سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 774

له کلمو سره نڅا

0

نزار قباني، “زما او د شعر کیسه”
ژباړونکې: نظیفه دفتاڼۍ
زه د شعر د تفسیر لپاره ځانګړې تیوري نه لرم. که مې داسې تیوري درلودای، شاعر به نه وای. کله چې موږ پام یو څه ته کوو، د کار ترسره کېدل ځنډیږي. لکه کله چې یو نڅاګر خپلو ګامونو ته وګوري، له نڅا پاتې کېږي. 
شعر یوه نڅا ده او د هغه په اړه خبرې کول، یعنې څنګه د ګامونو پام کول. زه په ښکاره وایم چې غواړم نڅا وکړم او هېڅ پروا نه لرم چې خپل ګامونه وشمېرمه، ځکه کله چې د هغه په اړه فکر کوم چې څه کوم، خپل توازن له لاسه ورکوم. شعر د کلمو سره نڅا ده. یوه نڅا چې د ټول بدن، ټول ارادي او غیر ارادي احساساتو، د ښکاره او پټو برخو، او ټولو ممکنو او ناممکنو هیلو سره ترسره کېږي. 
هغه کسان چې نثر لیکي، له کومې ستونزې سره نه مخ کېږي. دوی په طبیعي ډول قدم وهي او قلم په حساب‌شوی او منطقي توګه حرکت کوي. دوی په پیاده‌رو کې ګامونه اخلي، مګر شاعران یوه وحشي نڅا کوي.
زه شعر لیکم خو نه پوهېږم څنګه؟ لکه څنګه چې یو کب نه پوهېږي څنګه لامبي، یا یوه مرغۍ  نه پوهېږي څنګه الوزي. تر هغه وخته چې شعر په شاعر کې وي، لکه یو ځلاند نیزه داسې دی. دا ستونزمنه ده چې د نیزې ریښتیني اندازه او د هغې ژوروالی معلوم کړو، ځکه چې غوښه او نیزه سره یو شوي دي. د شاعر لپاره دا ستونزمنه ده چې په اړه یې غور وکړي چې په هغه څه کې دننه څه پېښېږي. دا کار داسې ستونزمن دی لکه څنګه چې یوه ګل هڅه وکړي خپل عطر بوی کړي، یا خوله هڅه وکړي ځانته مچکه ورکړي. له همدې امله زه د هغه زلزلې په اړه، چې زما د پوست لاندې جریان لري، هېڅ تیوري نه لرم چې له کوم ځای څخه راځي او چیرې ځي. زه دې زلزلې ته د تسلیمۍ او بې‌حسۍ په حالت کې مخامخ کېږم او له خپلې خاورې او کنډوالې څخه راپورته کېږم، خو نه پوهېږم چې څه پېښ شوي دي! 
شعر یوه ناڅاپي حمله ده چې زموږ په وجود کې لویه تشه رامنځته کوي، او له دې وړاندې چې موږ وکولای شو هغه ونیسو، هغه تښتي. 
دا زما لومړنۍ نظریه ده چې د شعر په اړه لرم او دا زما ځانګړې نظریه ده. د نورو تجربې کېدای شي له ما سره په بشپړه توګه توپیر ولري. له همدې امله وایم چې په شعر کې ځانګړې تیوري نشته. هر شاعر خپله ځانګړې تیوري لري. 

خو شعر چیرې ژوند کوي؟
هر کله مې چې هڅه کړې هغه تعقیب کړم ترڅو معلومه کړم چې چیرته اوسیږي، له ما څخه تښتیدلی دی. درې لسیزې کېږي چې زه هڅه کوم چې هغه په ناڅاپي توګه پیدا کړم، خو هر ځل هغه خپله د غیب کلاه په سر کړي او لکه یو پاک روح په هوا کې ورک شي. له دې ټولو کلونو وروسته مې وموندله چې شعر یوه افسانوي ځناور دی چې خلکو په خپلو سترګو نه دي لیدلي، خو د هغه نښې په ځمکه او په کتابونو کې لیدل شوې دي. هغه کسان چې په اړه یې څه لیکلي، پوهېدلي دی چې دوی یو افسانوي موجود تعقیبوي، چې کله هم نه نیول کېږي او نه بریالی کېږي. 
شاعر شعر وايي، خو هغه د شعر د کیمیا تر ټولو بد مفسر دی. هغه په خپلو کتابونو کې مري، خو د خپل شعري مرګ وضاحت نه شي ورکولی. که له شکسپیر وغواړو چې د هملټ د تخلیق څرنګوالی راته وښيي، هغه به ناکام شي. که له بتهوون څخه د نهمې، پنځمې یا درېیمې سمفوني د زېږېدو په اړه پوښتنه وکړو، یا که له روبنس، ماتیس، وان ګوګ یا ګویا د رنګونو او سیورو د ترکیب په اړه وپوښتو، دوی به حیران یو بل ته وګوري. په شعر کې ستونزه لا زیاته ده، ځکه شاعر حتی په هغه وخت کې هم چې شعر لیکي، نه شي کولای تاسو ته ووايي چې دا څنګه کوي، او کله چې کار پای ته رسوي، کېدای شي هغه هېر کړي چې څنګه یې شعر ویلی دی. 
دا مقدمه ممکن له حقیقت او خیال څخه ډېره لیرې وي، خو د شعر حقیقت چیرې دی؟ د هغه بڼه څه ده؟ او چیرته اوسیږي؟ دا څنګه ممکنه ده چې زه د شعر په اړه یوه علمي تفسیر ولرم، په داسې حال کې چې زه پخپله د هغه موضوع یم؟ یا څنګه زه کولای شم د خپل ټپ اندازه تاسو ته ووایم، په داسې حال کې چې زه خپله ټپ یم؟

