پنجشنبه, جون 25, 2026
Home Blog Page 785

زیلنسکي روسیې ته:که مذاکره کول غواړئ؛ نو خلک د بالسټیک په توغندیو مه په نښه کوئ

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي روسیې ته خبرداري کې ویلي، که مذاکره کول غواړئ؛ نو خلک د بالسټیک په توغندیو مه په نښه کوئ.

نوموړي ویلي، چې تېره اوونۍ روسیې له ۱۰۵۰ څخه زیات بریدکوونکي ډرونونه، نږدې ۱۳۰۰ بمونه، او له ۲۰ ډېر توغندي پر اوکراین ویشتي دي.

زیلنسکي دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې روسیې د اوکراین پر ضد هوايي بریدونه زیات کړي دي.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ زیلنسکي واشنګټن ته د سفر پر مهال، له دونالډ ټرمپ او د هغه له مرستیال جی‌ډي وینس سره وکتل، چې دا لیدنه په سپينه ماڼۍ کې د بې‌ساري لفظي شخړې لامل هم شوه.

جنوبي پنجاب؛ټي‌ټي‌پي وسله والو پنځه امنیتي کسان وژلي

ټي‌ټي‌پي وسله والو د جنوبي پنجاب په د دېره غازي خان ولسوالۍ په تونسي کې د پولیسو او رینجر ځواکونو پر موټریز کاروان برید کړی.

راپورونه وایي په دغه برید کې پنځه امنیتي کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

ټولنیزو رسنیو کې د یاد برید ویډیو هم لاس په لاس کېږي.

ایران؛د زاهدان په مرکزي زندان کې دوه افغانان اعدام کړي

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې ایران د زاهدان په مرکزي زندان کې ۷ کسان اعدام کړي، چې پکې دوه افغانان هم شامل دي.

دغه اعدام شوي افغانان د نشه‌یي توکو د قاچاق پر تور اعدام شوي دي.

یاد سازمان د دغه اعدام شويو افغانانو عمرونه ۲۸ کلن او بل ۳۰ کلن یاد کړي دي.

د یادونې ده چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې ډېری افغانان اعدام کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت؛ایران ته د جهادي مشر استاد سیاف سفر تاییدوو

ایران ته د پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف له تګ وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تایید کړه، چې نوموړی د درملنې لپاره دغه هېواد ته تللی دی.

اسماعیل بقایي ویلي، چې ایران ته د سیاف سفر کومه د تعجب وړ خبره نه ده.

ښاغلی سیاف تېره اوونۍ ایران ته په سفر تللی، خو تر اوسه پورې یې زیات جزیات نه دي څرګند شوي.

ټاس:د روسیې امنیتي ځواکونو مسکو کې داعش خراسان څانګې پورې تړلی یو تن وژلی

د روسیې امنیتي ځواکونو ویلي، چې مسکو کې یې داعش خراسان څانګې پورې تړلی یو تن وژلی.

دوی ویلي، چې یاد کس د یهودو پر یو عبادت ځای او د ښار په میترو د برید پلان درلود.

ټاس ویلي، چې یاد کس غوښتل له برید وروسته افغانستان ته وتښتي.

د هغه د هویت په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي، خو ټاس زیاتوي چې نوموړی د منځنۍ اسیا اصلي اوسېدونکی وو.

جیو نیوز:خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې یو افغان وژل شوی

جیو نیوز ویلي، چې د خیبر پښتونخوا غلام خان قلعه سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې د مجیب الرحمن منصور په نوم یو افغان وژل شوی دی.

جیو نیوز زیاتوي، چې نوموړی کس د افغانستان ملي اکاډمي د درېیم کنډک قومندان وو؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې وژل شوی کس طالب وو، که پخوانی نظامي.

تر دې وړاندې هم پاکستاني حکومت ادعا کړې، چې وسله والو سره یې جګړه کې یو شمېر افغانان وژلي دي.

برېتانیا:اوکراین کې د لنډ مهالي اوربند په اړه فرانسې سره هوکړې ته نه یو رسېدلي

د بریتانیا دفاع وزارت اعلان کړی، چې لندن او پاریس په اوکراین کې د لنډ مهالي اوربند طرحې په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي.

دې وزارت ویلي، چې برېتانیا یوه داسې طرحه وړاندې کړې چې له مخې یې اوکراین کې د هوا او اوبو له لارې جګړه یوه میاشت ودریږي.

بل لورته یوې سرچینې ویلي، چې فرانسې هم اعلان کړی، چې له برېتانیې سره اوکراین کې د لنډ مهالي اوربند په اړه کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛افغانستان کې د یوناما ماموریت غځېدو په اړه ناسته کوي

په پام کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د یوناما د ماموریت مودې د غځېدو په اړه روانه میاشت ناسته وکړي.

په دغه ناسته کې به د یوناما کړنې او اغېز و ارزول شي او تر هغې وروسته به یې د ماموریت مودې غځېدو په اړه پرېکړه وشي.

دا ناسته داسې مهال جوړیږي، چې ټاکل شوې د مارچ په اوولسمه افغانستان کې د یوناما ماموریت پای ته ورسېږي.

د تورخم نښته؛د یو پاکستاني پولیس په ګډون پکې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې تورخم کې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ نښته کې یو ملکي کس وژل شوی، یو پاکستانی پولیس او یو بل ملکي کس ټپيان شوي دي.

تر اوسه د دغې نښتې علت معلوم نه دی، خو تر دې وړاندې هلته د تاسیساتو د جوړېدو پر سر نښتې شوې وې.

د یادونې ده چې تر اوسه رسمي لوریو په دې اړه څه نه دي ویلي.

زیلنسکي:باور لرم، چې له ټرمپ سره به مې اړیکې بېرته دوام پیدا کړي

د اوکراین ولسمشر وايي، چمتو نه دی، چې روسیې ته خپله ځمکه ورکړي.

هغه ویلي، لاهم امریکا سره د کاني زېرمو په تړاو قرارداد ته چمتو دی او تېره ورځ یې اروپايي ټولنې هم امریکا ته د اوکراین د سولې طرحې مسودې لېږل یو کليدي اړخ بللی وو.

زیلنسکي زیاتوي، باور لري، چې له ټرمپ سره به یې اړیکې بېرته دوام پیدا کوي.

د یادونې ده، چې ټرمپ زیلنسکي ته ویلي وو، چې تر اوسه د سولې لپاره چمتو نه یې او امریکا بیا د اوکراین لپاره داسې رهبر ته اړتیا نه لري.