پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 748

اېکنامیک ټایمز:افغانستان د لوړ خطر لرونکو هېوادونو په سر کې دی

اېکنامیک ټایمز ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان د لسو هغو هېوادونو په قطار کې شامل دی، چې د خطر کچه په کې لوړه ده.

که څه هم راپور کې یو شمېر نور هېوادونه هم یاد شوي؛ خو ویل شوي چې افغانستان تر ټولو خطرناک هېواد دی او سیلانیان باید هلته سفر ونه کړي.

د افغانستان ترڅنګ یمن، سوریه، جنوبي سوډان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، روسیه، اوکراین، سومالیا، سوډان او عراق په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ د «لوړ خطر» لرونکي هېوادونو په ډله کې شامل هېوادونه دي.

روسیه:سوریه کې د تحریر شام په مرکزونو برید کې یې ددغې ډلې ۳۰۰ جنګیالي وژلي

0

سوریه کې د روسیې د پخلاینې مرکز مرستیال، اولګ ایګناسیوک ویلي، چې د تحریر شام په مرکزونو یې په بریدونو کې د یادې ډلې۳۰۰ جنګیالي وژلي.

ټاس خبري اژانس د اولګ ایګناسیوک په حواله لیکلي چې، له دغه بریدونو یې موخه په سوریايي ځواکونو د بریدونو مخنیوی دی.

تر دې وړاندې د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي و چې، دغه هېواد کې په تېرو درېیو ورځو جګړه کې نږدې ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

ټرمپ:که د بریکس سازمان په ډالرو راکړه ورکړه ونه کړي؛ نو تعرفه به پرې لوړه کړي

0

د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که د بریکس سازمان غړي په ډالرو راکړه ورکړه کمه کړي؛ نو تعرفه به ورباندې لوړه کړي.

نوموړي ویلي، د بریکس سازمان باید کلکه ژمنه وکړي، چې له ډالرو پرته په بل پولي واحد راکړه ورکړه نه کوي.

نوموړی دا څرګندنې داسې مهال کوي، چې ښايي بریکس سازمان راتلونکي کې خپل پولي واحد جوړ کړي.

د یاد سازمان غړو هېوادونو تېره میاشت هم په دې اړه خبرې کړې وې.

خیبر پښتونخوا؛وسله والو دوه پاکستاني پولیس وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي

0

خیبر پښتونخوا کې په دوو امنیتي پېښو کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

یادې پېښې په لکي مروت او خیبر ایجنسي کې رامنځته شوې دي.

په وژل شویو کسانو کې یو یې پولیس افسر دی.

ټپیان شوي کسان د درملنې لپاره پېښور ته وړل شوي.

تر اوسه د دغو بریدونو مسؤلیت چا نه دی منلی.

طالبانو؛پکتیکا کې هغه ماشوم وژلی، چې د یو طالب د واده له ګل پوش موټر یې ګل شکولی وو

پکتیکا کې یو ۱۱ کلن ماشوم وروسته له هغې د طالبانو له لوري ویشتل شوی، چې د یو طالب د واده له ګل‌پوش موټر یې ګل راشکولی و.

د سیمه‌ییزو سرچینو د مالوماتو له مخې، وژل شوی ماشوم ابراهیم نومیږي.

پېښه څو ورځې وړاندې رامنځته شوې ده.

طالبانو که څه هم هغه مهال قاتل طالب نیولی وو؛ خو له څو ورځو ځنډ وروسته یې بېرته خوشې کړی دی.

د سی آی ای پخوانۍ ماموره سارا ادم امریکا ته؛ ستاسې کلیدې متحد( طالبان ) په سوریه کې په جګړې بوخت دي

په داسې حال کې چې په سوریه کې د حکومتي او وسله والو ډلو ترمنځ جګړې زور اخیستې ویل کیږي، دې جګړې ته د ترکیې او یو شمیر نورو هیوادونو په ګډون ګمان کیږي د افغانستان څخه یو شمیر طالبان هم ورغلي دي.

د سي آی ای پخوانۍ ماموره سارا ادم د یو ویډیو په خپرولو سره په طنزیه شکل لیکلي:«اوو وګورئ چې زموږ ښه ملګري او د ISKP په وړاندې “جګړه” کې د متحده ایالاتو کلیدي متحد 🙄، طالبان، اوس په سوریه کې جګړه کوي. دا واقعآ جالبه دی.»

میرمن ادم له امریکایانو پوښتلې چې ایا تاسې غواړئ چې ستاسې د مالیې او د سخت زحمت پیسې چیرته ځي؟

نوموړې نیوکه کړې او په تحقیر امیزه ډول لیکلي چې مونږ خوښ یو چې طالبان او القاعده ته په افغانستان کې خوندي ځای ورکړه او هره اونۍ میلیونونه ډالره د ترهګرو ته د ترهګرۍ ضد ډالرو استوئ.

سارا ادم له امریکا په طنزیه شکل امریکا ته ویلي:« لوی کار کوئ دوام ورکړئ.»

