چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 737

د سوریې لومړی وزیر:چمتو یم، چې خپل واک مخالفینو ته ورکړم

0

د سوریې لومړي وزیر ویلي، چمتو دی، چې واک خپلو مخالفینو ته انتقال کړي.

محمد غازي جلالي په یو ویډیي پیغام کې ویلي، چې نوموړی له هېواد څخه نه دی وتلی او لاهم په خپل کور کې دی.

د هغه په خبره، دی اوس اماده دی ترڅو خپل واک مخالف لوري ته ورکړي.

نوموړی دا پیغام په داسې حال کې خپروي، چې اوس مهال د سوریې حکومت سقوط کړی.

راپورونه؛د بشارالاسد الوتکه د لبنان او سوریې ترمنځ سرحدي سیمه کې سقوط شوې

0

تازه
داسې راپورونه خپاره شوي، چې د سوریې د ولسمشر هغه الوتکه وېشتل شوې، چې دی په کې له دمشق څخه وتلی وو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا الوتکه د سوریې او لبنان ترمنځ ویشتل شوې؛ خو معلومه نه ده، چې نوموړی په کې وو او که نه.

یادې الوتکې په ۱۶۰۰ فوټه کې الوتنه کوله چې رانسکوره شوې.

تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

د سوریې پلازمېنه؛دمشق د تحریر الشام ډلې لاس ته ولوېد

0

د تحریر الشام ډلې د سوریې د پلازمېنې دمشق د نیولو خبر ورکړی.

یادې ډلې ویلي، چې په دمشق کې هیڅ پوځي نښې نه لیدل کېږي.

بل لورته الجزیرې خبر ورکړی، چې د سوریې ولسمشر بشارالاسد دمشق پریښی او نامعلوم لوري ته تللی دی.

ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې تحریر الشام ډله پلازمېنې دمشق ته ننوتې او خپله بریا نمانځي.

د سختو واورو له کبله؛د سالنګ لویه لار وتړل شوه

د سالنګ لویه لار د سختو واورو ورېدو او توپانونو له کبله وتړل شوه.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، چې دغه لاره تېره شپه نهه بجې تړل شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د تونل په دواړو غاړو کې د واورې پاکېدو چارې روانې دي.

د حق شناس په خبره، د لارې له پاکېدو وروسته به موټر چلوونکو ته اجازه ورکړي، چې پر دغې لارې تک راتګ وکړي.

ټرمپ:په سوریې کې د اسد او وسله والو جګړه امریکا پورې اړه نه لري او مونږ باید لاسوهنه ونکړو

0

د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوریه کې د وسله والو مخالفانو په بې ساري پرمختګ د سوریې د یو شمیر ښارونو د نیولو په اړه د بایډن په ادارې غږ کړی چې روانه جګړه د امریکا پورې اړه نه لري او باید هیڅ لاسوهنه په کې ونه کړي.

ولسمشر ټرمپ د روسیې اوکراین جګړې ته په اشارې سره ویلی چې روسیه دومره کمزورې شوې چې د اسد رژیم د دې هېواد متحد دی هم نه شي ساتلای.

هغه وویل چې روسیې په اوکراین کې نږدې ۶۰۰ سوه زره سرتیرې له لاسه ورکړي او نور ددې توان یې له لاسه ورکړی چې سوریه وساتي.

د یادونې وړ ده چې روسیه او ایران د بشارالاسد د رژیم ملاتړي او د ترکیې په ګډون یو شمیر نور هیوادونه د مخالفو وسله والو ملاتړي دي.

ضیاءالحق امرخېل:ولس څنډې ته شوی او غوښتنې یې نه اورېدل کېږي

تېر جمهوري حکومت کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل وایي، تېرو درې کالو کې ولس څنډې ته شوی او غوښتنې یې نه منل کېږي.

ښاغلي امرخېل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دې حالت یو ستر واټن رامنځته کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، د نړیوال مشروعیت لپاره کورنی مشروعیت تر نورو مهم دی.

