شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 766

ملاله یوسفزۍ:نړیوال دې د افغان ښځو د حقونو لپاره د دوی ترڅنګ ودرېږي

د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ ویلي، نړیوال باید د افغان ښځو د حقونو لپاره د هغوی ترڅنګ ودرېږي.

هغې له سکای نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې له نړیوالو قوانینو سره یې افغانستان کې د ښځو د حقونو د سیستماتیک خوندیتوب لپاره هڅې پیل کړې دي.

نوموړې ویلي، داسې رهبرانو ته اړتیا ده چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو لپاره هڅه وکړي.

ملالې تر دې وړاندې هم په ملګرو ملتونو او ګڼو بنسټونو غږ کړی، چې د افغان نجونو د حقونو لپاره ودریږي.

افغان کرېکټ لوبډلې؛په دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې له بنګله دېش لوبډلې ماتې وخوړه

0

د بنګله دېش کرېکټ ملي لوبډلې په دوهمه یو ورځنۍ سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه.

ددغې لوبې ټاس د بنګله دېش لوبډلې وګټه او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره یې افغان لوبډلې ته د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې ټاکل شوی هدف پوره نشو کړای او د لوبې په ۴۳.۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۸۴ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

احسان الله احسان:جګړه باید دومره شدیده کړو چې د پاکستان خلک خپل حکومت ته چیغې ووهې، چې بلوچستان کې جګړه ودروئ

0

د پاکستاني طالبانو پخواني ویاند احسان الله احسان ویلي، جګړه په شرافتمندانه ډول نه ګټل کېږي او دوی باید دا ډول جګړه وکړي، چې په لاهور، پنډۍ اسلام اباد او نورو لویو ښارونو کې خلک راووځي او د پاکستان له حکومت وغواړي چې په بلوچستان کې جګړه بس کړي.

هغه په خپلو خبرو کې یو وار بیا په جګړه ټینګار کړی.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نن هم بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو د ځانمرګي برید له کبله ۷۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

جلال امرخېل طالبانو ته:له موقع ګټه واخلئ، د حماس دفتر کابل ته انتقال کړئ

د سیاسي چارو شنونکي جلال امرخېل ویلي، د طالبانو له مشرانو هیله کوي، چې د حماس دفتر کابل ته ور وغواړي.

هغه په قطر کې د حماس دفتر تړل کېدو ته په اشارې لیکلي، اړتیا ده چې طالبان له دې موقع ګټه واخلي او د حماس سیاسي دفتر کابل ته انتقال کړي.

هغه له طالبانو هیله کړې، چې دده پیغام لوړ پوړو طالب چارواکو ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن یو شمېر بهرنیو رسنیو په خپلو راپورونو کې وویل، چې راتلونکو لسو ورځو کې قطر په خپل کور کې د حماس دفتر تړي.

مولوي عبدالکبیر؛د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې سره کتلي

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې وی رونیکا بوسویک پوهار او مل پلاوي سره په کتنه کې له افغانستان سره د یادې ټولنې مرستې مهمې بللې دي.

د طالبانو حکومت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر په تېرو درې کالو کې د خپل حکومت پر لاسته راوړنو غږېدلی دی.

په همدې حال کې د اروپايي ټولنې شارژدافیرې له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

احسان الله احسان:نه پاکستان سره خواخوږي لرو؛ نه یې مړو ته شهیدان وایو او نه یې زخمیانو ته شفا غواړو

د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي ویاند احسان الله احسان وایي، چې مونږ له پاکستان سره هېڅ ډول خواخوږي نه لرو.

احسان الله احسان په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«مونږ ورسره نه خواخوږي لرو، نه ورته تسلیت وایو، نه یې شهیدان منو او نه ورته جنت الفردوس غواړو ځکه زياتره وژل شوي پوځیان وو، نه عام وګړي، زخمیانو ته یې شفا هم نه غواړو ځکه هغوی کې هم اکثریت د پوځ کارمندان دي»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت پر دې پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

اسرائیل؛غزه کې په تازه بریدونو کې ۱۳ تنه وژلي

0

اسرائیل یو وار بیا د غزې پر بېلابېلو برخو بریدونه کړي، چې له کبله یې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د غزې چارواکو ویلي، په وژل شویو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یو برید د غزې د ختیځ تفاح ښار په یو ښوونځي کې شوی، چې خلکو په کې پناه اخیستې وه.

ویل کېږي، چې په وژل شویو کسانو کې دوه خبریالان، یوه امېندواره مېرمن او یو ماشوم وژل شوی دی.

د طالبانو حکومت:روان میلادي کال هند سره مو د ۶۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې

د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د ۶۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان دغه موده کې هند ته د ۴۴۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت وچ انځر، اینجه، ممیز، زعفران، شنه زیره او بادام صادر کړي دي.

په همدې حال کې بیا له هنده د ۲۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت بوره، صنعتي کارخونو لپاره خام توکي، او جامې واردې شوې دي.

د ټرمپ سلاکار:اوکراین باید وپوهېږي چې هلته د جګړې ختمول د قلمرو د بیرته اخیستلو په معنی نه دي

0

د امریکا د ولسمشر سلاکار برایان لانزا ویلي، اوکراین باید وپوهېږي، چې هلته د جګړې ختمول د قلمرو د بېرته اخېستلو په معنی نه دي.

د هغه په خبره، دا معلومه ده، چې دمګړی کریمیا د روسیې په اختیار کې ده او د ټرمپ لپاره لومړیتوب په اوکراین کې د مړینې مخنیوی دی، نه د کریمیا ټاپوزمه.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر هیله څرګنده کړې وه، چې ټرمپ یې لاسنیوی وکړي او روانه جګړه د دوی په ګټه پای ته ورسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:بلوچستان کې چاودنه په کلکو ټکو غندي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوېټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې چادونه غندلې.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددغې چاودنې د وژل شویو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د بلوچستان په مرکز کوېټې کې د اورګاډي په یو تمځای کې ځانمرګی برید شوی، چې له کبله یې ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي وايي، برید د دوی له لوري پر هغو تازه فارغو شویو پاکستاني پوځیانو شوی، چې د روزنیزې دورې د بشپړولو لپاره پنجاب ته روان وو.

بل لورته د پاکستان حکومت ویلي، چې برید پر پوځیانو نه؛ بلکې پر عامو وګړو شوی دی.