نوم جبهې؛د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت پر سرپرست وزیر د برید مسولیت منلی

د مقاومت په نوم جبهې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست وزیر عبداللطیف منصور پر موټریز کاروان د برید مسوولیت منلی.

یادې ډلې ویلي، دا برید یې نن سه شنبه د کابل شمالي دروازې خیرخانې کوتل سیمه کې کړی دی.

دوی په یوې خبرپاڼې کې زیاتوي، چې په برید کې د عبداللطیف منصور یو ساتوونکی وژل شوی او یو شمېر مهم طالب چارواکي ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې نن د کابل په شکر درې کې د شاه او عروس بند پرانېسته وه، چې د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر هم په دغو مراسمو کې د ګډون لپاره تللی وو.

ولکر ترک:په موسساتو کې د ښځو پر کار بندیز سره طالبانو په بشپړه توګه ناسمه لاره غوره کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو د بندیز په اړه سخته اندېښنه ښودلې.

نوموړي ویلي، چې طالبانو په بشپړه توګه ناسمه لاره خپله کړې ده.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم کړکېچن دی او غیر دولتي بنسټونه د بشري مرستو په رسولو کې مهم رول لوبوي.

هغه ویلي:«زه یو ځل بیا له طالبانو غواړم چې دا ژور تبعیضي فرمان او نور ټول هغه اقدامات چې د ښځو او نجونو تعلیم، کار او عامه خدماتو ته د لاسرسي مخه نیسي، لغوه یې کړي»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو د اقتصاد وزارت په دې وروستیو کې نړیوالو دولتي او نادولتي موسسو ته امر کړی چې دوه کاله مخکې صادر شوی فرمان تعقیب کړي او ښځې له دندو منفک کړي.

د طالبانو د کریمنل تخنیک ریاست؛د جمهوري حکومت د پخوانیو مجرمینو او ورانکارو بایومټریک ختموي

‏د طالبانو کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معینیت د کریمنل تخنیک ریاست وایي، چې د شیخ هبت‌الله آخندزاده د لسمې شمېرې فرمان د پلي کولو په موخه یې د هغو ټولو طالبانو او عامو کسانو بایومتریک ختموي، چې پخواني حکومت سره د طالبانو او یا له طالبانو سره د همکارۍ په نوم تورن او بایومټریک وو.

دوی یادو کسانو ته خبر ورکړی چې د خپل د ثبت شوي بايومتريکي معلوماتو د ختمېدو په موخه، د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معينيت اړوند د کریمنال تخنیک ریاست بایومتریک عمومي مدیریت ته ورشي، تر څو بایومتریکي معلومات یې مشخص او د سیستم څخه لرې شي.

خیبر پښتونخوا؛د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه پولیس ټپیان کړې

0

خيبر پښتونخوا کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه پاکستاني پولیس ټپیان کړي دي.

سرچینې وایي چې دغه چاودنه د بنو ضلعې په ماما خېلو سيمه کې رامنځته شوه چې له امله یې لږ تر لږه پنځه پوليس ټپيان شوي دي.

تر اوسه ددغې پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د یادونې ده چې نن د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز هم ویلي، چې ۲۰۲۴ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

سره صلیب کمېټه؛۲۰۲۴ کال له چاودېدونکو توکو سره د تړلو پېښو له کبله ۴۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې د چاودیدونکو توکو له خطرونو سره تړلو پېښو کې ۴۵۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دې ادارې د راپور له مخې، د قربانیانو له ډلې ۳۵۹ کسان ماشومان وو.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې په روان میلادي کال کې یې په افغانستان کې د چاودیدونکو توکو له خطرونو سره تړلې ۲۳۴ پېښې ثبت کړي دي.

دغه کمیټې زیاته کړې چې افغانستان لا هم د چاودیدونکو توکو په وړاندې یو له زیان منونکو هېوادونو څخه دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر؛په لومړني بهرني سفر سعودي عربستان ته ځي

0

د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني په خپل لومړي بهرني سفر سعودي عربستان ته ځي.

اسد الشیباني پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا د ویاړ ځای دی چې د خپل هېواد په استازيتوب په خپل لومړي نړیوال سفر سعودي عربستان ته ځم.

نوموړي ویلي چې سعودي عربستان سره په هره برخه کې ښې ستراتیژیکې اړیکې غواړي.

نوموړي ددغه سفر کره نیټه نه ده په ډاګه کړې.

د یادونې ده چې اسد الشیباني ته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن‌فرهان بن عبدالله بلنه ورکړې.

د یو شمېر طالب چارواکو په شتون کې؛شاه‌وعروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کابل شاه‌وعروس بند نن د یو شمېر طالب چارواکو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد بند د ګټې اخیستنې مراسمو کې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي چې افغانستان کې په اوبو پانګونه نه ده شوې.

ملابرادر زیاتوي، نن ورځ په نړیوال سیاست کې اوبه خورا مهم اقتصادي عنصر دی او په یو شمېر هېوادونو کې یې ارزښت تر نفتو هم زیات دی.

د هغه په خبره، طالبانو دا اړتیا درک کړې او د اوبو مدیریت ته جدي پاملرنه کوي.

‏د یادونې وړ ده چې شاه‌وعروس بند د ۷۸متره لوړوالي په درلودو سره د ۹.۴میلیون مترمکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري، چې شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او همداراز به ۱.۲میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز:۲۰۲۴ کال د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال وو

0

د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز ویلي، چې ۲۰۲۴ کال د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی کال و.

دغه مرکز ویلي، چې سږ کال په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو ۴۴۴ بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې ۶۸۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

دوی ویلي، چې سږ کال په دغه بریدونو کې يو زرو ۶۱۲ تنه ملکیان وژل شوي دي.

یاد مرکز زیاته کړې، چې سږ کال په پاکستان کې هره ورځ په اوسط ډول ۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

د دوی د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې سږ کال د تاوتریخوالي په پېښو کې ۲زره ۲۶۷ پوځیان او ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

یاد مرکز دغه راز ویلي، چې سږ کال تر ټولو ډېر بریدونه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي دي.

ډیره اسماعیل خان؛وسله والو کسانو څلور پاکستاني پولیس وژلي او دوه یې ټپیان کړي

0

راپورونه وایي، چې تېره شپه نامعلومه وسله والو د ډیره اسماعیل خان په درابن سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر یو چیک پواینټ برید کړی.

د راپورونو له مخې، په دغه برید کې څلور پولیس افسران وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې د وسله والو کسانو دغه برید ډېر ناڅاپي و او له پرمختللو وسلو یې کار اخیستی.

تر اوسه ددغې پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو دا ډول بریدونو ته په دې وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان ډلې زور ورکړی.