چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 731

د طالبانو امربالمعروف:کابل کې مو د هغو رسنیو کارکونکي احضار کړل، چې موسیقي یې غږوله

کابل کې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د یو شمېر هغو رسنیو مسؤلین احضار کړي، چې رسنیو کې یې موسیقي غږولې وه.

یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي، د رسنیو له مسولینو یې په کلکه غوښتي، چې داسې محتوا خپره نه کړي، چې د دوی له اصولو سره ټکر کې وي.

دوی د ورغوښتو رسنیو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

د یادونې ده چې طالبانو تر دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې رسنۍ د موسیقي له کبله تړلې هم وې.

ذبیح الله مجاهد:زموږ د استازي له شتون پرته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته بې پایلې ده

د طالبانو حکومت وایي، د دوی د استازي له شتون پرته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته بې ګټې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د دوی له استازي پرته د یادې ناستې پرېکړې له دوی سره توپیري چلند دی.

هغه یو وار بیا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ غوښتنه کړې دی.

د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته نن ماښام پیلیږي.

لوکاشینکو:روسیه راتلونکی کال هایپرسوینک توغندي راکوي

0

د بیلاروس ولسمشر وایي، ټاکل شوې چې روسیه دوی ته راتلونکی کال هایپر سونیک توغندي ورکړي.

الکساندر لوکاشینکو ویلي، چې دا کار له پولنډ او لیتوانیا سره د احتمالي ترینګلتیا لپاره ترسره کوي.

نوموړی وایي اوس مهال د لنډو واټن ویشتونکو توغندیو د ځای پر ځای کولو پر لارو چارو بوخت دی.

د ایلن ماسک سرمایه؛۴۴۰ میلیارده ډالرو ته ورسېده

0

د ایلن ماسک سرمایه د تاریخ د لومړني کس په توګه له ۴۰۰ میلیارده ډالرو واوښته.

ډیلي میل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې نوموړی اوس مهال ۴۴۰ میلیارده ډالره سرمایه لري.

د هغه د شتمنۍ لویه برخه له ټسلا موټر جوړولو شرکت څخه لاسته راځي.

د یادونې ده چې د ماسک شتمني له بیل‌ګیټس او امازون شرکت له مشر زیاته شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:طبي انستیتوتونو کې د نجونو پر زدکړو بندیز یو نه منونکی اقدام دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې طبي انستیتوتونو ته د نجونو د تګ منع کول یو بې جوازه اقدام دی.

یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، د طبي انستیتوتونو بندول تعلیم او روغتیايي خدمتونو ته د افغانو ښځو د لاسرسي پر وړاندې یو خنډ دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه کړنه د افغان مېرمنو او نجونو حقونه او ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې امریکا لا هم په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه ملاتړ ته ژمنه ده او په ټولو برخو کې به د دوی ترڅنګ ولاړه وي.

سمیع سادات:خلیل الرحمن حقاني لوی تروریست او د پاکستان غلام وو

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات خلیل الرحمن حقاني لوی تروریست او د پاکستان غلام بللی.

هغه ویلي، چې د نوموړي په وژل کېدو له زړه خوشاله شوی.

نوموړي حقاني د شاه شهید، چهاریي زنبق او چهارایي عبدالحق څلور لارو د شهیدانو اصلي قاتل بللی.

سادات د کابل خلکو ته هم مبارکي ویلي.

عبدالسلام ضعیف:هغه دښمن چې زما د ثبات او یووالي دښمن دی، هغه زمونږ د فرد فرد دښمن دی

پخوانی طالب چارواکی او په اسلام آباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د کوم چا له نوم اخیستو پرته وایي، هغه دښمن چې زما د ارضي تمامیت، ثبات او یو والي دښمن دی هغه زموږ دفرد فرد دښمن دی.

ښاغلي ضعیف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «ترڅو ته د یووالي، اتفاق او خود کفایې، خپل واکی فکر لرې هغه ستا دښمن دی، په دوستۍ کې هم دښمن دی، پام کوه چې دوستي یې تر دښمني هم خطرناکه ده»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د طالبانو د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په یو ځانرګي برید کې ووژل شو.

ټي‌ټي‌پي؛پر خلیل الرحمن حقاني برید غندلی

تحریک طالبان پاکستان د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني وژنه غندلې ده.

دغې ډلې په یوه بیان کې خلیل الرحمن حقاني د معاصر جهاد بنسټګر بللی او د هغه پر وژنه یې خواشیني څرګنده کړې ده.

د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني په خپل بيان کې خليل الرحمان حقاني د حقاني کورنۍ “سترګې او رڼا” بللی دی.

د یادونې ده چې ګڼو نړیوالو بنسټونو دغه برید غندلی دی.

داعش ډلې؛پر خلیل الرحمن حقاني د برید پړه منلې

داعش ډلې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني د برید پړه منلې.

د داعش ډلې اړوند «اعماق» خبري اژانس ویلي، چې په پروني برید کې یې، خلیل الرحمن حقاني او د هغه همکاران او ساتونکي په نښه کړي دي.

یاد اژانس ویلي، چې ځانمرګی بریدګر د دوی کس و.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت؛په افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي، ترهګریزو فعالیتونو او سیاسي وژنو مخالف یو

قطر د طالبانو حکومت د کډوالو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني وژنه غندلې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې دغه هېواد په افغانستان کې د هر ډول تاوتریخوالي، تروریستي فعالیتونه او سیاسي وژنو، چې لامل او انګیرنه یې هر څه وي مخالف دی.

د قطر بهرنیو چارو وزارت د پېښې د قربانیانو له کورنیو او طالبانو له حکومت سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې.