یکشنبه, اپریل 19, 2026
Home Blog Page 759

لبنان؛له ایران غوښتي چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د سولې هڅې وکړي

0

لبنان له ایران غوښتي چې د اسرائیل او حزب الله ډلې ترمنځ د اوربند په یقیني کولو کې هڅې وکړي.

د لبنان حکومت سرپرست لومړي وزیر نجیب میقاتي له ایران غوښتنه کړې چې د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره ګامونه پورته کړي.

بل لورته د ایران د مذهبي مشر سلاکار علي لاریجاني هم ویلي، چې دوی د دغه اوربند غوښتونکي دي.

فیض اباد کې؛ترافیکي پېښې اته تنه وژلي

د بدخشان په فیض اباد کې د ټرافیکي پېښې له کبله اته تنه مړه شوي.

د یاد ولایت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې دغه پېښه کوکچي سیند ته د موټر لوېدو له کبله رامنځه شوې.

په وژل شویو کسانو کې څلور مېرمنې، یو نارینه او د رې ماشومان شامل دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه د یو کس جسد له سیند څخه راوتلی او د نورو د موندلو هڅې روانې دي.

ایران:د اسرائیل او لبنان د سولې ملاتړ کوو

0

د ایران د مذهبي مشر سلاکار علي لاریجاني ویلي، ایران د لبنان او حزب الله د سولې سبوتاژ کول نه غواړي.

هغه ویلي، که لبنان له اسرائیل سره هر ډول سوله کوي؛ نو تهران یې ملاتړ کوي.

دی دا څرګندونې بیروت ته له تازه سفر وروسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې رسنیو راپور ورکړی و، چې اسرائیل له لبنان سره د سولې په لټه دی.

جانتن ټراټ؛د چمپینز ټرافي سیالیو کې بیرته افغان کرېکټ لوبډلې ته راستنېږي

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس نصیب خان ویلي، چې د افغان کرکټ لوبډلې مشر روزنکی جانټن ټراټ به د چمپینز ټرافي په لوبو کې د افغان لوبډلې روزنکي په توګه بیرته راستون شي.

نصیب خان ویلي، چې نوموړی به له زمبابوې سره لوبو کې ارام وکړي.

د یادونې ده چې د جانټن ټراټ قرارداد په راتلونکې ډسمبر میاشت کې پای ته رسېږي.

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې د پاکستان ۱۹ کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه

0

د افغانستان له ۱۹ کلونو کم عمره ملي لوبډلې د درې اړخیز سیریز په لومړۍ لوبه کې خپلې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته په سلو منډو ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې افغان لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او په پنځوسو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۰۶ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره په توپوهنه کې فیصل شینوزاده ۱۲۳ منډې جوړې کړې.

پاکستان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نشو کړی او ټوله لوبډله یې په ۲۰۶ منډو وسوځېده.

لبنان کې؛اسرائیلو د مدني دفاعي مرکز ۱۲ کارکوونکي وژلي

0

د لبنان د بلعیک ښار په ختیځه برخه کې اسرائیلو د یاد هېواد پر مدني دفاعي مرکز برید کړی.

د لبنان روغتیایي چارواکو ویلي، چې دغه برید کې ۱۲ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د لبنان روغتیا وزارت دا برید غندلی او د روغتیایي ځایونو په نښه کول یې وحشیانه عمل بللی دی.

ممتاز بلوڅ:طالبان دې نور زمونږ صبر نه ازمایي

0

پاکستان له طالبانو یو وار بیا غوښتي چې له ترهګرو سره د مبارزې په اړه د دوی غوښتنې جدي وګڼي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې له افغانستان څخه د راپېښو ګواښونو په اړه باید نور د دوی زغم ونه ازمایل شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې له پاکستان غوښتي چې خپلې ستونزې په کور دننه حل کړي.

جوبایډن؛سبا د چین له ولسمشر سره ګوري

0

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن به سبا په پیرو کې د چین له ولسمشر سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي، دا لیدنه به د اسیا پسفیک د اقتصادي همکاریو په څنډه کې ترسره شي.

یاده لیدنه داسې مهال کېږي، چې چین وایي د امریکا له نوې رهبري سره د اړیکو پراختیا ته چمتو دي.

نا پېژاندو موټرسایکل سپرو؛پلچرخي کې دوه طالب سرتېري وژلي

نن ماښام د کابل په پلچرخي سیمه کې دوه طالب سرتېري د نامالومو موټرسایکل سپرو له لوري وژل شوي دي.

سیمه ییزو سرچینو رسنیو ته ویلي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه طالب سرتېري یو دوکان ته د سودا اخیستلو لپاره له موټره ښکته شول.

تر اوسه چا د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

بل لورته د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو؛بدخشان کې د یوه خرس د ښکار په جرم یو کس نېولی

بدخشان کې د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې ریاست وایي، په شکي ولسوالۍ کې یې هغه کس نیولی، چې یو خرس یې ښکار کړی و.

د یادې ادارې رییس فیض الرحمن ابراهیمي ویلي، د وحشي ژویو ښکار غیر قانوني دی او هر هغه کس چې دغه کړنه وکړي، قانوني چلند به ورسره وشي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په شکي ولسوالۍ کې شپږ کسانو یو خرس ښکار کړی و او وروسته یې ورسره یادګاري تصویرونه هم اخیستي وو.