سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 772

اسراییلو؛د غزې تړانګې شمال کې ګڼ بریدونه کړي

0

اسراییلو د غزې تړانګې په شمال کې د بریدونو په دوام کې ګڼو فلسطینانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

په غزې تړانګه کې روغتیایي چارواکو اسوشېټېډپرېس خبري اژانس ته ویلي چې د غزې په شمال کې یې د اسراییلو د دوشنبې ورځې په هوایي او ځمکنیو حملو کې له ۱۲ زیاتو وژل شویو مړي راټول کړي دي.

په غزې تړانګې کې د عامې روغتیا وزارت عاجلې څانګې ویلي، چې په وژل شویو کې ۶ تنه هغه نارینه دي چې د دوشنبې ورځې په سر کې د جبالیا ښار د بې ځایه شویو کمپ ته د څښاک اوبو د تر لاسه کولو لپاره ورغلي وو.

د یادونې ده چې اسراییلو د دوشنبې په ورځ د لبنان په سویل کې د یوه برید له امله بخښنه وغوښته، خو د غزې تړانګې په شمال کې یې بیا خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

طالبانو؛هرات کې ۳۰ بېلابېل وحشي مرغان طبعیت کې خوشي کړي

د هرات طالب چارواکي وایي، چې په طبعیت کې ۳۰ بېلابېل وحشي مرغان یې خوشې کړي دي.

دوی ویلي، چې دغه مرغان د چاپېريال ساتنې د سرغړوونکو له‌خوا د سپين ادې او د مرغانو پلورونکو له بازار څخه راټول شوي وو.

طالب چارواکو زیاته کړې، چې دوی په جدي توګه د وحشي ژوو د ښکار، انتقال، قاچاق، پېر او پلور مخه نیسي.

د یادونې ده چې افغانستان د خپلو وحشي مرغانو سربېره، د نایابه مرغانو د موسمي مهاجرت په مسیر کې هم دی چې هر کال د هند بحر څخه سایبریا ته او برعکس مهاجرت کوي.

پوتین؛د بریکس سرمشریزې په پای کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره ګوري

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د برېکس سرمشریزې په پای کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره وګوري.

د پوتین مرستیال یوري یوشاکوف ویلي، چې له انټونیو ګوترېش سره به دا لیدنه په کازان کې د سرمشریزې په څنډه کې وشي.

د برېکس سرمشریزه به نن د سه شنبې په ورځ پیل شي او تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي.

په دې سرمشریزه کې د روسیې پر ولسمشر سربېره، د برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا او یو شمېر نورو هېوادونو مشران ګډون کوي.

د اوکراین دفاع وزیر:د جګړې په ډګر کې اوکراین د امریکا بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري

0

د اوکراین د دفاع وزیر رستم عمروف ویلي، واشنګټن پر دغه هېواد د روسیې د یرغل له پیل راهیسې له کییف سره څه باندې ۶۴ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې ده.

رستم عمروف د امریکا د دفاع له وزیر لوید آسټین سره په کتنه کې ویلي، چې د جګړې په ډګر کې د اوکراین بریا د امریکا بشپړ ملاتړ ته اړتیا لري.

عمروف دغه څرګندونې کییف ته د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین د سفر پر مهال کړې دي.

لويد آسټین په دغه سفر کې اوکراين ته د ۴۰۰ ميليونو ډالرو نورې مرستې اعلان هم کړی دی.

ویل کېږي چې په دې مرستو کې د هوايي دفاع سیسټمونه، توپچي تجهیزات او نورې وسلې او د روزنې تجهیزات شامل دي.

اسماعیل بقایي:ایران هڅه کوي چې له افغانستان د ایران د اوبو حق واخلي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي وايي، دغه هېواد هڅه کوي چې د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستانه د ایران د اوبو حق واخلي.

اسماعیل بقایي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي دغه موضوع تعقیبوي.

د طالبانو حکومت هر کله ویلي چې د ۱۳۵۱ کال د تړون له مخې یې ایران ته خپله حقابه ورکړې ده.

بل لورته د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیسیون غړي فدا حسین مالکي ویلي وو چې دغه هیواد ته د هیرمند د اوبو د حقونو د ورکولو په اړه د طالبانو ادعاوې حقیقت نه لري او طالبان د سېلاب اوبه د حق ورکولو په معنا ګڼي.

