پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 730

اسلامي نظامونه او «جز نه کل ته» روشونه

لیکوال: رحمت شاه فراز

په هغو نظامونو کې چې «اسلامي» ور پورې تړلی وي، د پرېکړو لپاره د «جز نه کل ته» ميتود کارول کېږي. د دې وجه دا ده، چې په دې نظامونو کې کلي او عمومي تګلارې او روشونه نه وي. دا يوازې د اسلامي نظامونو خاصه هم نه ده، ټول هغه نظامونه چې د ايډيالوژي پر بنسټ رغېدلي وي، د خپلو فيصلو لپاره له همدغه طرز نه کار اخلي. مثلا تاسو کمونيستي نظام هم وګورئ.

د «جز نه کل ته» روش په يوه نظام کې ګڼ دلالتونه لري، چې يو يې د ټيټې درجې د منتظمینو له خوا راټوله شوې غيرمنظمه، تر ډېره په دروغو او جعلي راپورونو ولاړه ډيټا وي.

پرون ورځ د اوسني نظام د مشر يو بل فرمان دا و، چې عامو خلکو ته دين ور زده کړئ. په کندهار کې مېشت مشر څرنګه خبر شو، چې عام خلک په دين نه پوهېږي؟ دی د هغې ډيټا له مخې پوهېږي، چې له ټيټې درجې را ټوله شوې وي او بيا د تعويذونو غوندې څو پوښه يې اغوستي وي او بلاخره د مشر حضور ته رسېږي او هلته مشر ته يوه ډېره وړه مسئله هم له مبالغې او دروغو په ډک انداز کې بيانېږي او مشر خپلې توندې پرېکړې د‌ همدغو مبالغو او دروغو له مخې کوي.

هغه نظامونه چې هلته د ډيټا په ځای د خلکو په مستقيمه رايه قوانين او پرېکړې جوړېږي، امکان يې شته، چې په هغو کې هم کله نا کله له عدل لرې قوانين تصويب شي، خو دا د يوې وړې ډلې له خوا د ټولې شوې ډيټا له مخې جوړ شوي قوانين نه وي، بلکې د يوه ملت د جمعي شعور په بيداره اراده جوړ شوي وي‌.

ولې په ايډيالوژيکو کې نظامونو کې قوانين او پرېکړې د «جز نه کل ته» روش له مخې کېږي؟ ځواب دا دی، چې ايډيالوژيک نظامونه ايډيالوژي لري، خو د نظام د جوړېدو نقشه او ساختمان نه لري. ايډيالوژي د دوی لپاره د تش ساختمان غوندې وي، چې څلور خوا دېوالونه هم لري، سر يې هم پټ وي، خو دروازې نه لري او نه دوی پوهېږي، چې په دې لويه ودانۍ کې کومه خونه چېرته جوړه کړي. له دې امله دوی خپلو جاسوسي، معلوماتي او اخلاقي پوليسو ته دنده سپاري، چې معلومات را ټول کړي او بيا د همدې له مخې د خپلې ايډيالوژي په لوی کور کې واړه کورکي جوړوي. کله مو فکر کړی، چې د اوسني نظام قوانين ولې په تدريج سره راوځي؟ دوی خو خپله ايډيالوژي اسلامي معرفي کوي او اسلام څوارلس سوه کلن تاريخ لري، نو دوی ولې پرون هغه قوانين نه لرل، چې نن یې تازه تازه جوړوي؟

يوه ايډيالوژي به ډېره سپېڅلې وي، خو د ايډيالوژي پر سر جوړ شوی نظام ټول په دروغو ولاړ وي، په وقتي او موقتي پرېکړو چلېږي او هغه ساعت او هغه مصلحت يې اصولي تګلاره وي.

