سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 773

فتح الله ګولن څوک دی؟

0

د ترکیې مخالف سیاستوال او مذهبي مشر فتح الله ګولن په ۱۹۴۱ کال ترکیه کې زیږېدلی او د ۸۳ کالو په عمر په امریکا کې ومړ.
نوموړی په ۱۹۹۹ کال امریکا ته ولاړ، هلته د پنسلوانیا ایالت د بوکونو په غرنۍ سیمه کې د ژوند تر پایه اوسیده.

ګولن کلونه، کلونه د سیاسي فعالیت څخه لیرې په اختیاري تبعید کې ژوند کاوه، او له رسنیو سره یې کمې مرکې کولې.

فتح الله ګولن د ترکېې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردغان له نږدې ملګرو څخه وو، خو د نوموړي فعالیتونه دواړه ملګري یو له بل څخه لیرې کړل.

ولسمشر اردوغان له ۲۰۰۳ کال راهیسې د خپلې واکمنۍ په لومړیو کلونو کې د ګولن له ملاتړه برخمن و، خو له هغه وروسته یو د بل سره په سیاسي مخالفینو واوښتل.

ګولن د ”خدمت” په نامه یو بنسټ جوړ کړ، چې د خبري رسنیو، ژورنالیزم او په افریقايي او اسیايي هېوادونو کې د ښوونځیو جوړولو کې فعالیت کوي، دوی د ترکیې ټولنه او واکمنه اداره کې هم خپل نفوذ ډېر کړی دی.

د ترکیې حکومت پر ګولن تور لګوي چې د ناکامې کودتا تر شا یې لاس و او همدی یې اصلي طراح بللی وو، خو په خپله ګولن دا تورونه کړي وو او ویلې وو چې له کودتا سره هېڅ تړاو نه لري.

ټي‌ټي‌پي:زموږ موخه د پاکستان پوځ دی او د قامي لښکر په غړو برید نه کوو

0

ټي ټي پي په لکي مروت کې د پاکستاني طالبانو د یوه غړي له وژنې وروسته په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې د دوې موخه د پاکستان پوځ دی او د قامي لښکر په غړو برید نه کوي.

تحریک طالبان پاکستان وایي، چې زموږ هدف یوازې امنیتي ارګانونه او د هغوی معاونین دي.

دوی د خیبر پولیسو ته خبرداری ورکړی چې تاسو په دې جګړه کې دخالت مه کوئ.

ټي‌ټي‌پي دغه راز په دې اعلامیه کې د خیبر پولیسو ته ویلي، چې تاسو زموږ اصلي هدف نه یئ او خپلو کسانو ته یې لارښوونه کړې چې تر هغې د خیبر پولیس مه په نښه کوئ، تر څو چې دوی زموږ او د پاکستاني ریاست ترمنځ خنډ نه وي جوړ شوي.

زېلېنسکي:د نړۍ هېوادونه دې د شمالي کوریا د لاسوهنې پر وړاندې سخت غبرګون وښیي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، د شمالي کوریا پر وړاندې باید سخت غبرګون وښودل شي.

زېلېنسکي ویلي، د نړۍ هېوادونه باید د کییف او مسکو ترمنځ جګړه کې د شمالي کوریا د لاسوهنې پر وړاندې سخت غبرګون وښيي.

رویټرز خبري اژانس وایي، چې زېلېنسکي تېره شپه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې شمالي کوریا نه یوازې دا چې روسیې ته وسلې لېږي، بلکې سرتېري هم ور لېږي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ جنوبي کوریا ادعا کړې چې، شمالي کوریا، روسیې ته ځانګړي ځواکونه استولي او لا هم دغه چاره دوام لري.

د جنوبي کوریا د ملي استخباراتو ادارې، NIS په یوه بیان کې ويلي وو چې، د اکتوبر له ۸ تر ۱۳مې نېټې یې د شمالي کوریا د پوځ خوځښتونه څارلي او داسې تصویرونه یې اخیستي، چې ښيي د دې هېواد ځانګړي ځواکونه د روسیې په ټرانسپورټي کښتۍ کې د روسیې خاورې ته لېږدول کېږي.

د جاوید مومند کورنۍ:نه پوهیږو، طالبانو هغه چیرته وړی؟

طالبانو د سیاسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد جاوید مومند په وهلو ډبولو له کوره وړی.

د نوموړي کورنۍ تایید کړې چې درې ورځې وړاندې طالبانو جاوید مومند د کورنۍ غړو تر مخه ووهلو او بیا یې له ځان سره نامعلوم ځای ته یوړ.

ښاغلي مومند څو ورځې وړاندې د ایران لخوا په افغان کډوالو پر مرګوني برید توند غبرګون ښودلی وو او په طالبانو یې نیوکه کړې وه چې نوم یې رسنیو کې د سیاسي بحثونو له لیسته ویستلی دی.

د طالبانو حکومت:له کابل او یو شمېر نورو ولایتونو مو ۶۲ زره سوالګر را ټول کړي

د طالبانو حکومت وايي، له کابل او نهو نورو ولایتونو یې تر ۶۲زرو ډېر سوالګر راټول کړي دي.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر ویلي چې دغه سوالګر له کابل، لغمان، سمنګان، ننګرهار، هرات، خوست، پروان، پکتیا، نیمروز او فاریاب ولایتونو څخه راټول شوي دي.

یاد دفتر زیاتوي، له دې ډلې ۲۷۷۱۵ یې مستحق سوالګر او پاتې نور یې مسلکي سوالګر، یتیمان او په نشه‌يي توکو روږدي دي.