امرخېل دغه راز زیاتوي، د ولس باور د هغوی د غوښتنو په پوره کولو ترلاسه کېږي.

د امربالمعروف مرستیال :بریتانیاوي علماوو وویل د طالبانو تر راتګ وړاندې اسلامي امت یتیم وو

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وایې، ددې وزارت پوځي مرستیال شیخ سعید احمد شهید خیل د برېتانیا هېواد د یو شمېر دیني عالمانو سره په کتنه کې ویلي «اسلامي امارت» یواځینی اسلامي نظام دی چې ټوله اسلامي نړۍ پرې ویاړي.

شهیدخیل له بریتانوي عالمانو غوښتي، چې د دوی د حکومت رېښیتنی انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

د امربالمعروف وزارت په خپلې ایکس پاڼې لیکلي:« د برېتانيې هېواد دیني عالمانو د اسلامي امارت مسؤولین د امت امامان یاد کړل او ویې ویل له ډېرو کلونو راهیسې مسلمانانو داسې انګېرله چې اسلامي امت یتیم دی؛ خو د اسلامي امارت پر راتګ موږ ډاډ ترلاسه کړ چې اسلامي امت اوس غمخوار لري او پرې ډاډه دي.»

د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي دغو دیني عالمانو د طالبانو دغه چارواکي ته ویلي دوی د امریکا او ناټو سره جګړه کې برخه نه ده اخیستې او په دې برخه کې ځان د اسلامي امت پوروړي بولي؛ خو ژمن دي چې د طالبانو د نظام اصلي او واقعې انځور به نړۍ ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د سعودي په پلازمینه ریاض کې د اسلامي نړۍ یو شمېر هیوادونو په لویه غونډه کې د «اسلامي امت» دغه غمخوار ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د اسلامي چاروکارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو اسلام د نورې نړۍ له اسلام سره توپیر لري چې دغه چارې د طالبانو سیاسي حیثیت صفر کړی دی.

د دسمبر ۱۳مه؛تر البانیا وروسته د افغان میرمنو دوهمه لویه غونډه هسپانیا کې جوړیږي

ټاکل شوې د روانې دسمبر میاشتې په دیارلسمه هسپانیا د افغان ښځو د د دوهمې لویې غونډې کوربه وي چې د بشري حقونو فعالانو، د جمهوري حکومت پخوانیو چارواکو، ژورنالیستانو او یوشمیر نورو ښځو په کې ګډون وکړي.
ددې غونډې لومړۍ غونډه د البانیا تیرانا ښار کې د روان کال د سپټمبر په ۱۱ نیټه ترسره شوې وه.
د دغې غونډې موخه افغانو میرمنو ته د دې فرصت برابرول ښودل شوي چې له یو بل سره خبرې وکړي.

د دوحې ناسته؛د طالبانو له لورې د میرمنو ضد قوانینو په اړه په کې خبرې کېږي

د دوحې ناسته نن له غرمې وروسته د قطر د امیر په خبرو پیل شوه.

ټاکل شوې چې په دې ناسته کې به د امربالمعروف د نوي قانون په اړه هم خبرې وشي.

بل لورته یادې ناستې ته د پخواني حکومت د پارلمان ځینې غړي هم بلل شوي دي.

په همدې حال کې یادې ناستې ته د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی پخوانی استازی زلمی خلیلزاد هم ورغلی دی.

لیونل میسي؛د امریکا غوره لیګ سیالیو غوره لوبغاړی شو

0

یونل مېسي د امریکا د غوره لیګ لانډون ډونوان لخوا د ٢٠٢۴ کال د فوټبال غوره لوبغاړی وټاکل شو.

هغه له تېر کال راهیسې د امریکا غوره لیګ سیالیو کې ۱۹ سیالۍ کړې، چې ۲۰ ګولونه یې وهلي او ۱۶ داسې پاسونه یې ورکړي، چې ټول ګولونه شوي.

نوموړي د دغه مډال اخیستو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې خپلو هڅو ته به دوام ورکوي.