شنبه, جون 6, 2026
Home Blog Page 790

بلنکېن:د افغان متحدینو د ملاتړ هوکړه لیک مو نوی کړ

امریکا وایي، چې د افغان متحدینو د ملاتړ هوکړه لیک یې نوی کړی دی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي چې دا کار یې له افغان همکارانو د خوندي ځای پر ځای کولو او بیا مېشتېدنې لپاره کړی دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې هېواد یې د خپلو شریکانو ترڅنګ ولاړ دی او په دې برخه کې ژمن دی.

اوچا:سږکال به ۵.۸ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۵،۸ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا په خپل نوي راپور کې ویلي، چې دغه شمېر افغانان د خوراکي او غیر خوراکي توکو له نشت سره مخ دي.

راپور زیاتوي، چې هغه افغانان چې په دې وروستیو کې له بهرنیو هېوادونو راستانه شوي او یا هم سیلابونو بېځایه کړي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یاد بنسټ ویلي، چې د دغو کسانو له ډلې یې له ۱،۱ میلیونو کسانو سره مرسته یو لومړیتوب دی او دغه هدف ته د رسېدو لپاره ۱۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

اوچا:سږکال به ۵.۸ میلیونه افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، چې په ۲۰۲۵ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا ۵،۸ میلیونه وګړي بېړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا په خپل نوي راپور کې ویلي، چې دغه شمېر افغانان د خوراکي او غیر خوراکي توکو له نشت سره مخ دي.

راپور زیاتوي، چې هغه افغانان چې په دې وروستیو کې له بهرنیو هېوادونو راستانه شوي او یا هم سیلابونو بېځایه کړي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

یاد بنسټ ویلي، چې د دغو کسانو له ډلې یې له ۱،۱ میلیونو کسانو سره مرسته یو لومړیتوب دی او دغه هدف ته د رسېدو لپاره ۱۷۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

د طالبانو حکومت محکمې؛پر خبریال مهدي انصاري د یو نیم کال بند حکم کړی

کابل کې د طالبانو حکومت لومړنۍ محکمې پر خبریال مهدي انصاري د یو نیم کال بند حکم کړی.

پر هغه تور و، چې د طالبانو حکومت پر ضد یې تبلیغات کول.

په دې اړه خپاره شوي مکتوب کې راغلي، چې انصاري د طالبانو ضد تبلیغ کوو او پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی.

انصاري له افغان خبري اژانس سره دنده درلوده، چې د روان کال په میزان میاشت کې طالبانو ونیوه.

زیلنسکي:تمه لري چې ټرمپ به روسیه له اوکراین سره مذاکراتو ته قانع کړي

0

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وایي، تمه لري چې ډونالډ ټرمپ به روسیه له اوکراین سره مذاکراتو ته قانع کړي.

نوموړي ویلي، ډونالډ ټرمپ به له اروپایي شریکانو سره په ګډه د اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو دراوزه خلاصه او دا جګړه پای ته ورسوي.

زیلنسکي ویلي، چې ټرمپ او دی په دې برخه کې کلیدي رول لوبوي.

د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې هم د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو ژمنې کړې دي.

د اوبو په اړه د ایران له ګواښ سره سم؛د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست کابل کې د دغه هېواد سفیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره لیدلي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې په دې لیدنه کې سراج الدین حقاني هیله څرګنده کړې چې بېکدلي د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

دغه راز بیا د ایران سفیر علي رضا بیکدلي ویلي، ایران او افغانستان ګډ مشترکات لري او هیله لري چې همدا مشترکات د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا لامل شي.

په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی، که دوی ته په رضا حقابه ورنکړي؛ نو په زور یې اخلي.

ایران طالبانو ته:که حقابه مو په رضا رانکړئ؛ نو په زور یې درنه اخلو

ایران یو وار بیا د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی، که دوی ته په رضا حقابه ورنکړي؛ نو په زور یې اخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو سره دا موضوع د دوی د اجنډا مهمه برخه شوې او دوی یې په جدي ډول تعقیبوي.

نوموړي ویلي، د چاپیریالي ملاحظاتو، عرفي نړیوالو حقونو او ښه ګاونډیتوب اصل ته په پام باید طالبان دا موضوع جدي وګڼي.

ایران تر دې وړاندې هم ویلي، چې له افغانستان څخه د هلمند په سیند کې د خپلې برخې اوبه د زور یا دیپلوماسۍ له لارې ترسره کوي.

بل لورته که څه هم د طالبانو حکومت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي، چې د ایران حقابې ته ژمن دي او د یو اوبیز کال په صورت کې به ایران ته خپله برخه اوبه ورکړي.

د سفیر پیژندلو سره سره د بې باورۍ اوج؛«جنرال مبین» له اماراتو د کار ویزې غوښتنه وکړه، هغوی رد ځواب ورکړ

په داسې حال کې چې متحده عربي امارت، د طالبانو سفیر باور لیک منلی خو داسې ښکاري، چې کوم خاص رسمي مراودات سره نه لري.

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند چې د طالبانو حکومت په منتقد بدل شوی په اماراتو کې د کاري ویزې غوښتنه کړې وه چې د دوبۍ حکومت له لورې یې منفي ځواب ترلاسه کړی.

تازه فرانسې او یوشمیر نورو هیوادونو هم په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د ملاتړو کیسونه رد کړي او له خپلو هیوادونو د ایستلو خبرداری یې ورکړی.

«جنرال مبین» چې له تیرې میاشتې راهیسې په دوبۍ کې میشت دی هېله لري د اماراتو اقامه ترلاسه کړي، او که په افغانستان کې وضعیت ترینګلی شي بیا هلته میشت شي.

«جنرال مبین» تر دې مهاله پدې اړه څه ندي ویلي.

هند:د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه غندو

هند د پکتیکا په یو شمېر سیمو د پاکستاني الوتکو بمبار په کلکو ټکو غندلی دی.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال ویلي د خپلو ستونزو له امله د ګاونډیو ملامتول د پاکستان پخوانی عادت دی.

هغه وايي، نوی ډيلي د پاکستان دا اقدامات په سختو ټکو غندي.

د یادونې ده چې پاکستان څو ورځې وړاندې پر خوست او پکتیکا بریدونه وکړل، چې ۴۶ ملکیان یې ووژل.

د خیبر پښتونخوا؛د بنو پر هوايي ډګر نامعلومو کسانو برید کړی

0

د خیبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ پر هوايي ډګر وسله والو برید کړی.

سیمه‌ییزې سرچینې ويي، په دغه برید کې دوه امنیتي کسان ټپیان شوي دي.

دا برید نن غرمه مهال شوی، چې له کبله یې اوس مهال له یاد هوايي ډګر څخه الوتنې ځڼدول شوې دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.