یکشنبه, اپریل 19, 2026
Home Blog Page 756

روسیه:امریکا په لوی لاس د اوکراین جګړه اوږدوي

0

روسیه وایي، چې جو بایډن د اوکراین جګړه پراخوي او دوی به ژر د امریکا د وروستیو اقداماتو پر وړاندې غبرګون وښیي.

روسیې پر بایډن تور لګولی چې د اوکراین جګړې ته پکی وهي او د هغه وروستۍ پریکړې ته د ځواب ورکولو ژمنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ وویل، چې اوکراین په روسیه کې د دوی له خوا د ورکړل شویو لرې واټن ویشتونکو توغنديو د کارولو اجازه لري.

تاجکستان کې؛نامعلومو وسله والو یو چینايي وګړی وژلی او شپږ نور یې ټپیان کړي دي

0

تاجکستان کې پر چینايي وګړو د شوي وسله وال برید له کبله یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

یاده پېښه له افغانستان سره د دغه هېواد پولې ته نږدې د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې رامنځته شوې ده.

په ورته مهال د تاجکستان چارواکو هم یاده پېښه منلې؛ خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې ده چې هلته چینايي وګړي د سرو زور په کان کې کار کوي.

تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

دا لومړی وار دی، چې هلته په سرحدي سیمه کې یو چنیایي وګړی وژل کېږي.

اروپایي ټولنې؛په بندرونو کې روسیې ته د ایران په ګڼو وسایطو او د وسلو په انتقال بندیز ولګوو

0

اروپايي ټولنې یو وار بیا د روسیې د ملاتړ له کبله پر ایران نوي بندیزونه تصویب کړي دي.

د اروپايي ټولنې غړو په بندرونو کې روسیې ته د ایران په تجهیزاتو، توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او ګڼو نورو وسایطو پر انتقال بندیز لګولی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم پر ایران د روسیې د ملاتړ له کبله ګڼ بندیزونه لګول شوي وو.

حافظ نعیم الرحمان:د طالبان حکومت دې پاکستان ډاډمن کړي چې افغان خاوره د پاکستان په ضد نه کارول کېږي

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند مشر له افغان طالبانو غوښتي، چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان او نورو هېوادونو په ضد نه کاروي.

د یاد ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان په اسلام اباد کې په يوه کنفرانس کې له افغان طالبانو غوښتي، چې مسوولانه عمل وکړي او اسلام اباد ډاډمن کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو په ضد نه کارول کيږي.

هغه ویلي، چې د پاکستان حکومت دې له طالبانو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو وړاندې تر دې یې د پاکستان دا ډول تورونه بې اساسه بللي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی:لویدیځ له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې فکر بل لورته اړوي

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ ویلي، چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

هغه له نړۍ غوښتي، چې د افغانستان جیوپولټیک ارزښت ته په کتو دې دغه هېواد د سیالیو پرځای د همکارۍ په بستر بدل کړي.

یو شیایونګ پر لویدیځ نیوکه کړې چې له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې فکر بل لورته اړوي.

نوموړي ویلي، افغانستان کې یوازې د ښځو مسئله نه؛ بلکې نور ګڼ مسائل هم شته چې پام ورته وشي.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو دوه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په کابل کې یې په یوه بريد کې دوه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې جبهې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې تېر ماښام د دوی ډلې د کابل ښار د دولسمې حوزې په مربوطاتو کې په طالب سرتېرو برید کړی چې په ترڅ کې یې یو طالب سرتېری وژلی او یو تن بل یې ټپي کړی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بنګله‌دېش موقت مشر:حکومت یې هڅه کوي ترڅو هند د بنګله‌دېش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه ورته وسپاري

0

د بنلګه دېش حکومت په دې هڅه کې دی، ترڅو د هند حکومت د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه نوي حکومت ته وسپاري.

د بنلګه دېش د اوسني حکومت موقت ولسمشر محمد یونس ویلي، د هغو خلکو لپاره د سزا ورکولو هڅې روانې دي، چې بنګله دېش کې د لاریونونو پر مهال یې د خلکو په وژنه کې لاس درلود.

د یادونې ده، چې بنګله دېش کې د شېخ حسینې حکومت پر وړاندې لاریونونه وشول چې په پایله کې یې نوموړې هند ته ولاړه.

جوبایډن؛د امریکا د لومړي ولسمشر په توګه له امازون ځنګل لیدنه کړې

0

جوبایډن د امریکا د لومړي ولسمشر په توګه امازون ځنګل ته تللی.

هغه هلته ژمنه کړې، چې له اقلیمي بدلون سره به مبارزه کوي.

بایډن ویلي چې د امازون ځنګل د ساتنې صندوق سره به مرسته سل میلیونو ډالرو ته لوړه کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د کاپ۲۹ ناستې کې ملګرو ملتونو له ابر قدرتو هېوادونو غوښتي وو چې د اقلیم بدلون لپاره مبارزه وکړي.

روسیې؛د اوکراین په سومي ښار کې ۱۰ تنه وژلي

0

روسیې د اوکراین په ختیځ سومي ښار کې پر یو استوګنځي برید کړی، چې له کبله یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان دي.

رویټرز خبر ورکړی، چې تر برید وروسته د اوکراین حکومت په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د اوکراین د پوځ قومندان ولادمیر ارتیوخ دا پېښه یوه ستره غمیزه بللې ده.

بل لورته د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې اعلان کړی، چې په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي.

جنوبي وزیرستان کې؛د جمعیت علما‌ء اسلام ځايي مشر مفتي اعجاز وژل شوی

0

خیبرپښتونخوا کې د یو جومات مخې ته په شوې چاودنه کې د جمعیت علماء اسلام ګوند سیمه‌ییز مشر مفتي اعجاز وژل شوی دی.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې په پېښه کې یو بل تن هم وژل شوی؛ خو د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې هدف د شهزاده جومات ملاامام وو.

په یاده پېښه کې شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

لاهم کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.