نظامونه هغه مهال پرمختګ کولی شي، چې نقشه يې موجوده وي او پلي يې کړي. خو موږ اوسمهال په يوه بې نقشې ساختمان کې ايسار شوي يو، دلته به مو کله د معروف او منکر قانون نوک را وهي او کله به د زدکړو د بنديز سردري تندی را پړسوي. کله به په حمام کې د غسل په نيت ولاړ يو، د تشناب پايپ به را خلاصېږي او کله به دروازه خلاصوو، خو تر شا به يې نه کوټه وي نه لاره، تک تور دېوال به وي.

زموږ د استدلال درې کمزوري ټکي

لیکوال: رحمت شاه فراز
موږ له خواصو تر عوامو تقريبا ټول په زړه کې په دې باور لرو، چې اصل دين خو همدا دی، چې دا اوس زموږ په هېواد کې نافذ شوی دی. خو دا چې په دين کې اساني هم شته او بله دا چې د اوسني عصر غوښتنو ته هم بايد پام وشي، نو زموږ د عوامو او خواصو تمه دا وي، چې اوسني چارواکي دې له يو څه نرمي کار واخلي. د اوسنيو چارواکو په خلاف زموږ ټوله مقدمه د «نرمي» په اصل ولاړه ده‌ او داسې نه ده، چې د مذهبي متونو په اساس موږ له دوی سره داسې استدلال کړی دی، چې دوی بې ځوابه شي او خپله غلطي پرې واضحه شي.

دوی عصري تعليم ته مباح وويل. دا يوازې د رسنيو په مخکې د جذباتو اغېز نه و، بلکې د دوی په ټول لټريچر کې عصري تعليم مباح منل شوی دی. خو پوښتنه دا ده، چې که مباح هم وي، نو د بنديز جواز يې له کومه راغی؟ په اسلام کې بنديز د حرام په معنا دی او يا ممکن د سد ذرايع له مخې پر يوه شي بنديز ولګول شي. خو زدکړې چې مباح دي او د سد ذريعه کوم ښکاره اړخ هم په ځان کې نه لري، نو يو مباح شی په کوم اساس حرام شوی دی؟ د قرآن په ژبه به ترې وپوښتو چې «لِمَ تُحَرِّمُ مَا أَحَلَّ اللَّهُ؟»

زموږ په مقدمه کې دوهم اصل د «ضرورت» دی. خو دا اصل په دې کمزوری دی، چې د ضرورت د اثبات لپاره له مذهبي متن نه استدلال نه شو کولی، خو د دې ضرورت د رد لپاره د خپل ځانګړي فکري جوړښت له مخې هر ډول استدلال کولی شو. که مباح هم وي او ضرورت هم وي، نو داسې يوه کار ته دې ولې جواز ور نه کړل شي؟ وجه يې دا ده، چې د اوسنۍ ډلې په مذهبي فکر کې ضرورت د شریعت له مصادرو څخه نه دی. دوی چې د هر شي لپاره مذهبي استدلال لټوي، د ضرورت لپاره به مذهبي استدلال له کومه کوي؟

زموږ په مقدمه کې دريم اصل د «حق» دی. دا اصل په دې وجه کمزوری دی، چې د حق په اړه زموږ ټول بنيادي تصور په ناسم استدلال ولاړ دی. موږ حق له يوه شخص څخه بېلېدونکی يا جدا شی ګڼو. چې بېل يې ګڼو، نو حق يو داسې څه دی، چې بيرون پروت دی او بل هر څه او څوک پرې قبضه کولی شي او بيا به د خپل حق د ترلاسي لپاره له حق تلفوونکي سره جنګ او جګړه کوو. د ښځو د تعليم حق هم په هوا کې معلق ځوړند و، يوه ډله راغله، په دې حق يې قبضه وکړه او اوس بايد يا وجنګېږو او يا لاس تر زنې کېنو او د دوی رحم و کرم ته په تمه شو. دا چې اوسنۍ ډله د يوه مذهب په استازيتوب کې ولاړه ده، نو اوس حق له ډلې سره هم نه دی، له مذهبي متن سره دی او مذهبي متن د حقونو مانيفيسټو نه ده، چې ور به شو او خپل حقونه به ترې وباسو. په دې چې د مذهبي متن له حقونو سره هېڅ راشه درشه نشته، مذهبي متن دومره کولی شي، چې د يوه حق د اصلاح او وضاحت په اړه احکام ورکړي، نور هېڅ هم نه‌ شي کولی. مثلا «په اسلام کې سړی د واده حق لري» دا يوه بې معنا خبره ده. ايا تر دې پخوا سړو واده نه کاوه؟ ښځو ته يې د تجارت حق ورکړ. ايا پخوا تجارې ښځې نه وې؟

