شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 744

پاکستان؛د وروستیو لاریونونو له کبله څلور پاکستاني ځواکونه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي

0

‏د پاکستان په اسلام اباد کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ جيو نيوز خبر ورکړی، چې اسلام اباد کې د عمران خان د پلویانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوي دي.

د پاکستان حکومت د دغه هېواد له پوځه غوښتي چې د پلازمېنې کنټرول په لاس کې واخلي.

د دغه راپور له مخې، د پاکستان حکومت د عمران خان په ملاتړ پر مظاهره چیانو د ډزو کولو امر صادر کړی او خبرداری یې ورکړی، چې هېڅ ډول تاوتریخوالی او ګډوډی به ونه زغمي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو لاريونونو له کبله د پاکستان په پلازمېنه کې انټرنېټ قطع شوى او دغه راز پلازمېنې ته تلونکې ټولې لارې او د راولپنډۍ او اسلام اباد ښارونو ترمنځ نښلوونکې لارې په بشپړه توګه بندې دي.

د هند غوره لیګ؛څلور نور افغان لوبغاړي د بېلا بېلو لوبډبو لخوا واخیستل شوه

0

د هند د غوره لیګ یا آی‌‌‌پي‌‌‌ایل لپاره پرون څلور نور افغان لوبغاړي؛ الله محمد غضنفر، فضل‌‌‌حق فاروقي، عظمت‌‌الله عمرزی او کریم جنت واخیستل شول.

عمرزی په ۲ کروړه او ۴۰ لکه هندي روپیو د پنجاب کینګز لوبډلې، غضنفر مومبي انډیزنز لوبډلې په ۴ کروړه او ۸۰ لکه، فاروقي په دوه کروړه روپیو راجستان رایلز لوبډلې او کریم جنت په ۷۵ لکه هندي روپیو د ګجرات لوبډلې واخیست.

تر دې یوه ورځ وړاندې رحمن‌الله ګوربز د کلکته‌‌نایټ رایډرز او نوراحمد د چینای سوپرکینګز لوبډلو له لوري اخیستل شوي وو.

راشدخان بیا له وړاندې د ګوجرات ټایټنز لوبډلې له ځان سره ساتلی دی.

د ویلو ده چې د آی‌پي‌‌ايل د بولۍ لپاره سږکال ۱۸ افغان لوبغاړي شارټ لېست شوي دي، خو تر دې دمه ۹ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شوي دي.

توماس نیکولسن:د طالبانو د امربالمعروف قانون د جنسي تبعیض بې ساري بڼه لري

د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړى استازى توماس نيکولسن وايي، د طالبانو هغه قانون چې د امر بالمعروف قانون نومېږي، د “جنسي تبعيض” بې ساري بڼه لري.

توماس نیکولسن د “ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې” په مناسبت په یوه آنلاین غونډه کې ویلي، چې د طالبانو د امربالمعروف قانون کړنې اروپايي ټولنه، کاناډا، د اسلامي همکاريو سازمان او د سيمې ځينې هېوادونه دغه کار غندي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ په موده کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره تر سلو ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

هغه دغه راز ویلي، چې د طالبانو نوي قانون ښځې اړ کړي چې په عامه ځایونو کې خپل ځان، مخ او غږ پټ کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېر یوه کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي خبر ورکړی.

رویټرز:جوبایډن او مکرون به ډېر ژر د حزب‌الله او اسرائیلو ترمنځ د اوربند اعلان وکړي

0

‏ رویټرز د لبناني چارواکو له قوله ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به ډېر ژر په لبنان کې د حزب الله او اسرائیلي پوځ ترمنځ اوربند اعلان کړي.

یادو چارواکو رویټرز ته د دغه اوربند د اعلان کره وخت نه دی ښودلى.

راپور کې راغلي چې د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د اکسیوس نشریې هم ویلي وو، چې اسرائیل او د لبنان حزب الله ډله د اوربند د یوې هوکړې په درشل کې دي.

ذبیح الله مجاهد؛تېر یوه کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي خبر ورکړی

د طالبانو حکومت وایي، چې تېر یوه کال کې د امربالمعروف وزارت له لوري شاوخوا ۲۰ زره ښځو ته د میراث، مهر، او نورو اساسي حقونو تأمین شوی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په وروستیو شپږ میاشتو کې هم ۱۰۰۰ ورته پېښې ثبت او حل شوي دي.

هغه ویلي، چې د درې کلونو په موده کې د یاد وزارت لخوا د پنځه زره هغو نکاحوو مخنیوی شوی، چې په کې ښځې د جبر، یا د پیسو په بدل کې، یا د هغوی د ناخوښۍ پر اساس او یا هم وړې نجونې سپین ږیرو سره واده ته اړ شوې وې.

نوموړي زیاته کړې، چې په وروستیو شپږ میاشتو کې هم ۵۰۰ ورته پېښې ثبت او مخنیوی یې شوی دی.