غزه کې؛د اسرائیلو په برید ۸۷ تنه وژل شوي

0

د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د غزې په شمال کې د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې ۸۷ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، چې دا برید تېره شپه د غزې په شمال کې د بیت لاهیا په سیمه کې شوی دی.

د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د دې پېښې په اړه څېړنې کوي.

د راپورونو له مخې دا برید په وروستیو میاشتو کې په غزه کې تر ټولو زیات تلفات لري.

په ورته وخت کې د لبنان پر پلازمېنه بیروت کې د اسراییل هوايي او توغندويي بریدونو نن هم دوام وکړ.

د اسراییل پوځ اعلان کړی چې د یک‌شنبې په ورځ یې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزب‌الله د استخباراتو پر یوه مرکز او د وسلو د تولید په یوه تر ځمکې لاندې ورکشاپ برید کړی دی چې د حزب‌الله درې لوړ پوړي چارواکي یې وژلي.

منظور پښتین:د قامي جرګې نه وروسته په پي‌ټي‌ایم د پاکستان ظلم تر حد زیات شوی

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چې ‏د قامي جرګې نه وروسته په پي ټي ایم باندې د پاکستاني ریاست زور او ظلم تر حد زیات شوی او لا هم دوام لري.

منظور پښتین په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې ۱۰۰۰ نه زیات ملګري یې زندانونو کې دي او تر نن ورځې پورې د پښتنو نېونې کېږي.

هغه ویلي،:”د ظالمي ریاستي ادارو له خوا په زرګونو د تحریک ملګري د سخت دریځ ترهګر په لیسټ کې په شیډول فور کې ولیکل شول، دا لیسټ هره ورځ په زیاتیدو دی او د ټولو خلاف کاروائې روانې دي.“

نوموړي زیاته کړې، چې مونږ ان د جرګې له پیل کیدو هم وړاندې د هر څه په فکر کې وو او د دې خلاف تکړه عمل ته تیار وو؛ خو د جرګې شریک غږ وو چې تاسو لږ صبر وکړئ، زمونږ سره یو ځای لاړ شئ او د دې خلاف به مونږ ټول درسره یو.

ښاغلي پښتین هیله څرګنده کړې چې د تحریک سره د روان ظلم پر خلاف ټول په شریکه غږ او عمل وکړي.

پښتین دغه راز ویلي، چې د پاکستان ریاست هر څومره ظلم هم وکړي؛ خو بیا به هم د دوی د ظلم او جبر پر خلاف به د دوی مبارزه دوام لري.

د اسراییل پوځ؛لبنان کې د حزب‌الله د استخباراتو په یوه مرکز برید کړی

0

د اسراییل پوځ په لبنان کې د حزب‌الله د استخباراتو پر یوه مرکز او په پلازمېنه بیروت کې د وسلو د تولید پر یوه ځمکني ورکشاپ برید کړی دی.

د اسراییل پوځ ویلي چې، د دوی جنګي الوتکو د حزب‌الله درې قوماندانان وژلي دي، چې په‌‌کې عباس سلیمه د دې ډلې د جنوبي قوماندانۍ یو جګپوړی غړی، رضا عباس عواضه د اړیکو ماهر، او احمد علي حسین چې د دې ډلې د ستراتیژیکو وسلو د پراختیا مسوول و، وژل شوي.

حزب‌الله تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د پاکستان ”تور پلان“ او د منظور پښتین تدبیر!

