شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 765

له جزیاتو پرته؛عبدالله عبدالله له حامد کرزي سره د خپلې لیدنې خبر ورکړی

هېواد کې پاتې شویو دوو سیاسي څېرو عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي له ځنډ وروسته یو بل سره کتلي دي.

ډاکټر عبدالله عبدالله د دغې کتنې خبر خپور کړی؛ خو په اړه یې زیات جزیات نه دي ورکړي.

تر دې وړاندې هم دواړو له ځینې سیاسي څېرو او بهرنیو مېلمنو سره لیدنې کړې دي؛ خو د طالبانو حکومت د دوی پر سیاسي فعالیتونو بندیز لګولی او هېواد کې یې اوسېدل یوازې تر لیدنو محدود شوي دي.

مولوي عبدالکبیر:پر دین او اسلامي نظام هیچا سره معامله نه کوو

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، چې هیڅ شخص او یا هېواد سره به د دین او اسلامي نظام پر سر معامله ونکړي.

مولوي عبدالکبیر زیاتوي، نړیواله ټولنه باید د اسلامي نظام درنښت او د افغانستان د خپلواکي خوندیتوب ته په کتو له اوسني حکومت سره تعامل وکړي.

هغه ویلي، د دوی د حکومت سیاست جامد نه دی او غېږه یې له ټولو هېوادونو سره تعامل ته پرانېستې ده.

د طالبانو حکومت مشر؛د احتمالي کودتا د مخنیوي په هڅه کې دی

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده د احتمالي کودتا د مخنیوي په هڅه کې دی.

خبریال بلال سروري په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې پر افغانستان د بیا ځل واکمنۍ وروسته په رسنیو او غونډو کې طالبانو د ملي حاکمیت دعوه کوله؛ خو دغه دعوه او داعیه یې له لومړي سره ناقصه وه.

نوموړی لیکلي، د طالبانو مشر پر خپلو وزیرانو هم بې باوره دی او د دوی په منځ کې بې باوري تر دې حده زیاته شوې، چې د دفاع وزارت،کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست څخه یې د وسلو د ویش صلاحیت واخیست.

سروري زیاتوي، په داسې وخت کې دا ډول پرېکړې هیڅ معنی نه لري.

د مسکو ښاروال:تېره شپه مو د مسکو ښار پر فضا نږدې شل ډرون الوتکې ووېشتې

0

روسیه وايي، تېره شپه یې د مسکو پر لور ګڼ شمېر توغول شوي ډرون خنثی کړي دي.

د یاد ښار ښاروال سیرګي سوبیانین ویلي، هوايي دفاعي سیستم یې د مسکو پر بېلابېلو سیمو تر شلو ډېرې بې پیلوټکه الوتکې ویشتلې دي.

بل لورته ټاس خبري اژانس لیکلي چې د دغو بریدونو له کبله د مسکو دوو هوايي میدانونو خپلې الوتنې د لنډ وخت لپاره ځنډولې دي.

ویل کېږي چې دغه ډرون الوتکې د اوکراین له لوري ورتوغول شوې وې.

پاکستانۍ رسنۍ:پاکستاني ځواکونو یو شمېر هغه وسله وال وژلي چې د افغانستان له خاورې را اوښتل

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د شمالي وزیرستان په سپینوام سیمه کې یې له افغانستان څخه ورتلونکي شپږ مخالف وسله وال یې وژلي دي.

د ډیلي پاکستان د راپور له مخې، دا پېښه تېر ورځ رامنځته شوې، چې درې وسله‌وال پکې ټپیان شوي هم دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، یادو کسانو غوښتل چې د افغانستان له خاورې څخه د شمالي وزیرستان میرعلي سیمې ته لاړ شي، چې له پولیسو سره په نښته کې ګېر شوي او پاتې وسله وال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې ډاډ ورکړی، چې د دوی خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.

سهیل شاهین:قطر کې د بېلا بېلو هېوادونو سره لیدنه یې د رسمیت پېژندلو لپاره ده

د طالبانو حکومت د قطر دفتر مشر سهیل شاهین وايي، په دغه هېواد کې یې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره لیدنه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره ده.

هغه ویلي، د قطر دفتر د طالبانو او نورې نړۍ ترمنځ د پل دروازې حیثیت لري.

د شاهین په خبره، که دوی په رسمیت وپېژندل شي، نو له افغانستان سره به د نورو هېوادونو اقتصادي همکاري هم زیاته شي.

اسرائیلو؛د لبنان په جنوب کې ۳۳ تنه وژلي

0

د لبنان پر جنوب کې د اسرائیل په تازه بریدونو کې ۳۳ کسان وژل شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت وايي، د اسرائیل له لوري پر بعلبك-الهرمل سیمه هوايي بریدونه شوي ۲۰ کسان په کې وژل شوې.

په همدې حال کې ۱۳ تنه نور بیا د لبنان پر جنوب کې په یو بل برید کې وژل شوي دي.

دسرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو بریدونو له کبله ۱۴ کسان ټپیان دي.

د طالبانو د هوا پېژنې ادارې؛د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو اټکل کړی

د طالبانو د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت نن د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د باران د اورښت اټکل کړی دی.

د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د سالنګونو په ګډون یاد اټکل په بدخشان، پنجشېر، تخار، کندز، بلخ، نورستان، لغمان، کونړ، ننګرهار، پروان، سرپل، بامیان او سمنګان ولایتونو کې کړی دی.

د یاد وزارت د اټکل له مخې به د باران کچه په بیلابیلو سیمو کې له (۱۵ څخه تر ۳۵) ملي مترو پورې رسېږي او په سویل ختیځو، مرکزي او لویدیځو ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل هم شته چې د سرعت کچه به یې ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۷۰) کیلو مترو پورې وي.

ډونالډ ټرمپ:مایک پمپیو او نیکي هیلي ته حکومت کې برخه نه ورکوم

0

د متحده ایالاتو نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې مایک پمپیو او نیکي هیلي ته به په حکومت کې برخه نه ورکوي.

مایک پمپیو د ټرمپ د جمهوري ریاست په لومړۍ دورې کې د بهرنیو چارو وزیر او د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي آی اې مشر و او نیکي هیلي په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې وه.

هیلي او پمپیو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

رویټرز:د بلوچستان د تېرې ورځې چاودنه کې د وژل شویو پاکستاني ځواکونو خاورو ته وسپارل شول

0

رویټرز راپور ورکړی، چې د بلوچستان د تېرې ورځې په چاودنه کې د وژل شویو پاکستاني پوځيانو جسدونه خاورو ته وسپارل شول.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو پوځيانو د جنازې مراسمو کې د دغه هېواد پوځ مشر عاصم منیر، د بلوچستان والي او وزیر اعلی په ګډون ګڼو لوړپوړو سیمه ییزو چارواکو ګډون کړی و.

سرچینې د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله ویلي، د دغه چاودنې موخه د پاکستان پوځ غړي وو.

تر دې وړاندې د پاکستان حکومت ویلي وو، چې په دغه برید کې عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.