مجاهد دغه راز ویلي، چې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي او د شرعي حقونو څخه د دوی د محرومولو په اړه وروستیو شپږ میاشتو کې ۱۰۰۰ داسې پېښې ثبت او حل شوې دي.

د طالبانو حکومت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې له تېرو درې کالو راهیسې په هېواد کې یې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي او ګڼ نور بندیزونه یې هم په افغانو مېرمنو لګولي.

جلال امرخېل:د طالبانو مشر باید ذبیح الله مجاهد د بې مسوولیته څرګندونو له کبله احضار کړي

د سیاسي چارو شنونکي جلال امرخېل ویلي، د طالبانو مشر باید ذبیح الله مجاهد د هغو څرګندونو له کبله احضار کړي، چې ویلي یې وو، پر لمونځ کوونکو برید د بې غیرته سړي کار دی.

ښاغلي امرخېل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا ډول څرګندونې ځکه بې مسوولیته دي، چې دوی خپله روژه په خوله او پر لمانځه ولاړ خلک ویشتل.

نوموړي لیکلي، «ذبیح الله مجاهد باید زموږ هغو سپیڅلو مجاهدینو ته سپکاوی و نه کړي چې په دښمن به یې د لمانځه او روژې پر مهال بریدونه کول.»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ ویلي وو چې د داعش ډلې لخوا په بغلان کې په عامو خلکو برید د دوی ضعف بیانوي.

سرګي شویګو؛د طالبانو له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره کتلي

د روسیې فدراسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو او مل پلاوي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت ویلي، چې په دې لیدنه کې سرګي شویګو ویلي، چې دوی د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو پراختیا غواړي.

هغه ویلي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې په بېلابېلو خصوصاً د ریل پټلۍ، ټرانسپورت، صنعت، کرنې، برېښنا او کانونو په برخو کې بنسټيزې پروژې عملي کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې مسکو به دغه هېواد ته د افغانستان په صادراتي توکیو ګمرکي تعرفه راکمه او یا ختمه کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د طالبانو حکومت خپلې ملي ګټې او د خپل هېواد امنیت، ثبات او اقتصادي وده د سیمې له امنیت، ثبات او ښېرازۍ سره تړلي بولي.

هغه زیاته کړه، د طالبانو حکومت اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکارول شي.

نوموړي ویلي، چې د دوی حکومت غواړي چې د یوه مسؤل نظام په توګه په سیمه‌ییزو فارمټونو کې معناداره حضور ولري او له سیمه ییزو هېوادونو سره له نېږدې کار وکړي.

کبیر زیاتوي، افغانستان کې یې داعش ډله ځپلې او اوس مهال د افغانستان له خاورې هیچاته ګواښ نشته.

د طالبانو تر منځ اختلاف!

0

‏لیکوال: مولوي رحمت الله اندړ

د طالبانو تر منځ اختلاف د ملا محمد عمر اخوند له وفات وروسته را منځ ته شو.

دا خبره جوته ده چې ملا محمد عمراخوند د طالبانو یو ټولمنلی مشر و، هر طالب مشر او کشر یې اطاعت پر ځان لازم او واجب ګڼل، د هغه له هیڅ فرمانه سرغړونه نه کېده، له وفاته ورسته یې هم دوه کاله ډېری عام او خاص طالبان په مړینه نه و خبر، په پټو سترګو یې اطاعت ته ادامه ورکړي وه.

د هغه د مړیني د خبر د پټېدلو یو لامل دا هم و چې هسې نه د طالبانو تر منځ اختلاف را منځ ته شي.

تر ملا عمر اخوند وروسته، اختر محمد منصور د طالبانو مشر شو، هغه د خپلې شتمنې پر مټ د مشرتوب تر منصبه ورسید.
طالبان چې اوس هم کله د اختر محمد منصور یادونه او ستاینه کوي؛ نو مدبر امیر یې بولي او تدبیر یې همدغه شتمنې وه، نه یې زده کړې لري او نه د کومې بلې ځانګړتیا څښتن و.

د قطر ډلې، یا په بله اصطلاح د طالبانو سیاسي دفتر، مړ یا سوکه جهاد کاوو.

زما تره ویل چې د تېر انقلاب پر مهال مې د سیمې کوم سپینږیري ته وویل چې شپږ زامن لري، یو باید جبهي ته را ولېږي، جهاد پر موږ او تاسې ټولو فرض دی…

وایې هغه په ځواب کې راته وویل چې استاذه!
موږ دغه مړ یا سوکه جهاد کوو.
ما ویل مړ یا سوکه جهاد څنګه وي؟
وایې چې له مجاهد سره منډه کړي، لار ورښوولي، له واسکټه یې ګرد مرد ورڅنډلی، جامې ور پرېمنځلي، یوه ګوله ډوډۍ ورکړي، دوعا ورته کړي…

نو د قطر ډلې مړ یا سوکه جهاد ته ملا تړلي وه، خو د میډیا پر مخ به لکه د پېښورۍ ډرامې د بدمعاش په څېر را څرګندیده، شمله به یې په سر اچولي وه، تر پردې بیرغ لاندې به ولاړ و او بغارې به یې وهلي چې د افغانستان اردو باید منحل شي، هغه بل به یې ویل چې پر نر او ښځه تعلیم فرض دی او نجونې به تر دوکتورا پورې زده کړه کوي، هغه بل به یې له نیمه لوڅو بهرنیانو سره مرکې کولي…

د قطر ډلې چې څنګه مړ جهاد کاوو اوس همدغسې مړ موقف ورته رسیدلی، په دوه، دری میاشتې کې یو ځل د خبرو اجازه ورکول کېږي او دوی د خپل زړه بړاس وباسي.

