شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 764

دیمېتري پېسکوف:د پوتین او ټرمپ د خبرو په اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه دي

0

کرملین د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ د ټیلفوني خبرو په اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه وبلل.

دیمېتري پېسکوف د واشنګټن پوسټ هغه څرګندونې بې ځایه وبللې، چې ګواکې پوتین او ټرمپ خبرې کړې دي.

پېسکوف زیاته کړې چې تردې دمه له ټرمپ سره د پوتین د خبرو اترو په اړه هیڅ پلان نشته دی.

واشنګټن پوسټ تر دې وړاندې ویلي وو، چې ټرمپ له پوتین سره په خبرو کې له هغه غوښتي چې د اوکراین جګړه نوره شدیده نه کړي.

اسټرالیا کې افغان سفارت:زمونږ چارې په عادي ډول روانې دي

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت وايي، چې قونسلي چارې یې په عادي ډول روانې دي.

یاد سفارت د طالبانو هغه پرېکړه، چې په یو شمېر اروپايي هېوادونو او اسټرالیا کې یې د افغانستان قونسلۍ او سفارتونه بې اعتباره اعلان کړي وو، غندلې او ویلي یې دي، چې دا چاره د خلکو زورونه او د بشري او اساسي حقونو نقض دی.

دوی ویلي، د سفارتونو او قونسلیو بې اعتباره اعلانول د طالبانو له لوري د خلکو د ازارولو په معنی ده.

هرات کې؛طالبانو د یو شمېر وسلو د نیولو خبر ورکړی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ځواکونو یې په هرات کې یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، په نیول شوو وسلو او مهماتو کې کلاشینکوفونه، تومانچې، چره ییز ټوپکونه، ډول ډول مرمۍ، مهمات، دولتي انټنونه او یوه اندازه چاودیدونکي توکي شامل دي.

هغه د وسلو د نیولو څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

ګارډین ورځپانه:هند د طالبانو دیپلومات په منلو غور کوي

د هند ګارډین ورځپاڼې ویلي، چې د دغه هېواد چارواکي د طالبانو حکومت پر هغې پرېکړې غور کوي، چې له مخې یې ممبي کې د طالبانو دیپلومات ومني.

سرچینې ویلي، د کابل له لوري اکرام الدین کامل ممبي کې د جنرل قونسل په توګه ور پېژندل شوی.

یادې رسنۍ ویلي، هند دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والي په موخه کوي.

رویټرز:اسرائیلو په فلسطین کې ۴۰ تنه وژلي

0

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې اسرائیلو د فلسطین په جبالیا کمپ کې ۴۰ تنه وژلي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، دا بریدونه د شنبې په ورځ شوي دي.

بل لورته د فلسطین د بشري حقونو یو مرکز ویلي، چې د اسرائیل له لوري پر یو ساختمان د برید له کبله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

اوچا:افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون له امله سخت زیانمن شوی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیان‌‌من شوی.

یادې ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په COP29 غونډه کې باید بیړني اقدامات وشي، تر څو هغه ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي چې له شدیدې تودوخې، د اوبو کموالي او وچکالۍ سره مخ دي.

د یادونې ده چې افغانستان په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون له کبله سخت زیانمن شوی دی.

افغان کرېکټ لوبډله؛نن له بنګله دېش سره برخلیک ټاکوونکې سیالي لري

0

افغان کرېکټ ملي لوبډله نن له بنګله دېش سره برخلیک ټاکوونکې سیالي کوي.

دا پنځوس اوریزه سیالي د افغانستان پر وخت دوه نیمې بجې پیلېږي.

تر دې وړاندې دواړو لوبډلو د سیریز یوه یوه سیالۍ ګټلې ده.

افغان لوبډله د دغو سیالیو کوربه توب کوي.

جک سالیوان:جوبایډن له ډونالډ ټرمپ غوښتي، چې له اوکراین سره مرستو ته دوام ورکړي

0

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان ویلي، جوبایډن له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې له اوکراین سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه ویلي، دواړو لوریو په کورني او بهرني سیاست هم خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، بایډن د منځنۍ اسیا، اروپا، اسیا او نورو مسایلو په اړه هم ټرمپ سره خپل نظریات شریک کړي.

په پام کې ده چې راتلونکو دوو میاشتو کې جوبایډن واک ډونالډ ټرمپ ته تسلیم کړي.

ټرمپ پوتین ته:د اوکراین جګړه نوره شدیده نه کړې

0

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسیي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټیلفوني خبرو کې له هغه غوښتنه کړې، چې د اوکراین جګړه نوره شدیده نه کړي.

د واشنګټن پوسټ د راپور پر اساس، ټرمپ هیله څرګنده کړې، چې د اوکراین جګړې د ختم په اړه ژر تر ژره له پوتین سره یو وار بیا خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ په خپله لومړۍ وینا کې هم ویلي وو، چې د جګړې پلوی نه دی.

د ایران په سراوان کې؛نامعلومه وسله والو پنځه ایراني عسکر وژلي

0

تسنیم خبري اژانس وايي، چې د سیستان بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کې پنځه ایراني عسکر وژل شوي.

بل لورته د سپاپاسداران ځواکونو اعلان کړی، چې سیمې ته یې د پېښې د څېړلو لپاره ځواکونه استولي.

لاهم د یاد برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

ایراني حکومت دا یوه ترهګریزه پېښه بللې ده.

د یادونې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د یاد ولایت په راسک ولسوالي کې پر ایراني ځواکونو بریدونه شوي وو.