طالبانو داسې وخت د لسګونو زرو سوالګرو د راټولولو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو د راپورونو په اساس دمګړی ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اسراییل؛په ایران باندې د ډېر مهم برید چمتووالی نیسي

0

په منځني ختیځ کې د تاو تریخوالي په دوام کې، د اسراییل ۱۱ ټلویزیوني چینل د دې هیواد د یوه چارواکي په حواله خبر ورکړی چې اسراییل په ایران باندې د “ډیر مهم” برید لپاره چمتووالی نیسي.

دغه چارواکي یاد ټلویزیون ته ویلي: “اسرائیل لا دمخه په دې پوهیدلي چې ایران نشي کولی د دې برید په وړاندې غبرګون وښيي، نو په دې برخه کې اسراییل ځانګړي چمتووالی لري.”

په ورته وخت کې بیا د امریکا د استازیو جرګې مشر مایکل جانسن وايي، متحده ایالتونه ژر پر ایران د اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو د اسنادو د افشاګرۍ په تړاو څېړنې پيلوي.

د “سي‌این‌این” د راپور پر اساس، دا اسناد ډېر محرمانه دي او هغه نښانونه پرې دي چې یواځې یې امریکا او د فایف آیز ډلې غړي اسټرالیا، کاناډا، نیوزیلنډ او بریټانیا کتلی شي.

بل لورته نیویارک ټایمز هم راپور ورکړی چې امریکايي چارواکي هڅه کوي د دغو اسنادو افشا کوونکې سرچینې معلومې کړي.

کاملا هرېس:د غزې د جګړې پای ته رسېدل غواړو

0

د امریکا د ولسمشر جوبایډن مرستیاله کاملا هرېس وایي، په غزه کې د بې ګناه فلسطینیانو وژنه ورته د منلو نه ده.

کاملا هرېس ویلي،چې دوی د غزې د جګړې پای ته رسېدل غواړي.

مېرمن هرېس زیاتوي چې د همدې کړکېچونو د راکمولو لپاره د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن یوځل بیا منځني ختیځ ته ځي او هلته به د ټولو لوریو له لوړ پوړو چارواکو سره وغږېږي.

انتوني بلېنکن داسې مهال منځني ختیځ ته په سفر ځي، چې د غزې روغتیا وزارت تازه ویلي، چې په غزه کې د اسراییلي پوځیانو د عملیاتو له پيله تراوسه څه باندې ۴۲ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

حزب‌الله؛په اسرائیل د توغندیو بریدونه کړي چې لویه اورلګېدنه یې رامنځته کړې ده

0

د اسراییل پوځ ویلي چې د حزب‌الله ډلې له‌خوا شاوخوا ۱۶۰ مرمۍ په اسراییلو لګېدلي دي چې یوه لویه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې اور وژونکو پرون د دې لوی اور د مړه کولو هڅې کولې.

ددغه مرمیو او اور لګېدنې د مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اسراییل پوځ په بیروت کې ګڼ بریدونه وکړل، چې د حزب‌الله درې مهم مشران یې ووژل.

حلیم فدایي:طالبان هېڅکله نه غواړي چې د ولس سر خلاص وي او سر ناخلاصې سرونه د دوی هدف دی

تېر جمهوري حکومت کې د پکتیا والي محمد‌حلیم‌فدایي وایي، چې طالبانو د منظور پښتین د سرو خولیو پر خلاف کمپاین ځکه پیل کړی دی چې پښتون تحفظ تحریک (PTM) د ولس سرونه ور خلاصوي.

ښاغلي فدایي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې سرې خولۍ د سرخلاصو ملتپالو ځوانانو سمبول دی، چې د دوی د آزادۍ او حقونو لپاره مبارزه کوي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان هیڅکله نه غواړي چې د ولس سر خلاص وي او په خبره یې سرناخلاصې سرونه د طالبانو لپاره اسانه هدفونه وي.

هغه دغه راز ویلي:”برعکس، طالبان ځکه د ولس پرمخ ښوونځي تړلي، ترڅو همداسې سر ناخلاصې پاتې شي. د تعلیمي فرصتونو محدودول د دوی د کنټرول یوه ستراتیژي ده، چې د ځوانانو د فکر کولو او د خپل حقونو د غوښتنې مخه نیسي. کله چې خلک زده کړه ونه کړي، نو د دوی د پوهاوي غوښتنه کمزورېږي. دوی بیا وېده وي.“

فدایي همدا راز ویلي، چې منظور پښتین ولس وېښوي او کله چې ولس وېښ او پوهه شي، هغه بیا دوست او دوښمن پېژنې او بیا د خلکو شعار نه، شعور ته ګوري.

مجاهد:د بلوچستان څخه رهبري شوي داعشیان مو په غور کې ووژل

د طالبانو د حکومت ویاند ‏ذبیح الله مجاهد وایي، چې طالب سرتېرو د داعش ډلې يو ګروپ له منځه وړی دی.

ښاغلي مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې نن یکشنبه د غور مرکز اړوند مارکو سيمه کې د داعش په یو پټنځای عمليات وشول، چې په نتيجه کې د دوی مشر او يو بل مهم کس ووژل شول.

هغه ویلي چې له دغه کسانو څخه يوه اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

مجاهد ویلي، چې دا ګروپ هم په بلوچستان کې د داعش له مرکزونو څخه مستقیما رهبري کیده.

نوموړي دغه راز زیاته کړې:”دا هغه ګروپ وو چې د تيرې ربيع الاول مياشتې په نهمه یې د غور په مرکز کې په ملکي اهل تشيع هيوادوالو بريد کړی وو او تر شلو پورې هيوادوالو ته یې تلفات اړولې وو.“

هغه همدا راز ویلي، چې دوی خپل ټول بريدونه په بلوچستان کې د داعش د خراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه ترسره کول او په خبره یې د دوی يو شمير نور ملګري هم بلوچستان ته د تيښتې په حال کې په لاره نيول شوي دي.