سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 749

هرات؛یو ځوان له خپلې مور سر پرې کړی دی

سرچینې وایي، د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې یوه ځوان له خپلې مور سر پرې کړی دی.

د سرچینو په خبره، دغه ځوان بسم الله نومېږي او په وینا یې د خپلې مور د بيا واده له امله په غوسه وو.

سرچینو زیاته کړې چې دغه ٢٢ کلن ځوان د خم عبدالرحمن په کلي کې د خپل ماما په همکارۍ خپله مور په چاقو وژلې او تښتېدلی ده.

سرچینې دغه راز ویلي، چې د دغې مېرمنې د دوهم واده ورور او زوی یې مخالف وو.

د طالبانو ځایي حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

حماس:موږ هم اسرائیلو سره اوربند ته چمتو یو

0

د حماس یوه جګپوړي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دا ډله په غزه کې اوربند ته چمتو ده او په لبنان کې د اسرائیلو او حزب الله ترمنځ د اوربند د موافقې هرکلی کوي.

دغه چارواکي ویلي، چې موږ په مصر، قطر او ترکیې کې منځګړو ته خبر ورکړی چې حماس د اوربند او د بندیانو د تبادلې جدي تړون ته چمتو دی؛ خو اسرائیل د دې موافقې په وړاندې خنډ دی.

په ورته وخت کې به لبنان کې د اوربند په پلي کېدو سره، امریکايي او اسرائیلي چارواکو هیله څرګنده کړې چې د حزب الله د پوځي ملاتړ له لاسه ورکول به حماس دې ته اړ کړي چې سولې ته غاړه کېږدي.

بل لورته اسرائیلو ویلي، چې حماس د يرغمل شويو کسانو د خوشې کولو په اړه تر اوسه د دغه هېواد شرطونه نه دي منلي.

د طالبانو حکومت؛پروان کې یو کس د قذف په تور ۸۰ دُرې وهلی

د طالبانو حکومت سترې محکمې ویلي، چې په پروان کې یې پر یوه کس د قذف حد پلی کړی دی.

یادې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کس په یوه بل کس د زنا تور پورې کړی و چې د ثبوت نه لرلو له امله په عام محضر کې اتیا دُرې و وهل شو.

د یادونې ده چې په تېره یوه میاشت کې د طالبانو حکومت د ۱۵ ښځو په ګډون ۱۰۱ کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په عام محضر کې په درو وهلي دي.

ریچارډ بینېټ:د طالبانو د امربالمعروف قانون د افغانانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د جنسيت پر بنسټ سیستماتیکې ځپنې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

ریچارډ بینټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنيوي د ورځې د پیلېدو په مناسبت ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول لوی جرم دی او په وینا یې دا جرم د طالبانو له لوري ترسره کېږي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو حکومت افغانستان ته د ریچارډ بینېټ په راتګ بندیز ولګوو او هغه یې د پروپاګند په خپرولو تورن کړ.

ازبکستان کې؛د ملګرو ملتونو او د منځنۍ اسیا هېوادونو چارواکي له افغانستان سره په همکارۍ خبرې کوي

ازبکستان وایي، چې د ملګرو ملتونو چارواکي او د منځنۍ آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران په تاشکند کې راټول شوي ترڅو د سیمې او افغانستان سره د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په ګډون د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، او ترکمنستان استازي په دې غونډه کې ګډون لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې غونډې د اجنډا یوه مهمه برخه د افغانستان پر محور د سیمه‌ییزې همکارۍ اړوند بحثونه دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

محسن نقوي:د افغان کډوالو د برخلیک په اړه به لنډ وخت کې یوه مهمه پرېکړه وشي

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، چې د پاکستان په وروستیو مظاهرو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه به نن جزیات شریک کړي.

نوموړي ویلي، چې په نژدې ورځو کې به د افغان کډوالو د برخلیک په اړه یوه مهمه پرېکړه اعلان شي.

محسن نقوي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړې.

د یادونې ده چې په اسلام اباد کې د وروستیو مظاهرو له کبله شپږ تنه وژل شوي او دغه مظاهرې لا هم دوام لري.

انتونیو ګوتریش:د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هرکلی کوم

0

‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې په لبنان کې د حزب الله او اسراييل ترمنځ د اعلان شوي اوربند هرکلی کوي.

ښاغلي ګوترېش پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، چې د اوربند هرکلی کوي او هیله لري چې دغه تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي، کړاوونو او ویجاړۍ د پای ته رسېدو لامل شي.

بل لورته د فرانسې ولسمشر، ایمانویل مکرون هم ویلي، چې د دغه تړون ملاتړ او هرکلی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو امنیتي کابینې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ د اوربند طرحه تېره شپه په یوه خوله تصویب کړه.

نتنیاهو:لبنان کې له اوربند وروسته به ډېر تمرکز پر ایران او حماس وکړي

0

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې په لبنان کې د اوربند تر رامنځ ته کیدو وروسته به ډیر تمرکز پر ایران او حماس باندې وکړي.

د اسرائیلي رسنۍ د راپورونو له مخې، نتنیاهو ادعا کړې چې په لبنان کې د اوربند رامنځ ته کول به تل ابیب ته اجازه ورکړي چې پر حماس او ایران زیات تمرکز وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د لبنان په سویل کې یې د حزب الله ټول تاسیسات او د قوماندې مرکزونه ویجاړ کړي دي.

هعه ویلي، کله چې حزب الله له صحنې څخه ووځي، حماس به په جګړه کې یوازې پاتې شي او پر ضد به یې زموږ فشارونه زیات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د اوربند موافقه تصویب شوې ده.

پاکستان؛وروستیو لاریونونو کې شپږ تنه وژل شوي

0

د پاکستان په مرکز اسلام‌اباد کې د مظاهره‌چیانو او پاکستاني امینتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د څلور امنیتي سرتېرو په شمول لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ وایی، چې مظاهره‌چیانو په دوو جلا ځایونو کې پر خبریالانو هم بریدونه کړي او ټپیان کړي یې دي.

خو د تحریک انصاف ګوند د تاوتریخوالي تورونه رد کړي او امنیتي ځواکونه یې د دوی پر وړاندې په تاوتریخوالي تورن کړي دي.

بل لورته رویټرز ویلي، چې د دغه اعتراضونو له کبله د تاوتریخوالي د زیاتېدو له وېرې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د مهمو ودانیو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د ساتنې لپاره پوځي ځواکونه ګمارل شوي دي.

سي‌ان‌ان:په لبنان کې د اوربند موافقه تصویب شوې ده

0

سي‌ان‌ان په یوه راپور کې وایي، چې په لبنان کې د اوربند موافقه تصویب شوې ده.

سي‌ان‌ان د اسرائیلو د امنیتي کابینې د یوه چارواکي په حواله ویلي، چې د اسراییلو امنیتي کابینې د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د اوربند موافقې ته رایه ورکړه.

راپور کې ویل شوي، چې د دغه وړاندیز هدف له حزب الله سره د شپیتو ورځو د دښمنۍ ختمول دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ‏ رویټرز هم د لبناني چارواکو له قوله ویلي وو، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به ډېر ژر په لبنان کې د حزب الله او اسرائیلي پوځ ترمنځ اوربند اعلان کړي.