دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 790

صدیق صدیقي پښتنو افغان سیاستوالو ته:د افغانستان بحران ژور دی، تاسې د PTM په اړه غولوونکی سیاست کوئ

د پخواني ولسمشر اشرف غني ویاند او د کورنیو چارو د پالیسۍ مرستیال صدیق صدیقي په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعاليتونو د بنديز په اړه په پښتنو افغان سیاستوالو نیوکه کړې.

ښاغلي صدیقي په ایکس‌پاڼې دغه پښتانه افغان سیاستوال مخاطب کړي او ورته یې لیکلي:« عوام فریبي او د خلکو تیرایستل بس دی، باید یوازې د افغانستان په اړه فکر وشي او د یوې داسې سیاسي حل لارې په لټه کې شئ چې خلک له طالبانو خلاص کړئ.»

صدیقي ویلي د افغانستان بحران ترهغه ژور دی چې، افغان سیاستوال یې فکر کوي.

ضیاءالحق امرخېل:د خیبر قامي جرګه د پښتنو د برخلیک ټاکلو ورځ ده

جمهوري نظام کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخیل د خیبر قامي لویه جرګه د پښتنو لپاره برخلیک ټاکوونکې بللې.

هغه ویلي، که دا جرګه کامیابه شي؛ نو په کوزه پښتونخوا کې به د پښتنو نسل وژنه پای ومومي.

هغه دغه راز هیله څرګنده کړې چې په ټوله نړۍ کې د منظور پښتین غږ بدرګه شي.

تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر سیاسونو او ګوندونو له دغې جرګې ملاتړ اعلان کړی.

د طالبانو حکومت؛پاکستان کې د وروستي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې

د طالبانو حکومت په پاکستان کې د روانې نا کرارۍ په اړه اندیښنه ښودلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې :«د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی. وروستيو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار مسئلې لا پېچلې کوي.»

خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ترینګلتیا به په ټوله سیمه اغېز پرېباسي.

د یاد وزارت اعلامیه کې زیاته شوې، چې د پاکستان حکومت او اغېزناکې ادارې باید له زیاتېدونکې نا رضایتي سره معقول او ریښتونی چلند وکړي.

د پاکستان فدرالي حکومت؛د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز ولګاوه

0

د پاکستان فدرالي حکومت د پښتون ژغورنې په غورځنګ بندیز ولګاوه.

دوی ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یې د منع شويو سازمانونو په لست کې شامل کړی او په هېواد کې یې پر فعالیتونو بندیز لګولی.

یاد حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیتونه د سولې او امنیت پر ضد وه.

دوی دغه راز زیاته کړې، چې دغه غورځنګ په یو شمېر کړنو کې ښکېل دی چې د سولې او امنیت پر ضد دی او دوی د ترهګرۍ ضد قانون د ۱۱مې مادې پر بنسټ، د دغه غورځنګ د ممنوعه سازمانونو په لېست کې شامل کړی او پر فعالیتونو یې بندیز ولګوه.

دا په داسې حال کې ده چې یوولسم د اکتوبر په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د منظور پښتین په مشرۍ قامي لویه جرګه جوړوي.

ذاکر نایک:نیکټايي په اسلام کې هیڅ حرامه نه ده

0

دیني عالم ډاکټر ذاکر نایک وايي، نیکټايي په اسلام کې هیڅ حرامه نه ده.

هغه ویلي، دی هم نکټايي کوي او غواړي په دې کار سره غیر مذهبو ته د اسلام دعوت ورکړي، چې تر ډېره پکې بریالی دی.

د هغه په خبره، هیڅوک دا نه شي ثابتولی، چې نکټايي په اسلام کې حرامه ده.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو د امربالمعروف په نوي قانون کې نیکټايي حرامه بلل شوې وه.

د بیروت په جنوب کې؛اسرائیلو یو وار بیا ګڼې حملې کړې

0

د بیروت په جنوبي سیمه ضاحیه کې تېره او نن ورځ اسرائیلو ګڼ بریدونه کړي؛ خو د زیان په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په ورته مهال د لبنان ملي خبري اژانس ویلي، چې پر یاده سیمه تر دېرشو ډېر هوايي بریدونه شوي او د درنو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بریونو کې د تیلو پمپ او د طبي وسایلو یوه ډیپو هم زیانمنه شوې.

بل لورته د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې دوی د وسلو زېرمې او د حزب‌الله تاسیسات په نښه کړي دي.

د اماراتو هوایي شرکت؛سپرلیو سره د پیجرونو او بسیم مخابراتي شبکو انتقال منع کړ

0

د اماراتو هوایي شرکت په یو تازه اقدام کې سپرلیو سره دبۍ ته د پیجرونو او بسیم مخابراتي شبکو انتقال منع کړ.

یاد شرکت دغه راز منځني ختیځ ته د الوتنو لغوه کول څو ورځې نور هم ځنډولي.

له دغه شرکت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام یې منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو له کبله کړی.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د اسرائیلو له لوري لبنان کې د حزب الله ډلې پیجرونو ته چاودنې ورکړل شوې، چې تر نږدې درې زره کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

پر غزې د اسرائیلي ځواکونو تیرې؛نږدې یو نیم سل زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د تیرکال اکتوبر راهیسې د اسرائیلو په برید کې ۴۱،۸۷۰ فلسطینان وژل شوي او نږدې سل زره نور ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وایي، یاده مرګژوبله یوازې د فلسطین په غزې تړانګه رامنځته شوې ده.
د یادونې وړ ده چې اسرائيلي هوایي ځواکونه لاهم پر فلسطیني سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

جمهوري غوښتونکي ګوند؛له قامي لویې جرګې ملاتړ اعلان کړ

جمهوري غوښتونکي ګوند د پښتنو قامي لویې جرګې له جوړېدو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د دوی د دغې جرګې د سبوتاژ هر ډول هڅې په کلکو ټکو غندي.

یاد ګوند په یوه خبرپاڼه کې پر ټول افغان ملت غږ کړی، چې د دغه جرګې په خوا کې ودریږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان له کلونو راهیسې افغان د افغان په لاس وواژه او پښتانه یې په عربو، چچنایانو، ازبکستانیو، تاجکو او ګڼو نورو ترهګرو وېرول، د پښتنو پر کانونو یې خېټه اچولې، د دوی سرچینې یې ورڅخه اخیستي او د یوې زبېښونکې جګړې پر دوام یې خپل سیمه‌ییز اهداف تر لاسه کړي.

د یادونې ده چې ټي ټي پي هم له دغې جرګې خپل ملاتړ اعلان کړی.

یاده جرګه د اکتوبر ۱۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په مشرۍ جوړېږي.

د باوري سرچینو له راپورونو سره ـ سره؛اسرائیل پر ایران تر اوسه هیڅ برید ونه کړ

0

د یو شمېر باوري رسنیو له راپورونو سره سره، اسرائیل تر اوسه پر ایران برید نه دی کړی.

رسنیو تېر ماښام راپور ورکړی و، چې ښايي په څو ساعتونو کې اسرائیل پر ایران برید وکړي؛ خو تر اوسه د دغه برید کوم څرک نه لیدل کېږي.

بل لورته ایران هم په یو شمېر سیمو کې پوځي تمرینات پیل کړي او دغه راز یې خپل سمندري ځواک ته د تیارسئ امر کړی.

د یادونې ده چې اسرائیل پر ایران د احتمالي برید ګواښ کړی؛ خو ایران یې په ځواب کې ویلي، چې که هرچا پرې برید وکړ؛ نو توند ځواب به ورکړي.