زموږ په مقدمه کې يوازينی اصل چې له پامه غورځېدلی دی او يوازې همدا اصل زموږ د ټولو اوسنيو ستونزو حل په ځان کې لري، د‌ «ازادي» اصل دی. هر انسان ازاد خلق شوی دی. انسان ته ازادي خدای ورکړې ده، دغه ازادي له خدای پرته بل هېڅ څوک هم له انسان نه نه شي اخيستلای. د بشر ازادي له دې امله هم يوازنی قوي اصل دی، چې له مذهبي متن نه هم بې ساری استدلال ورته راوړلی شو او د دې حق تروړونکي هم په ټول مذهبي متن کې د هېڅ ازادي سلبوونکي اقدام په ملاتړ کې استدلال نه شي موندلی. په دې چې د دې حق د سلبولو په مقابل کې دوی له داسې پوښتنو سره مخ کېږي، چې ځواب يې د بشر په لاس کې نشته. مثلا دوی دا حق له کومه کړی، چې د‌ خدای احکام په زور په خلکو نافذ کړي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې به يوازې يوه الهي لوحه را نازلېږي او په واضح ډول به دا ليکلي وي، چې «همدې اوسنۍ ډلې ته خدای دا حق ورکړی دی، چې د افغانستان په خلکو دين نافذ کړي.» لکه د طالوت په اړه چې حکم راغی او خدای واکمني ورکړه. که د دغې ډلې په تړاو دغسې اسماني لوحه نازله نه شي، نو بيا زه يا بل او بل ولې د خدای دين په ځمکه نه شو نافذولی، چې دوی يې نافذوي؟

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر؛د ډسمبر نهمې راهیسې مو ۴۳ وسله وال وژلي

0

د پاکستان پوځ عامه اړیکو دفتر وایي، د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یو شمېر سیمو کې یې د روان کال ډسمبر نهمې راهیسې عملیات کړي، چې۴۳ تنه وسله وال یې وژلي.

خبرپاڼه کې د وژل شویو وسله والو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده، چې خیبر پښتونخوا کې ټي‌ټي‌پي او بلوچستان کې بیا بلوڅ ازادي غوښتونکي فعالیت لري.

هسپانیا؛مادرید کې د افغان ښځو دویمه غونډه پیل شوه

د هسپانیې په مادرید کې د افغان میرمنو دوهمه غونډه پیل شوه.
پدې غونډه کې د بشري حقونو فعالانو، د جمهوري حکومت پخوانیو چارواکو، ژورنالیستانو او یوشمیر نورو ښځو ګډون کړی.
د یادې ناستې یوې ګډونوالې فرح مصطفوي حماسه میډیا ته ددې غونډې په اړه وویل چې لومړۍ غونډه د البانیا تیرانا ښار کې ترسره شوې وه چې
موخه یې افغانو میرمنو ته د دې فرصت برابرول ښودل شوي چې له یو بل سره خبرې وکړي.

جان کربي:داعش لاهم ګواښ دی او معلومیږي چې دوی طالبان په نښه کوي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي، دوی لا د مخه افغانستان کې د داعش ډلې د ګواښ په اړه اندېښمن وو.

جان کربي د یادې ډلې له لوري د خلیل الرحمن حقاني وژل کېدو ته په غبرګون کې لیکلي، دا برید د دې ښکارندوي کوي چې داعش طالبان په نښه کوي.