ملګرو ملتونو؛د حزب‌الله پر اړونده یوه شرکت د اسراییلو برید غندلی

0

ملګرو ملتونو د لبنان د حزب‌الله پر اړوند یوه شرکت د اسراییلو بریدونه غندلي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر اعلامیه وایي، چې دغو بریدونو “بېلابېلې ښاري او د استوګنې سیمې” په نښه کړي او ملکي تاسیساتو ته یې ډېر زیان اړولی دی.

ویل کېږي، چې په دغو بریدونو کې القرض الحسن مالي ټولنې پورې تړلي تاسیسات په نښه شوي دي.

د یادونې ده چې دا مالي شرکت، چې په رسمي ډول د خیریه بنسټ په توګه ثبت شوی د ۱۹۸۰ کلونو راهیسې خپلو پېرودونکو ته د سرو زرو د ګروۍ په بدل کې له سود پرته پور ورکوي.

پي‌ ار‌ ار‌ ای:په امریکا کې هرو پنځو جمهوري غوښتونکو کې یو یې د ډونالډ ټرمپ واک ته رسېدل غواړي

0

د امریکا د عامه مذهب څېړنې انسټیټیوټ (پي ار ار ای) وایي، چې په امریکا کې په هرو پنځو جمهوري غوښتونکو کې یو یې د ټرمپ واک ته رسېدل غواړي.

یاد انسټیټوټ د یوې تازه سروې له مخې ویلي، چې د متحده ایالاتو ۱۹ سلنه جمهوري غوښتونکو ویلي، چې که ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې ماتې وخوري، نو هغه باید پایلې باطلې اعلان کړي.

ټاکل شوې، چې د امریکا ټاکنې د نومبر په پنځمه نېټه ترسره شي.

ددغه ټاکنو نوماندان ډونالډ ټرمپ او د جوبایډن مرستیاله کاملا هرېس دي.

حال‌وش:ایران په سراوان کې د وژل شویو افغان کډوالو ۱۳ جسدونه همالته ښخوي

د حال وش خبري اژانس وایي، ایران پلان لري د هغو ۱۳ افغان مهاجرینو جسدونه چې په تیرو څو ورځو کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له خوا په سراوان سیمه کې وژل شوي وو ښخ کړي.

یاد آژانس ویلي، د دغو مهاجرینو جسدونه په سراوان کې د رضایي روغتون هدیرې ته لیږدول شوي دي.

حال وش په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د ایران حکومت ښاروالۍ ته ویلي چې د دغو کډوالو جسدونه ښخ کړي.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو حکومت هم هڅه کوي چې د ۱۳ تنو مهاجرینو جسدونه لاسته راوړي او افغانستان ته یې انتقال کړي.

تر اوسه طالبانو د دغو هڅو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې حال وش خبر ورکړی و چې د ایران په سراوان سیمه کې د ایراني پوله ساتو له لوري ۲۶۰ افغان کډوال ووژل شول.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت؛د راتلونکو درې ورځو لپاره په یو شمېر ولایتونو کې د تېزو بارانونو او سیلابونو د راوتلو اټکل کړی

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکو ۳ ورځو لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو او اوبو د کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو د راوتلو ډېر اټکل د (پنج امو، شمال او کابل) سیندیزو حوزو کې شوی دی.

په دغه خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د (بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل او لوګر) سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځایونو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

د کندهار بزګرانو؛سږ کال شاوخوا ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر کړي

کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کرنې ریاست وایي د دې ولایت بزګرانو سږ کال څه باندې ۶۱ کیلو ګرامه زعفران بهر ته صادر کړي.

د یاد رباست د کرنې ویاند محمد حنیف حقمل لویلي، چې یاده اندازه زعفران متحده عربي’ اماراتو، هند، کاناډا، جرمني او ازبکستان ته صادر شوي دي.

د یادونې ده چې په جنوبي ولایتونو کې د کوکنارو د کرکیلې تر بندېدو او د بزګرانو تر اندېښنو وروسته بزګرانو د زعفرانو کښت زیات کړی دی.

هېره دې نه وي چې د افغانستان زعفران په نړۍ کې مشهور دي او څو ځله یې “د ښه خوند” جایزه هم ترلاسه کړې ده.