یکشنبه, اپریل 19, 2026
Home Blog Page 757

جنوبي وزیرستان؛د جومات مخې ته چاودنې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

خیبرپښتونخوا کې د یو جومات مخې ته په شوې چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

دا پېښه د پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان د برمل ولسوالۍ په اعظم ورسک سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیمې پولیسو ویلي، پېښه د شهزاده جومات په دروازه کې شوې، چې موخه یې د دغه جومات ملا امام او د جمعیت علمای اسلام غړی مولانا شهزاده ترابي و.

اوس مهال سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده ده.

د یادونې ده چې د پېښې ټپیان د واڼه روغتون ته انتقال شوي.

تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

ان بي سي:د ټرمپ ټیم د هغو افسرانو د نوملړ په چمتو کولو بوخت دی، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر کې دخیل وو

ان بي سي نیوز راپور ورکړی، چې ټرمپ ته د واک د انتقال ټیم اوس مهال د هغو اوسنیو او پخوانیو افسرانو د نوملړ په چمتو کولو بوخت دی، چې له افغانستان څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د امریکایي ځواکونو په وتلو کې دخیل وو.

یاده رسنۍ دا راپور داسې مهال خپروي چې ټرمپ تر دې وړاندې ویلي وو چې د واک په لومړۍ ورځ به یې د هغو افسرانو استعفاوې په میز ایښي وي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو کې دخیل وو.

ټرمپ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر بهیر تل نیوکې کړې دي.

هند؛په لومړي ځل د هايپر سونېک توغندی جوړ او وازمایه

0

هند په لومړي وار له غږ چټک هایپر سونېک توغندی جوړ او وازمایه.

دا توغندی له غږ چټک او نړۍ کې یو بې ساری توغندی بلل کېږي.

د هند حکومت ویلي، چې دا توغندی تر ۱۵۰۰ کیلو متره فاصلې پورې هستوي سرګولولې لېږدولی شي.

د یادونې ده چې د هند دا توغندی د اوډیشا ایالت په عبدالکلام ټاپو کې ازمایل شوی دی.

عباس ستانکزی:له لوږې سره د مبارزې لپاره علم ته وده ورکول اړین دي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي، نړۍ باید د افغانستان د بیا رغوونې مسؤلیت واخلي.

نوموړي له ګاونډیو هېوادونو هم غوښتي چې له افغانستان سره رغنده تعامل وکړي.

ستانکزي د تخنیکي او مسلکي زدکړو انستیتوت له لوري د افغانستان غوره نوښتونو په دویم نندارتون کې ویلي، چې نړۍ د علم او پوهې له کبله پرمختګ کړی او د له فقر او لوږې سره د مبارزې لپاره اړتیا ده، چې زده کړو ته وده ورکړل شي.

د افغانستان خبریالانو بنسټ:پر تصویر اخیستلو بندیز د ولس اساسي حقونه هم اغېزمنوي

د افغانستان د خبریالانو ملاتړ سازمان وايي، هرات کې پر تصویر اخیستلو د طالبانو بندیزونه نه یوازې د رسنیو ازادي محدودوي؛ بلکې د ولس اساسي حقونه هم اغېزمنوي.

دوی په یوې خبرپاڼې کې د طالبانو له حکومت غوښتي، چې دا بندیزونه پای ته ورسوي.

خبرپاڼه کې راغلي، د امرباالمعروف چارواکي په رسمي او غیر رسمي غونډو کې په هرات کې خبریالان د تصویر اخیستلو ته نه پرېږدي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم په ګڼ شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري پر تصویر اخیستلو بندیز لګېدلی دی.

اسرائیل:د نتنیاهو پر کور د راکټونو د توغولو په تور یې درې تنه نېولي

0

د اسرائیل پولیس وایي، د نتنیاهو پر استوګنځي یې د راکټونو د توغولو په اړه درې مشکوک کسان نیولي دي.

د فرانسې خبري اژانس د معلوماتو پر اساس، یاد کسان د شنبې شپې پېښې کې د لاس لرلو له کبله نیول شوي دي.

نیول شوي کسان به د اسرائیل کورني امنیت ادارې ته د پوښتنو لپاره ولېږل شي.

تر دې وړاندې د اسرائیل پولیسو ویلي وو چې د نتنیاهو پر استوګنځي یو شمېر راکټونه ور توغول شوي وو؛ خو هغه مهال دی پر خپل استوګنځي کې نه وو.

د مقاومت په نوم جبهه:کندز کې د طالب استخباراتو درې غړي مو وژلي

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په کندز کې یې د طالبانو د استخباراتو درې غړي وژلي دي.

دوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کسان یې د طالبانو د استخباراتو پر مدیریت د شوي برید په پایله کې وژلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې برید کې دوه طالب سرتېري وژل شوي او د دوی یو موټر ویجاړ شوی دی.

بل لورته د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

حنیف پشتین:د خپلو بندي ملګرو د خلاصون لپاره د نومبر په ۲۱مه لاریونونه پیلوو

0

ټاکل شوې چې د پښتون قامي جرګه به د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره د نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه په ټوله پښتونخوا کې لاریونونه پیل کړي.

د یادې جرګې د مشرتابه غړي حنیف پشتین ویلي، علي وزیر له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د پاکستان د پنجاب بیلابیلو زندانونو ته وړل شوی او لا یې هم د خلاصون په اړه پرېکړه نه ده وروستۍ شوې.

د نوموړي په وینا، علي وزیر اوس د پنجاب له زندانونو د سند زندانونو ته انتقال شوی دی.

نوموړی د لاریونونو خبره داسې مهال کوي، چې ویل کېږي، تر قامي لویې جرګې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین تر سختو ګواښونو لاندې دی.

زیلنسکي:د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید ټولې دیپلوماتیکې هڅې وکړو

0

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي ویلي، ټوله هڅه کوي چې روانه جګړه راتلونکی کال د دیپلوماسۍ له لارې پای ته ورسوي.

د رویټرز د راپور له مخې، زیلنسکي ویلي، سره له دې، چې اوس هم جګړه روانه ده؛ خو مسکو بیا هم د سولې د خبرو غوښتونکی دی.

زیلنسکي دغه راز زیاته کړې، چې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید دوی خپلې ټولې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ هم د دغې جګړې په پای ته رسېدو ټینګار کوي.

ټروډو:افغانستان کې د نیول شوي متقاعد کاناډايي پوځي خلاصول زمونږ لومړیتوب دی

د کاناډا حکومت ویلي، چې د طالبانو له لوري د دوی د یو متقاعد سرتېري نیولو موضوع څېړي او دا د کاناډا په لومړیتوبونو کې ده.

د دغه هېواد لومړي وزیر جاسټین ټروډو ویلي، چې د نیول شوي سرتېري ډېوېډ لاوري کورنۍ سره قونسلي ملاتړ شوی او د دوی حکومت په دې برخه کې له ټولو لارو هڅه کوي چې دغه ستونزه حل کړي.

تر دې وړاندې کاناډايي رسنۍ خبر ورکړی وو، چې طالبانو په کابل کې متقاعد کاناډايي پوځي ډېوېډ لاوري نیولی دی.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.