یکشنبه, جون 21, 2026
Home Blog Page 76

اوچا:د بشري مرستو د بودجې کمښت د میلیونونو افغانانو ژوند ګواښي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د افغانستان لپاره د بشري مرستو د بودجې کمښت د میلیونونو اړمنو خلکو لپاره د ژوند ژغورونکو مرستو دوام له ګواښ سره مخ کړی دی.

د اوچا په وینا، د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو د پلان لپاره د اړتیا وړ ۱.۷۱ میلیارد ډالرو څخه د مې میاشتې تر پایه یوازې ۲۶۹ میلیون ډالر ترلاسه شوي، چې د ټولې اړتیا نږدې ۱۶ سلنه جوړوي.

اوچا خبرداری ورکوي چې که بیړنۍ مالي مرسته برابره نه شي، میلیونونه افغانان به له حیاتي مرستو بې‌برخې پاتې شي او بشري اړتیاوې به لا پسې زیاتې شي.

افعانستان او پاکستان؛ راتلونکې اوونۍ د خبرو اترو لپاره کېني

حماسې مېډیا ته سرچینو ویلي چې د افغانستان او پاکستان پلاوي د راتلونکې اوونۍ په لومړیو کې په استانبول کې د جوړجاړي لپاره سره کېني.

سرچینو تایید کړې چې د دواړو لوریو ترمنځ به غیر رسمي خبرې اترې د جون په اوومه، اتمه او نهمه په استانبول کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیررسمي خبرو اترو راتلونکی پړاو په کابل کې ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، دا غونډه په اصل کې له لوی اختر وړاندې پلان شوې وه، خو د پاکستان له لوري د ځینو تخنیکي او تنظيمي ستونزو له امله وځنډېده.

هم مهاله، حماسې مېډیا ته سرچینو ویلي، د تخنیکي او لوژیستیکي ستونزو له امله غیر رسمي خبرې اترې په کابل کې نه ترسره کیږي.

بل لور د طالبانو د حکومت او پاکستان پلاوي هم د وروستي ځل لپاره د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې د چین شینجیانګ سیمې په اورومچي ښار کې مذاکرات کړي و چې په کې دواړه لوري کومې مطلوبې پایلې ته ونه رسېدل.

د فلمونو د ناکامۍ پړه پر لیدونکو؟د وېګنېش شیون څرګندونو بحثونه راپارولي

د هندي فلم جوړونکي وېګنېش شیون وروستیو څرګندونو د سینما په نړۍ کې پراخ بحثونه راپارولي دي.

نوموړي د خپل وروستي فلم”Love Insurance “Kompany له خپرېدو وروسته ویلي چې د ټولنیزو رسنیو منفي فضا او ځینو سختو نیوکو د فلم پر استقبال اغېز کړی دی.

د هغه څرګندونو دا پوښتنه بیا راژوندۍ کړې چې ولې ځینې فلم جوړونکي د خپلو فلمونو تر ناکامۍ وروسته د لیدونکو، منتقدینو او یا هم آنلاین منفي تبصرو پړه یادوي، پر ځای د دې چې د فلم نیمګړتیاوې وارزوي.

ويل کيږي چې تر دې وړاندې نامتو فلم جوړونکي لوکېش کناګراج هم د خپل یوه فلم د ګډو غبرګونونو په اړه ویلي وو چې لیدونکو د فلم له ځینو برخو سره سمه اړیکه ونه نیوله.

د وېګنېش شیون د څرګندونو له خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو کاروونکو استدلال کړی چې د یوه فلم بریا یا ناکامي تر ډېره د کیسې، لارښوونې، اداکارۍ او د فلم د کیفیت پورې تړلې ده، او که یو فلم له لیدونکو سره اړیکه جوړ نه کړي، نو اصلي لامل یې باید د فلم په جوړښت کې ولټول شي.

په همدې حال کې، د سینما ځینې ملاتړي بیا باور لري چې ټولنیزې رسنۍ او له وخته مخکې منفي تبصرې کله ناکله د فلمونو پر سوداګریز بریالیتوب اغېز کولای شي.

ايران، لبنان ته:که د اسراییلو بریدونه دوام وکړي، امريکا سره به خبرې ودروو

د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف د لبنان د پارلمان له رئیس نبیه بري سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي، ایران په تېرو دوو ورځو کې د اسراییلو د بریدونو د درولو لپاره جدي هڅې کړې دي.

قالیباف خبرداری ورکړی چې که بریدونه او تاوتریخوالی دوام ومومي، ایران به نه یوازې د خبرو اترو بهیر ودروي، بلکې د اسراییلو پر وړاندې به هم ودرېږي.

هغه زیاته کړې چې که د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو کومه هوکړه وشي؛ نو په هغې کې به د لبنان په ګډون په ټولو جبهاتو کې د بریدونو بندېدل شامل وي.

قالیباف همداراز ویلي چې حزب الله او د امل غورځنګ د لبنان او اسلامي امت دفاع کوي، او ټینګار یې کړی چې ایران د لبنان په ټولو سیمو، په ځانګړي ډول د دغه هېواد په سویل کې، د اوربند د ټینګېدو ملاتړ کوي.

په مقابل کې نبیه بري د ایران د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې لبنان به په دې حساسو شرایطو کې د ایران دریځ او ملاتړ هېر نه کړي.

د طالبانو حکومت:بامیانو ته د اختر په ورځو کې له ۳۰۰ زرو ډېرو سیلانیانو سفر کړی

د طالبانو حکومت د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د لوی اختر له رارسېدو وروسته د دې ولایت سیاحتي سیمو ته د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ۳۰۰ زرو ډېر سیلانیان د بامیانو تاریخي او طبیعي سيمو ته ورغلي دي.

