سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 771

جوبایډن:ډونالډ ټرمپ باید له سیاسي پلوه بندي شي

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغه هېواد ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ دیموکراسي ته ګواښ بللی.

بایډن ویلي، ټرمپ باید له سیاسي پلوه بندي شي.

هغه تور پور کړې، چې نوموړي په نیو همشییر کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر ډیموکراتانو نامناسبې نیوکې کړې دي.

د بایډن په خبره، ټرمپ غواړي د امریکا د اساسي قانون خوندیتوب له پامه وغورځوي.

د اسرائیل پوځ:هاشم صفي‌الدین درې اونۍ مخکې په بیروت کې وژل شوی

0

د اسرائیل پوځ ویلي، چې د لبنان د حزب الله د وژل شوي مشر حسن نصرالله احتمالي ځای ناستی هاشم صفی الدین لا دمخه د دغه هېواد د پوځ په یوه برید کې وژل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د اسراییلو پوځ ویلي چې هاشم صفی الدین درې اونۍ مخکې د بیروت په جنوبي ښارګوټي کې په یوه برید کې وژل شوی دی.

دا په لبنان کې د حزب الله د مشر احتمالي ځای ناستي هاشم صفي الدین د مړینې لومړنی رسمي تایید دی.

تر دې مخکې اسرایلو ویلي و، چې ښايي نوموړی د بیروت په څنډه کې د خپلو ځواکونو په بریدونو کې وژل شوی وي.

قزاقستان؛ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې

قزاقستان د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د ګازو د نل‌لیکې (ټاپي) په جوړولو کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې.

اذرنیوز خبري اژانس د قزاقستان د لومړي وزیر له قوله ویلي چې له ترکمنستان سره مذاکرات روان دي څو د دې پروژې په برخه کې د قزاقستان ممکنه ونډه وارزول شي.

د TAPI ګاز نل‌لیکه ټولټال ۱،۸۱۴ کیلومتره اوږده ده او د څلورو هېوادونو له خاورې تېرېږي: ترکمنستان – ۲۱۴ کیلومتره، افغانستان – ۷۷۴ کیلومتره، پاکستان – ۸۲۶ کیلومتره، چې بیا د هند تر پولو پورې رسېږي.

محمود صیقل:قطر، افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل کړ

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل د قطر او اندونیزیا ترمنځ د تحصیلي بورسونو د هوکړه لیک د لاسلیک په تړاو ویلي، چې دغه هوکړه لیک په داسې حال کې شوی چې ګواکي افغانستان په قطر پورې تړاو لري.

ښاغلي صیقل ویلي، چې قطر د افغانستان د اوسني وضعیت مسوول دی او همدوی افغانستان د ښځو په زندان او د ترهګرو په ځاله بدل کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې قطر طالبان بیا ځلې واک ته ورسول او اوس د افغانستان په استازیتوب له اندونیزیا سره تحصیلي هوکړه لیک لاسلیکوي.

صیقل دغه راز ویلي چې په افغانستان پورې اړوند هر ډول هوکړه لیک کې باید د د دغه هېواد د مشروع حکومت د استازي لاسلیک هم وي.

د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د قطر او د اندونیزیا ترمنځ دغه هوکړه لیک لاسلیک شوی، چې په اساس یې یو شمېر افغان محصلین به په اندونیزیا کې تحصیلي بورسیې ترلاسه کړي.

افغان کرکټ بورډ؛د بنګله دېش پر وړاندې د یو ورځینو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

0

د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېتې، د بنګله‌دېش پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

کرکټ بورډ د دې لوبو لپاره د حشمت‌الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ۱۹ لوبغاړي انتخاب کړي دي.

ټاکل شوې، چې یادې سیالۍ د روان کال د نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شي.

د لوبغاړو نوملړ کې حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، رحمن الله ګربز، اکرام عليخیل، عبدالمالک، ریاض حسن، درویش رسولي، صدیق اتل، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نائب، راشدخان، ننګیال خروټی، الله محمدغضنفر، نوراحمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، بلال سمیع، نوید ځدراڼ او فریداحمد ملک ټاکل شوي دي.

نریندرا مودي پوتین ته:هند په اوکراین کې سوله غواړي

0

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، په اوکراین کې جګړه باید په سوله‌ییزه توګه پای ته ورسېږي.

د بریکس له سرمشریزې سره هم‌مهاله نریندرا مودي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې، هند په اوکراین کې سوله غواړي.

نریندرا مودي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د روسیې په کازان کې د بریکس سازمان سرمشریزه پيل شوې ده.

د یادونې ده چې ولادیمیر پوتین به د دې غونډې په څنډه کې د ملګروملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېریش سره وګوري.

د کابل په بازارونو کې یوه افغانۍ له لس زره ایراني تومان سره تبادله کیږي

د کابل په بازارونو کې افغانۍ په بې مخینې ډول لوړه شوې ده.

د کابل په بازارونو کې نن یوه افغانۍ له لس زره ایراني تومان سره تبادله کېږي.

نن سهار د افغانۍ ارزښت ۹۷۰ زرو تومان ته رسېده؛ خو درې بجې بیا د افغانیو قیمت لس زرو تومان ته پورته شو.

د یادونې ده، چې د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې هم د افغانیو بیه لوړه شوې، چې نن یو ډالر په ۶۶.۷۲ افغانۍ تبادله کېږي.

کازان کې د بریکس سازمان ناسته؛طالبان لاهم د ګډون هېله لري

پداسې حال کې چې نن د بریکس سازمان ناستې لومړۍ ورځ ده؛ خو د طالبانو حکومت لا هم تمه لري چې دغې ناستې ته به وبلل شي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ویلي، تمه لري چې په روانې او یاهم راتلونکي ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شي.


د یادونې ده چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې له روسیې څخه په یو لیک کې غوښتی وو چې په دغه ناسته کې د ګډون بلنه ورکړي.

د کورنیو او بهرنیو رسنیو افغان خبریالانو ته د طالبانو خبرداری؛عکس اخیستل جرم دی، او سرغړونکي یې په بند محکومیږي

له بادغيس څخه یو شمیر سرچینې وایي د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رٸيس مطيع الله متقي خبريالانو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته دې کورنيو او بهرنيو رسنيو ته انځور نه اخلي.

متقي خبریالانو ته ویلي، چې کورنیو او بهرنیو رسنیو لپاره انځور اخيستل جرم ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې د لغمان او ننګرهار ولایتونو یو شمېر خبریالان وايي، د طالبانو د امر بالمعروف د سرپرست وزیر په غونډه کې خبریالانو ته د تصویر او فلم اخیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

ایران:هغه ډله مو نېولې چې افغان وګړي یې د پیسو لپاره برمته کول

د ایران حکومت ویلي، هغه ډله یې نیولې، چې په دغه هېواد کې به یې افغان وګړي د پیسو لپاره برمته کول.

ایراني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ویلي، چې د دغې ډلې مشر د هرات ولایت اوسېدونکی دی او ډله یې د وحشي پړانګانو په نوم پېژندل کېدله.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړی کس افغانستان کې د وژنو په تور بندي وو، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته له زندانه ازاد او ایران کې یې د جرمي کړنو شبکه فعاله کړې وه.

که څه هم ایراني حکومت د یادې ډلې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي؛ خو ویلي یې دي، چې دوی څه موده وړاندې له تهران څخه د یو افغان سوداګر د تښتولو هڅه هم کړې وه.