0

لیکوال: احمد شاه ساحل
منظور پښتین د قامي جرګې په دې پرېکړي سره چي د پوځ ترڅنګ به ټي ټي پي هم له پښتونخوا وځي، د پاکستان ”تور پلان“ شنډ کړ/کوي. د دې پلان لمخي پاکستان غوښتل چي د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته، پښتونخوا ټي ټي پي ته پرېږدي/وسپاري، ترڅو د پښتنو په خاوره کې یو نوی بحران رامنځ ته کړي. خو منظور پښتین د خپلي هوښیارۍ او جرئت له برکته، او د قامي جرګې له ادرسه پر دې ټينګار وکړ چي د پوځ ترڅنګ به ټي ټي پي هم له پښتونخوا وځي. د دې پريکړي تطبیق به نه یوازي د پاکستان شومي موخي ناکامه کړي، بلکي پښتنو ته به د خپل برخلیک د ټاکلو یوه نوې لاره پرانېزي.

تور پلان څه دی؟
دا پلان دوه پړاوونه لري. په لومړۍ پړاو کي یې تر ډېره یوازي د پاکستان موخي پرتې دي او په دوهم هغه کي د امریکا متحده ایالاتو. د پاکستان موخي د پښتني سیمو لوټ، له نړۍ څخه د ترهګرۍ د یو قرباني په توګه د ډالرو ترلاسه کول او تر ټولو خطرناکه هغه یې د پښتنو ترمنځ د ملتپاله او نویو رابیداره سویو فکرونو وهل او سرکوب کول دي. په دوهم پړاو کي بیا د امریکا هدف پروت دی چي ”د نړیوالي ترهګرۍ ضد مرکز“ په نوم په وزیرستان کي د یوې نظامي اډې جوړول دي.

په لومړي پړاو کي ممکن د پاکستان پوځ د ټي ټي پي سره په جګړه کي د ماتې یو تمثل وکړي او ډېر ژر بیرته راوګرځي. دوی به سیمه په بشپړه توګه ټي ټي ټي او ملګرو ډلو ته یې پرېږدي. دا هغه پړاو دی چي پر قبایلي او ځينو نورو سیمو به د لنډ مهال لپاره د ”اسلامي نظام“ تر نامه لاندي یو حکومت اعلانیږي، او په ډيري تیزۍ سره به په یادو سیمو کي، په یو شمېر پلان سویو کړنو لاس پوري کوي، چي یوه یې د ملتپالني د هغو بوټو کښل دي چي په تېرو څو کلونو کي تازه په دې سیمه کي را زرغونه سوي دي. د پاکستان له موخو یوه همدا ده. دا به په حقیقت کي پر پښتونخوا او په ځانګړې توګه قبایلي سیمو باندي یو تیاره پېر وي چي تیریږي، او اغېرې به یې تر ډېره پاتي وي.
د همدې لپاره د تېر ۲۰۲۳ کال د جنوري پر لومړۍ نېټه، ټي ټي پي خپل نوي حکومتي تشکیلات چي له ولسوالانو او ریسانو نیولې بیا تر والیانو او حتا د وزیرانو تر کچي پوري ټول اداري پوستونه پکښي شامل وه، جوړ او اعلان کړ. دا ساده خبره نه ده.

تر دې وروسته به په دوهم پړاو کي د امریکا په مستقیم ملاتړ د پاکستان پوځ د قبایلي سیمو څخه د ”دهشتګردو“ د شړلو اصلي عملیات پیلوي، او هغوی به شړي او لمنځه وړي، خو ځای به یي ”د نړیوالي ترهګرۍ ضد مرکز“ په نوم د امریکا یوې نظامي اډې ته پرېږدي.

خو منظور پښتین د قامي جرګې له ادرس څخه چي د ټولو پښتنو نماینده ګي کوي، ددې پلانونو پر وړاندي ودرېد او هڅه کوي چي پر پښتون وطن د دا ډول تورو پلانونو او اوږد مهاله بربادیو مخنیوی وکړي. ځيني پښتانه د منظور او جرګې دې پريکړي چي د پوځ ترڅنګ به ټي ټي پي هم وځي، حیران کړي. اصلاً دوی فکر کوي چي پوځ ووځي، نو ټي ټي پي به وسله پر ځمکه کښېږدي، یا به د پښتنو ملتپالانو سره یوځای مخته ځي. خو دا انګېرنه ناسمه ده. ټي ټي پي نه یوازي دا چي وسله پر ځمکه نه ږدي، بلکي د خپلي افراطي ایډیالوژۍ په رڼا کي غواړي په پښتونخوا کي خپل حکومت اعلان کړي. دوی هیڅکله د ملتپالو سره یو ځای نه سي کېدای، ځکه چي د هغوی نظریې او اهداف بشپړ توپیر لري. که پاکستانی پوځ ووځي او ټي ټي پي پاتې سي، نو په اتومات ډول به د د دوی او ملتپالانو ترمنځ ایډیالوژیکه جګړه پيل سي او پښتانه به له یوې بلي اوږدمهاله بربادۍ سره مخ سي.

