شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 763

سمیع سادات:سږ کال د طالبانو لپاره بد کال دی

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ له لوري مایک والټز ته د ملي امنیت د سلاکار په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وایم.

ښاغلي سادات په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې مایک والټز هغه سړی دی چې د افغانستان د جګړې په ډګر کې یې له امریکا او افغان وروڼو سره اوږه په اوږه مبارزه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې دا د یوې ښې راتلونکې او د طالبانو لپاره یو بد کال دی.

سادات دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې له مایک والټز سره کار کولو ته سترګې په لار یم.

عباس ستانکزی:په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ زموږ حق دی او باید را وسپارل شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وایي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د دوی حق دی او باید ور وسپارل شي.

عباس ستانکزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د دوی حکومت له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لري او د سولې او ثبات ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې هم ډېری طالب چارواکو ددغې څوکۍ د ور سپارلو غوښتنه کړې ده.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي و، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو خبره د یوې مودې لپاره ځنډېدلې ده.

سهیل شاهین:ټرمپ د خبرو نه؛ بلکې د عمل سړی دی

دوحه کې د طالبانو حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ډېره د عمل سړی ښکاري.

هغه ویلي، د مسایلو د حل په برخه کې اړتیا ده چې ټول لوري ریښتیني وي.

هغه له یوې جاپانۍ رسنۍ، NHK سره په مرکه کې ټینګار کړی چې له نړۍوالې ټولنې او امریکا سره مثبت تعامل ته چمتو دي.

وړمه ورځ د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هم ویلي وو چې ټولو سره تعامل غواړي.

خلیلزاد:مایک والټز یو زړور او هوښیار انسان دی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ډونالډ ټرمپ له لوري په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پخواني افسر مایک والټز ټاکل کېدو په اړه ویلي، چې هغه یو زړور او هوښیار انسان دی.

نوموړي ویلي، والټز تر دې وړاندې په افغانستان کې ازمایل شوی او خپله دنده یې په مېړانې ترسره کړې ده.

د یادونې ده، چې مایک والتز اوس مهال د امریکا د استازو په جرګه کې د فلوریډا ایالت استازی دی.

ډونالډ ټرمپ؛افغانستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر مایک والټز د ملي امنیت سلاکار ټاکلی

0

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر مایک والټز د ملي امنیت سلاکار په توګه ټاکلی دی.

والټز تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو په پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو په برخه کې هم کار کړی او له طالبانو سر د جګړې مخینه هم لري.

والټز له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د جوبایډن پر ادارې سختې نیوکې کوي او دغه بهیر یې «شرموونکی» بللی دی.

د یادونې ده چې تېر کال د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته ویلي وو چې طالبان د القاعدې او داعش په ځپلو کې بریالي شوي، خو والټز پرې نیوکه کړې وه او ویلي وو چې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره په بلې ترهګرې ډلې تکیه کول خطرناک او لویه تېروتنه ده

د ارغواني شنبو غورځنک:طالبانو افغان نجونې له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز دغه هېواد له یو لوی ناورین سره مخ کړی دی.

یاد غورځنګ ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز د افغان نجونو ټولې هیلې وژلې دي.

دغه غورځنګ زیاته کړې، چې دغه بندیزونه نه یوازې له بنسټیزو بشري حقونو د سرغړونو یوه بېلګه ده؛ بلکې په راتلونکو کلونو کې د لا شاتګ لامل هم ګرځېدای شي.

یاد غورځنګ دغه راز ویلي، چې د نجونو پر زده کړو د بندیز له کبله د طالبانو حکومت نجونې له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې دي.

افغان کرېکټ لوبډلې؛له بنګله‌دېش څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله

افغان کرېکټ ملي لوبډلې له بنګله دېش څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټله.

دغه لوبې چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربتوب پیل شوې وې، افغان لوبډلې د دغه درې یورځنیو لوبو څخه دوه وګټلې او سیریز یې په خپل نوم کړ.

ددغې ټاس بنګله دېش لوبډلې وګاټه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې افغان لوبډلې ته د ۲۴۵ منډو هدف وټاکه.

افغان لوبډلې دغه هدف د لوبې په ۴۹ اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

په دغه لوبه کې رحمن الله ګربز سلیزه او عظمت الله عمرزي ۷۰ منډې وکړې.

د جلال اباد یو شمېر دوکانداران حماسه میډیا ته:د سلطانزي مارکېټ څښتن د څو طالبانو په مرسته پر دوی ظلم کوي

جلال اباد ښار کې د سلطانزي مارکېټ یو شمېر دوکانداران وایي، د مارکېټ مالک له طالبانو سره په جوړ جاړي د ولایت مقام هغه پرېکړه نه مني، چې پر اساس یې دوی ته د دوکانونو کرایې کمې شوې دي.

دوی ویلي، دغه مالک غواړي چې فیصله د پیسو په زور تغییر او دوی ته کرایې لوړې کړي.

یادو دوکاندارانو د نوم نه ښودلو په شرط حماسه میډیا ته ویلي، د مارکېټ څښتن پر دوی برېښنا پرې کوي او په بېلابېل ډول یې ګواښي.

د دوی په خبره، یو ځل پرې د شرق او ملي سیمه‌ییزو تلویزونونو راپور هم برابر کړ؛ خو د طالب چارواکو او د امنیه قومندان د ګواښ له کبله تر ننه نشر نشو.

یاد دوکانداران له مسؤلینو غواړي، چې غږ یې واوري او ستونزه یې په شفاف ډول حل کړي.

د طالبانو حکومت پاکستان ته:کورنۍ ستونزې خپله حل کړئ، مسولیت یې زموږ په غاړه مه اچوئ

د طالبانو حکومت د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې خپلې ستونزې په خپل کور کې دننه حل کړي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، د دوی خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي او پاکستان باید بې اساسه څرګندونې ونه کړي.

فطرت زیاته کړې چې، پاکستان دې خپل مسوولیت زموږ په غاړه نه اچوي او خپلو داخلي مشکلاتو ته دې په کور دننه حل پيدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ویلي، د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خاورې تجاوز کېږي.

د ساینس نړیواله ورځ؛اروپایي ټولنه وایي، افغانستان کې باید ټولو ته یو ډول د کار زمینه برابره شي

د ساینس نړیوالې ورځې په مناسبت اروپایي ټولنې ویلي، چې دوی د افغان ښځینه او نارینه ساینسپوهانو له هڅو ملاتړ کوي.

یادې ټولنې په یو پیغام کې افغانستان کې د نجونو او هلکانو لپاره په مساوي ډول د زده کړو غوښتنه کړې.

په پیغام کې راغلي، چې د نجونو روزنه د یو خپلواک ملت لپاره د اقتصادي هوساینې او ځان بسیاینې سبب ګرځي.

د یادونې ده چې سږکال دا ورځ “ساینس د سولې او پرمختګ لپاره” تر عنوان لاندې نمانځل کېږي.