شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 762

نواز شریف:لا هم تمه لري چې هند د دوی هېواد ته د چمپین ټرافي سیالیو ته ورشي

0

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف وایي، لاهم تمه لري، چې د هند لوبډله به پاکستان ته چمپین ټرافي ته ورشي.

هغه ویلي، اړتیا ده چې هند سره اړیکې بېرته ورغول شي او ستونزې باید حل شي.

تر دې وړاندې پاکستان تمه لرله چې هند دغه هېواد ته د چمپین ټرافي سیالیو لپاره ورشي؛ خو څو ورځې وړاندې د هند کرکټ بورډ وویل،چې نه غواړي د چمپین ټرافي لپاره پاکستان ته لاړ شي.

د هند دغې پرېکړې د ګڼو خلکو غبرګونونه را پارولي دي.

ډونالډ ټرمپ؛له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو کې د ښکېلو جنرالانو استعفاء غواړي

د امریکا نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې د ښکېلو جنرالانو استعفاء غواړي.

ټرمپ ویلي، چې هر هغه جنرال چې دې موضوع کې لاس درلود، ورنه غوښتنه کوي چې د لوړې په ورځ له غرمې مخکې استعفا وکړي.

ډونالډ ټرمپ دا پرېکړه په داسې حال کې کوي، چې وړاندې تر دې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې نوموړي پر جوبایډن هم توندې نېوکې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ؛جان رتکلیف د امریکا د سي‌آی‌ای د مشر په توګه وټاکه

0

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ جان رتکلیف د امریکا متحده ایالاتو د اطلاعاتي مرکز یا سي‌آی‌ای د مشر په توګه وټاکه.

رویټرز خبر ورکړی، چې ټرمپ دا پرېکړه د هغه د وروستیو فعالیتونو او ډونالډ ټرمپ ته د مشورو ورکولو له مخې کړې ده.

ډونالډ ټرمپ په یوه بیان کې ویلي، چې جان رتکلیف د امریکایانو د اساسي حقونو لپاره نه ډارونکی جنګیالی دی.

د یادونې ده چې جان رتکلیف تر دې وړاندې په منځني ختیځ کې د بایډن پر سیاستونو هم سختې نیوکې کړې وې.

اسراییلو؛لبنان کې په تازه بریدونو کې ۲۰ تنه وژلي

0

اسراييلي ځواکونو د لبنان پلازمېنه بېروت ښار کې ګڼ هوایي بریدونه کړي دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې په دغو بریدونو کې شل تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

بل لورته اسراييلو ویلي چې په دغه بریدونو کې یې حزب الله غړي په نښه کړې دي.

خلیلزاد:ټرمپ غواړي د اوکراین جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي

0

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، ټرمپ غواړي، چې له وینې بهوونې پرته په چټکۍ سره د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

خلیلزاد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د دې لپاره دوه لارې شته، چې یوه یې اوربند او بله یې داسې امنیتي ترتیبات دي، ترڅو مسکو په راتلونکي کې د خپلې واکمنۍ له پراختیا منع کړي.

خلیلزاد د ټرمپ دا هڅه ستایلې او دا کار یې یو ګټور اقدام بللی دی.

صالح:د طالبانو شتمنۍ ته زیان رسول له اوسني کړاو څخه د راوتلو یوه ښه لاره ده

د تېر جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، هره هغه وسیله چې د طالبانو په واک کې ده او له هغې څخه د هغوی ضد او د خلکو ځپونکو سیاستونو د پلي کولو لپاره استفاده کیږي، د عامه شتمنۍ په توګه نه ګڼل کیږي، بلکې د خلکو د ځورونې وسیله ګڼل کېدی شي.

د هغه په خبره، د طالبانو دغې شتمنۍ ته زیان رسول د خلکو د اوسني ذلت او کړاو څخه د خلاصون او آزادۍ د مبارزې یوه برخه ده.

صالح زیاتوي، د ظلم او د طالبانو د ناپوهۍ له امله زموږ د هېواد اته میلیونه انسانان مجبور شوي چې خپل هېواد پرېږدي.

د ټولنیزو رسنیو ځینې طالب کاروونکي:ممبي کې نوی ټاکل شوی قونسل جمهوریتی دی

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر طالب کاروونکي په ممبي کې د طالبانو له لوري د قونسل په توګه د اکرام الدین کامل په نوم د یو کس ټاکل کېدو ته په غصه شوي دي.

دوی له درې رنګه ملي بیرغ سره د کامل عکسونه نشر کړي او ویلي یې دي، چې نوموړی د جمهوریت پلوی دی او تېره شل کلنه جګړه کې ونډه نه ده اخیستې.

بل لورته یو شمېر نورو طالب پلویانو ویلي، چې کامل د نن ټکي اسیا ویبسایټ چلوو او جمهوریتي نه دی.

مولوي عبدالکبیر:په تېره شل کلنه جګړه کې افغانان زموږ تر شا ولاړ وو

د طالبانو حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر بامیانو ته په خپل سفر کې له خلکو سره په لیدنه کې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې هر ډول توپیري چلند له منځه تللی دی.

مولوي عبدالکبیر له ځايي خلکو سره په ناسته کې ویلي، چې په افغانستان کې د انکشافي او بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې توازن په نظر کې نیول شوی دی.

د هغه په خبره، په تېر شل کلنه جګړه کې د افغانستان خلک د دوی تر شا ولاړ وو.

سراج الدین حقاني:له خلکو سره باید په چلند کې له نرمښت کار واخیستل شي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ویلي، چې له خلکو سره باید ښه چلند وشي.

هغه په میدان وردګ ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، چارواکي باید وظیفوي غفلت ترسره نه کړي او له خلکو سره په چلند کې له نرمښت کار واخلي.

نوموړي دغه راز طالب سرتېرو ته سپارښتنه کړې، چې خپلې چارې په سم ډول ترسره کړي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر:حزب الله سره د جګړې ختمولو په اړه خبرو کې پرمختګ شوی

0

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر جدعون سار وایي، حزب الله ډلې سره د جګړې د ختمېدو برخه کې د خبرو په اړه پرمختګ شوی دی.

جدعون سار خبریالانو ته ویلي، اسرائیل په دې برخه کې له امریکا سره په ګډه کار کوي.

نوموي د دې اقدام لپاره ویلي، چې په دې اړه کېدونکې هوکړه کې باید داسې اجرائیوي میکانیزم شامل وي، چې د دوی خاورې ته نږدې د حزب الله د تاسیساتو مخه ونیسي.