نوموړی زیاتوي، امریکا له افغانستان څخه تر وتلو وړاندې د یادې ډلې پر وړاندې عملیات کړي او اوس یې په نږدې سیمو کې دفاعي ځایونه فعال دي.

د یادونې ده چې داعش ډلې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست د وژل کېدو مسؤلیت منلی وو.

ممتاز بلوڅ:اسلام اباد له کابل سره د خبرو له لارې د ستونزو حل غواړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وایي، پاکستان له افغانستان سره د خبرو له لارې د ستونزې حل غواړي.

نوموړې یو خبري کنفرانس ته ویلي، د پاکستان او طالب چارواکو ترمنځ وروستۍ ناستې د دې ښکارندوي کوي، چې پاکستان د مانا لرونکو خبرو پر اساس د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو حل غواړي.

پاکستان کې افغان کډوال، وخت ناوخت د سوداګریزو لارو تړل او د پاکستان له لوري افغانستان کې د ټي ټي پي د شتون ادعا هغه ستونزې دي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې یې کړکېچنې کړې دي.

د امریکا د سولې انستیتوت:کروندګرو ته د مناسب بدیل کښت نه برابرېدل د افغانستان سیاسي کړکېچ لا پراخوي

د امریکا سولې انستیتوت راپور ورکړی، چې افغانستان کې د کوکنارو کم قیمته بدیل کښت ښایي په دغه هېواد کې د سیاسي کړکېچ کچه زیاته کړي.

راپور کې راغلي، دا چاره سره له دې چې د طالبانو قدرت ښکاره کوي؛ خو بل لورته د خلکو د نارضایتي سبب هم شوې.

دا راپور داسې مهال نشریږي، چې افغان کروندګر دوی ته د مناسب بدیل کښت نه موندلو له کبله پر طالبانو نیوکې کوي.

رویټرز:غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې ۶۶ تنه وژل شوي

0

رویټرز خبري اژانس وایي، چې تېره ورځ غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې شاوخوا ۱۲۰ تنه مړه او ټپیان شوي.

رویټرز ویلي، چې د اسراییلو په بریدونو کې ۶۶ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

رویټرز ویلي، چې په وژل شویو کې ۱۳ د بشري مرستو کارکوونکي دي.

په ورته وخت کې حماس ویلي، اسراییلي ځواکونو د تېر زېږیز کال له اکټوبر راهیسې غزه کې د بشري مرستو لږ تر لږه ۷۰۰ ساتونکي وژلي دي.

اتونبایووا:پر ښځو او نجونو د طالبانو لګېدلي بندیزونه بې ساري دي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا د یوناما مشرې یو وار بیا ویلي چې افغانستان کې باید د ښځو او نجونو پر وضعیت لګېدلي بندیزونه لرې شي.

روزا اتونبایووا نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې ته ویلي، چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو بندیزونه بې مخینې دي.

نوموړې دغه راز ویلي چې دوی په روان کال کې له ۱۵.۳ میلیونو افغانانو سره مرسته کړې ده.

د سوریې له زندانونو؛د تراویس تیمرمن په نوم امریکایي وګړی هم ازاد شوی

0

راپورونه وایي، چې د دمشق له زندانونو یو امریکایي بندي هم ازاد شوی.

یاد زنداني خپل ځان تراویس تیمرمن معرفي کوي او وایي، نږدې اوه میاشتې وړاندې سوریې ته له راننوتو سره سم ونیول شو.

دی وایي، له زندان څخه له ده سره ګڼ شمېر نور بندیان هم ازاد شوي.

نوموړی زیاتوي، اوس یې پلان وو، چې اردن ته ځان ورسوي.

تیمرمن وایي، حالت یې ښه وو او زندان کې ورته پر وخت ډوډۍ رسېده.

بل لورته امریکایي سرچینو هم د هغه ازادېدل تائید کړي او ویلي یې دي، چې نوموړی څه موده مخکې په مجارستان کې نادرکه شوی و.