چارواکي وایي چې یوازې د بند امیر ملي پارک څخه له ۱۴۱ زرو ډېرو کسانو لیدنه کړې ده.

مسؤلین زیاتوي چې بامیان د خپلو تاریخي آثارو، ښکلو منظرو او طبیعي سیمو له امله د هېواد د مهمو ګرځندویزو مرکزونو په توګه مطرح دی، او د سیلانیانو شمېر ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دی.

سهيل شاهين:نړيوال دې پر افغانستان لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي او تعامل دې زیات کړي

د طالبانو حکومت چارواکو یو ځل بیا پر افغانستان د لګېدلو نړیوالو محدودیتونو او بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.

په دوحه کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست سهیل شاهین ویلي چې د «اسلامي امارت» پر مشرانو سفري بندیزونه او پر افغانستان نور محدودیتونه نه یوازې ناعادلانه دي، بلکې د هېواد د اقتصادي ودې او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل پر وړاندې خنډونه هم جوړوي.

د هغه په وینا، دغو بندیزونو تر اوسه د ستونزو په حل کې کومه اغېزمنه پایله نه ده لرلې؛ نو نړیواله ټولنه باید د فشار پر ځای د تعامل او همکارۍ لاره غوره کړي.

شاهین له نړیوالو غوښتي چې له افغانستان سره اړیکې پراخې کړي او د بندیزونو د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، څو اقتصادي فرصتونه او نړیوال تعاملات پیاوړي شي.

بلومبرګ:د روسیې د الوتکو او ډرونونو تولید ۱۱۷ سلنه زیات شوی

بلومبرګ په يوه راپور ‌کې ويلي، د روسیې د الوتکو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید صنعت په بې‌ساري ډول وده کړې ده، ځکه مسکو د جګړې په ډګر کې پر ډرونونو زیات تمرکز کړی دی.

رسمي احصایې ښيي چې د ۲۰۲۶ کال په اپرېل میاشت کې د روسیې د هوايي صنعت تولید د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۱۷ سلنه زیات شوی دی.

په دې صنعت کې هم پوځي الوتکې او هم بې‌پیلوټه الوتکې شاملې دي.

راپور زیاتوي چې د زرګونو ډرونونو لپاره د پوځ دوامدارې اړتیاوې د دې چټک پرمختګ اصلي لامل بلل کېږي.

بلومبرګ ويلي چې د روسیې د جګړې ماشین د څو کلونو پراخو لګښتونو وروسته د فشار له نښو سره مخ دی، خو د ډرونونو او هوايي تجهیزاتو تولید لا هم په چټکۍ روان دی.

ایران؛د باب المندب تنګي په شاوخوا کې د اقداماتو خبرداری ورکړی

ایران او د هغه متحدانو د باب‌المندب تنګي په شاوخوا کې د احتمالي اقداماتو خبرداری ورکړی دی.

دا مهمه سمندري لاره د آسیا، اروپا او افریقا ترمنځ د سوداګرۍ او انرژۍ د لېږد له تر ټولو مهمو دهلېزونو څخه ګڼل کېږي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د لبنان او غزې په اړه د اسراییلو د پوځي عملیاتو له امله سیمه‌ییز کړکېچ زیات شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې هم په همدې سیمه کې د امنیتي پېښو او بریدونو له امله ځینې باروړونکې بېړۍ اړې شوې وې چې د افریقا د جنوبي برخې له اوږدې سمندري لارې سفر وکړي، چې له امله یې د لېږد لګښتونه او وخت دواړه زیات شوي وو.

هند؛له فرانسې څخه د ۱۱۴ رافال جنګي الوتکو د پېرلو بهیر پیل کړ

هند د خپل هوايي ځواک د پیاوړتیا لپاره له فرانسې څخه د ۱۱۴ رافال جنګي الوتکو د پېرلو لپاره د رسمي غوښتنې لیک وروستی کړی دی.

د راپورونو له مخې، د دې ستر دفاعي تړون ارزښت شاوخوا ۳.۲۵ لکه کروړه هندي روپیو ته رسېږي.

ټاکل شوې ده چې دغه رسمي غوښتنلیک په راتلونکو اوونیو کې فرانسې ته واستول شي، چې ورسره به د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي مذاکرات پیل شي.

هندي رسنیو ویلي، که دا معامله بشپړه شي، نو دا به د هند په تاریخ کې د جنګي الوتکو تر ټولو لوی تدارکاتي پروګرام وي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند د هوايي ځواک مشر امار پریت سینګ فرانسې ته درې ورځنی رسمي سفر پیل کړی دی.

جان بولټن:ټرمپ د ایران په اړه په خپل جوړ کړي جال کې بند پاتې دی

د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن د ایران په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ په داسې وضعیت کې بند پاتې شوی چې خپله یې رامنځته کړی دی.

بولټن د I24 ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: «زما په اند ټرمپ په هغه جال کې راګیر شوی چې خپله یې جوړ کړی. کله چې د ایران پر ضد عملیات پیل شول، هغه خپل اهداف په روښانه ډول نه وو ټاکلي.»

هغه زیاته کړې چې باور لري د ټرمپ اصلي هدف د ایران د نظام بدلون و؛ خو ټرمپ پوهېږي چې که له ایران سره یو کمزوری یا جنجالي تړون هم وکړي، نو له سختو سیاسي او ولسي نیوکو سره به مخ شي.

بولټن ویلي چې هر ډول احتمالي توافق به د پخواني ولسمشر بارک اوباما د اټومي تړون او نورو بدیلو لارو سره پرتله کېږي، او که د امریکا په ګټه ونه ګڼل شي، د ټرمپ لپاره به سیاسي ستونزې رامنځته کړي.