سوریه کې د حکومتي ځواکونو او وسلوالو ترمنځ کړکیچ؛ ولسمشر اسد د اماراتو او عراق له مشرانو سره ټلیفوني خبرې کړي

0

‏په سوریه کې د جګړې له پراخېدو سره سم د دغه هېواد ولسمشر بشارالاسد د عراق له لومړي وزیر او د متحده عربي اماراتو له رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره جلا جلا ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دغو خبرو کې ولسمشر اسد ټینګار وکړ چې د سوریې له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع ته چمتو دی.

د عراق لومړي وزیر محمد شیعه السوداني هم له وسله والو سره په جګړه کې د بشارالاسد پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو امنیت په یو بل پورې تړلی دی.

عراقي لومړي وزیر ښاغلي اسد ته ویلي چې عراق چمتو دی چې د ترهګرو ګواښونو په وړاندې په مبارزه کې له سوریې سره مرسته وکړي.

همداراز ولسمشر اسد د متحده عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره هم د سوریې د وروستیو پرمختګونو او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د سوریې د ولسمشرۍ دفتر په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي ولسمشر اسد ټینګار وکړ چې سوریه د ترهګرو او د هغوی د ملاتړو په وړاندې د خپلې خاورې د ثبات او بشپړتیا دفاع ته دوام ورکوي او د خپلو متحدینو او ملګرو په مرسته د دغه هیواد د ساتلو توان لري.

وینا پاڼه کې ویل شوي شیخ محمد بن زاید آل نهیان د سوریې د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ثبات لپاره د متحده عربي اماراتو په دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ او د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې یې د سوریې سره د مرستې ژمنه وکړه.

کرملین ماڼۍ؛ ولسمشر پوتین یو ځل بیا د جرمني د پخوانۍ لمړۍ وزیرې څخه بخښنه وغوښته

0

‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوې خبري ناسته کې یو ځل بیا د جرمني د پخوانۍ لومړۍ وزیرې انګلا مرکل څخه بخښنه وغوښته.

ښاغلي پوتین چې کرملین کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې ۱۷ کاله وړاندې د لومړۍ وزیرې انګلا میرکل سره د کتنې پرمهال د هغه څه له کبله بخښنه غواړي چې د نوموړي د سپي څخه ویریدلې وه.

انګلا میرکل په خپل تازه خپاره کړي یادښت کې لیکلي چې په ۲۰۰۷ کال کې ولسمشر پوتین په قصدي ډول د هغې د ویرولو لپاره خپل سپی مجلس ته راوستی وو.

میرمن میرکل دا کړنه یوه ناخوښه تجربه بللې او لیکلي ښایي ولسمشر پوتین د خپل قدرت د ښودولو لپاره دا کار ترسره کړی وي.

روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا له میرمن میرکل څخه بخښنه وغوښته او زیاته یې کړه چې د هغې د وېرولو اراده یې نه درلوده.

افغانستان د افراطيت په خطر کې؛شل زره مدرسې جوړې شوي او ډېری یې جنګیالي روزي

په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلې واکمنۍ سره سم ۲۰ زره مدرسې جوړې شوې دي.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وایي، په دې مدرسو کې تر ډیره د زده کړې پرځای جنګیالي روزل کیږي.

تازه د سې آی ای پخوانۍ مامورې سارا آدم د یوې ویډیو په خپرولو سره لیکلي، چې یو افغان طالب جنګیالی د سوریې په جګړه کې د حکومت مخالفې وسله والې ډلې سره اوږه په اوږه د اسد د حکومت پر وړاندې جنګیږي.

طالبانو پخوا اعلان کړی وو چې د مدرسو شمیر تر دیرش زرو پورې رسوي چې افغان کارپوهان دغه چاره د افغانستان په زیان بولي او وایي چې ګوندي د افراطي ځواک په رامنځته کېدو سره به دغه هیواد او سیمه له خطر سره مخ کړي.

تردې وړاندې د متحدې جبهې مشر او د افغان پوځ پخواني جنرال سمیع سادات هم ویلي وو چې د القاعده په ګډون ګڼې وسله والې ډلې په افغانستان کې مرکزونه لري.

اسلام اباد کې د طالبانو سفارات: د پاکستان حکومت ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو ګډون ردوو، دا یواځې یوه بهانه ده

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په پاکستان کې د حکومت ضد لاریونونو کې د افغان کډوالو ګډون رد کړ.

د طالبانو سفارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، په حکومت ضد لاریونونو کې د افغانانو د ګډون په اړه د کورنیو چارو د وزیر او نورو پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې ښايي په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ځورولو لپاره یوه بهانه وي.

تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت افغان کډوال په حکومت ضد لاریونونو کې په ګډون تورن کړل او ویلي وو چې په دغو مظاهرو کې لږ تر لږه ۳۷ افغان کډوال نیول شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر هم ویلي چې د تحریک انصاف ګوند په مظاهرو کې افغان کډوالو هم برخه اخیستې وه.

د پنجاب حکومت بیا ویلي چې په مظاهره کې د ګډون کوونکو افغانانو هویت به ډیر ژرپه ډاګه کړي.