طالبان تر خپل منځ د نظر او افکارو توپیر لري، یو ستر لامل یې دا دی چې دوی بېل بېل اوسیدلی، (د کوئټې شورا، د پېښور شورا، حقاني شبکه/ د میرانشاه شورا، د قطر سیاسي دفتر) یا د ظروفو او شرائطو دا غوښتنه وه او یا دوی ته په لوی لاس دغسې چاپیریال برابر شوی و چې یوه ډله له بلې ډلې لري واوسي.

که په لنډ ډول ووایو د قطر ډله د طالبانو ټامیان دي چې اوس یې ملګري ورځ تر بلې ډېرېږي، خو سیاسي واک نه لري.

سیاسي، بلکي ټول واک له ملا هبة الله اخوند سره دی، خو بیا یې هم د ځینو فرمانانو اطاعت نه کېږي او نه منل کېږي، لکه د عکسونو او تصویري رسنیو د بندولو او داسې نور…

ولي؟

د شتمن امیر له مړیني وروسته په طالبانو کې یو ځل بیا د امیر پر سر اختلاف راغی، اختلاف داسې حل شو چې مطلق صلاحیت باید له امیر سره نه وي، څه صلاحیتونه باید له رهبري شورا او څه صلاحیتونه له مرستیالانو سره وي.

ملا هبة الله اخوند امیر، خلیفه صیب سراج الدین حقاني او ملا یعقوب اخوند یې مرستیالان وټاکل شول.

کله چې جمهوریت سقوط وکړ، طالبان له خیالي امارته حقیقي امارت ته را کوز شول، د دوحي د قرارداد د تطبیق مرحله را ورسیده چې د قطر ډلي یې خلیلزاد او امریکایانو ته د بشپړ تطبیق ټټر وهلی و، له ستونزو سره مخ شو، بلکې نورې غټې او وړې مسئلي هم پیدا شوي چې ملا هبة الله اخوند او ډله یې له نورو مشرانو او کشرانو طالبانو سره ټکر کړه.

بالاخره اختلاف تر دې بریده ورسید چې ملا هبة الله اخوند رهبري شورا او خپل مرستیالان بې صلاحیته او لغوه کړل، د ځان د ساتنې لپاره یې ځانګړي قطعه جوړه کړه او د بې اعتمادي فضاء رامنځ ته شوه، له همدې امله د ملا هبة الله اخوند دیدار هم اسانه نه دی او چې کله کوم ولایت ته سفر کوي؛ نو سلګونه عرادي موټر او ټانګونه یې بدرګه کوي.

دا مهال قدرت له ملا هبة الله اخوند سره دی او دا نور یې زموږ د اندړو په اصطلاح مړې مړې ورته اړوي، په زړه کې ښه خپه دي، خو په خوله ډېر څه نه شي ویلی، ځکه د ملا هبة الله اخوند په امارت کې په ژبه او قلم هم انتقاد کول بغاوت دی، منتقد باغي او واجب القتل ګڼل کېږي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

خوست کې؛طالبانو د ځوانانو له لوري په وړیا ډول د کتاب وېشلو لړۍ بنده کړه

طالبانو خوست کې هغه ځوانان له کتاب وېشلو منع کړي، چې له اوږدې مودې راهیسې یې پر خلکو وړیا کتابونه وېشل.

یادو کسانو به له خلکو او کورونو کتابونه راټولول او بیا به یې په وړیا ډول پر ځوانانو وېشل، چې طالبانو څو ځله په شفاهي ډول منع کړي وو، خو اوس یې دغه لړۍ په بشپړ ډول پرې بنده کړه.

دوی تر اوسه د دغې لړۍ د بندېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د یو شمېر کتابونو پر چاپ او د ځینو کتابونو پر خرڅلاو هم بندیز لګولی.

اکسیوس:اسرائیل او لبنان د اوربند د یوې هوکړې په درشل کې دي

0

اکسیوس نشریې خبر ورکړی، چې اسرائیل او د لبنان حزب الله ډله د اوربند د یوې هوکړې په درشل کې دي.

د دغې هوکړې له مخې به اسرائیلي ځواکونه د لبنان له شمال وځي او حزب الله به هم خپلې درنې وسلې له سیمې انتقالوي.

تر دې وړاندې هم د اسرائیل ۱۲ رسنۍ خبر ورکړی و، چې اسرائیل د حزب الله جګړې د ختمولو پلان لري.