لهذا، منظور پښتین او قامي جرګه هڅه کوي چي د دا ډول خطرناکي غمیزي مخه ونیسي او پښتانه له داسي وضعیت څخه وژغوري چي د یوې بلي د تباهۍ لامل ګرځي.
اما، که پښتانه مشران په دې اړه بې تفاوته پاته سي، او د منظور پښتین او په ټوله کي د قامي جرګې د پرېکړو په تطببق کي ناغیړي وکړي، نو هغه ورځ لیري نه ده چي د ”نور ولي محسود“ له لوري به ورته د عمومي عفوي د اعلان ترڅنګ وویل سي چي نور له هر ډول سیاسي فعالیتونو څخه ډډه وکړئ، پر خپلو کورونو کښېنئ او ”له امن څخه خوند واخلئ.“

یو وضاحت باید وسي. له پښتونخوا څخه د ټي ټي پي د وتلو مانا دا ده چي د پوځ تر وتلو وروسته به دوی سمدستي خپلي وسلې پر ځمکه ایږدي او عادي ژوند به پيلوي. که دا کار یې ونه کړ، باید پر وړاندي یې له هر ډول مقاومت څخه کار واخیستل سي. ځيني دې خبري هم ګنګس کړي چي ټي ټي پي به چیرته وځي، هغوی خو ددې وطن دي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

غزني کې؛د لاسي بم په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي

غزني کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د غزني د طالبانو امنيه قوماندانۍ نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه ماشومان تېره ورځ د قره باغ ولسوالۍ په مهرودر کلي کې د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

دوی ویلي، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ياد ماشومان په خپل فارم کې په کار بوخت وو.

د یادونې ده چې له تېرو جګړو څخه پاتې ناچاودي توکي او ماینونه هر وخت په هېواد کې خلک په ځانګړې توګه ماشومان وژني.

ایټالیا؛د خپل هېواد د محکمې په امر ۱۲ تنه کډوال بیرته له البانیا راستانه کړل

0

ایټالیا درې ورځې وروسته له‌دې چې یوشمېر پناه غوښتونکي یې له اروپايي اتحادیې د باندې، البانیا ته واستول، د خپل هېواد د محکمې په امر ۱۲ تنه بېرته راوګرځول.

رویټرز خبري اژانس تېره ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې په روم کې د محکمې د حکم پر اساس، دا پناه غوښتونکي د دې لپاره بېرته را وګرځول شول چې، د دوی اصلي هېوادونه یعني مصر او بنګله‌دېش د هغوی لپاره خوندي هېوادونه نه وو.

یاد هېواد ویلي، چې ښایي د هغوی په منځ کې د یوشمېر کسانو غوښتنلیکونه رد شوي او له البانیا څخه خپلو اصلي هېوادونو ته استول شوي وای.

خامنه‌یي:د یحیی سنوار له لاسه ورکول له درده ډکه پېښه وه

0

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي په یوه بیان کې د حماس او حزب الله ستاینه کړې ده.

خامنه‌یي ویلي، چې د سنوار له لاسه ورکول د مقاومت لپاره له درده ډکه پېښه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې حماس د مشرانو له شهادت سره بیا هم له پرمختګ لاس نه دی اخیستی.

د یادونې ده چې یحیی سنوار پر اسراییل د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر د اوومې نېټې د برید طراح و چې دا حمله د غزې په تړانګه کې د جګړې سبب شوه.

هېره دې نه وي چې اسراییلي ځواکونو د اکټوبر په ۱۶مه په غزه کې یحیی سنوار وواژه.

لویډ اسټین:اسراییل دې بیروت کې جګړه کمه کړي

0

امریکا وایي، چې اسراییل دې په بیروت کې او د بیروت شاوخوا خپل بریدونه څه کم کړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي، چې د ملکي تلفاتو شمېر خورا لوړ دی.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د خبرو له لارې دې ته زمینه برابره شي چې په دواړو لوریو کې ملکیان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیل د یرغل له کبله تر اوسه ۴۲ زره او ۵۱۹ تنه وژل شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې تر اوسه نږدې سل زره کسان ټپیان شوي، چې د جګړې قربانیان تر ډېر ماشومان او ښځې دي.

ایران:که ملګري ملتونه د کډوالو برخه کې بودجه ور زیاته نه کړي؛ نو دوی به خپل سیاست تغیر کړي

0

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو رییس ویلي، که ملګري ملتونه د کډوالو په برخه کې بودجه ور زیاته نه کړي؛ نو دوی به په دې برخه کې خپل سیاست ته تغیر ورکړي.

نادر یار احمدي په جینوا کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له کمېشنر فلیپو ګراندي سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی ته ورکړل شوې بودجه له ا ړتیا زیاته کمه ده.

دوی دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې اوس مهال یې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ تر ټولو ډېره تنګه کړې ده.

څو ورځې وړاندې یې هم د ایران په سراوان سیمه کې ۲۶۰ افغان کډوال وژلي وو.