پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 728

بلنکین:له شام التحریر سره مستقیم ډول اړیکه لرو

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي، چې په سوریه کې له حاکمې ډلې شام التحریر سره په تماس کې دي.

نوموړي ویلي، له یادې ډلې سره په مستقیم ډول اړیکه لري او د سوریې په اړه یې هم تر ډېره دریځ پخوانی دی؛ خو زیاته کړې یې ده، چې ښايي په راتلونکې کې په سوریې لګېدلي بندیزونه راکم کړي.

هغه د سوریې د نوې واکمنې ډلې له لوري وروستۍ مثبتې څرګندونې هم ستایلې؛ خو ویلي یې دي، چې امریکا تر هر څه زیات عمل ته ترجیح ورکوي.

د پاکستان ملي حزب سیمه‌ییز مشر؛د نامالومو وسله والو له لوري وژل شوی دی

0

د پاکستان ملي حزب سیمه‌ییز مشر عبدالغفار بلوڅ د نامالومو وسله والو په برید کې ووژل شو.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړی د پنجګور په چاتیکان سیمه کې وژل شوی دی.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، پر نوموړي له جومات څخه د راوتلو پر مهال برید شوی.

تر اوسه د یاد برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

سوریه کې؛د شراب څکلو ځایونه او شپني کلبونه بېرته پرانېستل شول

0

فرانس پریس خبري اژانس وايي، چې په سوریه کې د شرابو څکلو ځایونه او شپني کلبونه یو وار بیا پرانیستل شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا کلبونه له تېرو څو ورځو راهیسې تړل شوي وو.

یاد خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله ویلي، چې د اوس لپاره دا واړه موضوعات دي او دوی ته داسې لوی موضوعات مخې ته پراته دي، چې تر دې زیات لومړیتوب لري.

سره له دې، چې هلته یوه مذهبي ډله واک ته رسېدلې؛ خو بیا یې هم ویلي چې د خلکو په فردي ازادي هیڅ کار نه لري.

رویټرز:روسیه خپل سرتېري له سوریې باسي

0

رویټرز د یو شمېر روسیي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دوی د بشارالاسد د نظام له سقوط وروسته خپل سرتېري له دغه هېواد وباسي.

سرچینې د څلورو چارواکو له قوله ویلي، چې روسیه به په دغه هېواد کې خپلې هوايي اډې پرېنږدي.

تېره روځ هم یو شمېر رسنیو راپور ورکړی وو، چې روسیي ځواکونه په سوریه کې د خپلو تجهیزاتو راټولولو په لټه کې دي.

روټیرز د خپلو سرچینو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

الجولاني:سوریه به تر دې وروسته پر یو پرمختللي هېواد بدلوو

0

د تحریر الشام ډلې مشر ابو محمد الجولاني ویلي، چې سوریه به د لا پرمختګ پر لور بیایي.

هغه نن د سوریې دولتي تلویزون ته په وینا کې ویلي، دوی په یو داسې حالت کې قرار لري، چې باید خپل هېواد د اساسي قانون او مدني ټولنو پر اساس ورغوي.

نوموړي له روسیې سره د اړیکو پر رغولو هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې په خپله خاوره کې یې د ایران نفوذ پای ته ورسوو.

الجولاني پر سوریې د اسرائیل بریدونه هم په کلکو ټکو غندلي.

افغان کرېکټ لوبډلې؛له زمبابوې د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله

0

افغان کرېکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په درېیمه شل اوریزه سیالۍ کې ماتې ورکړه او په دې سره یې د روانو لوبو لړۍ په خپل نوم کړه.

په دې لوبه کې زمبابوې لومړۍ توپ وهنه وکړه او افغان لوبډلې ته یې د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ.

افغانستان ورکړل شوی هدف د لوبې په وروستي اوور کې پوره کړ.

د افغانستان لپاره توپ اچونه کې راشد خان ۴ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده چې د یادو سیالیو لومړۍ لوبه زمبابوې ګټلې وه.

ان بي سي نیوز:ټرمپ غواړي د لوړې له مراسمو وړاندې د اوکراین جګړه ختمه کړي

0

ان بي سي نیوز د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ډونالډ ټرمپ د اوکراین جګړې د ختمولو لپاره د یاد هېواد له چارواکو سره خبرې کړې دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ټرمپ د لوړې له مراسمو وړاندې د یادې جګړې د ختمولو ژمنه کړې ده.

تر اوسه ټرمپ او کابینې یې د یادې جګړې په اړه کومه واضح طرحه نه ده وړاندې کړې.

د یادونې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې د دغې جګړې د ختمولو ژمنه کړې وه.

د هنري نثر او معنا درې تړاوونه

لیکوال: رحمت شاه فراز

له معنا سره د هنري نثر لومړنی تړاو به د نی او ساز په مثال کې وګورو. د نی په څېر صيقل شوی او لطيف هنري نثر هله ساز پنځولی شي، چې د يوه هنرمند ګوتو ته ورشي او هنرمندانه پوکی ور پو کړای شي. د ناهنرمند سړي لپاره نی يوازې منځتشی لرګی دی، چې هېڅ درد يې نه دوا کوي. مثلا په ډېره هنري او تصويري ژبه چې د يوه داسې لېوني په ژوند کتاب وليکو، چې نه يې له لېونتوب مخکې دوره د بې ساري پرمختګ او لاسته راوړنو يوه خبره ولري او نه يې د لېونتوب عوامل سترګې ويښوونکي وي او نه يې له لېونتوب وروسته ژوند د درس او پند يو څو ټکي ولري. ايا تر داسې اثر نه به د لېوني پر ژوند اروپواهنيزه څېړنه ډېره ګټوره نه وي؟

له معنا سره د هنري نثر دوهم تړاو په ښکلي مار کې ګورو. ځينې ماران دومره ښکلي وي، چې سترګې نه ترې اوړي، خو درون يې ټول له زهرو ډک وي. ايا دغه مقوله خو به زما نافهمي يا تقليد نه وي، چې ډېر ښکلی يې، ډېر زهرجن وي؟ په ډېر ښکلي هنري نثر پنځول شوې شيطاني خبرې، انسان دښمنه فلسفې او د تباهيو او برباديو لارښودګوټي به له هغه مار سره څومره فرق ولري، چې ساتونک يې پرې عاشق وي او معشوقه يې د نېښ وهلو شېبې ته انتظار وي؟

له معنا سره د هنري نثر دريم تړاو به په ګل کې ولټوو. ګلونه د معنا او هنري نثر ډېر ښکلی امتزاج را په ګوته کوي. ګل نه د منځتشي نی په څېر دی، چې يوازې هنرمندانه شونډې ترې ساز او معنا ويستلای شي او نه د کوه قافي ښکلا لرونکي مار په څېر دی، چې نه به يې څښتن ښه ورځ ترې وويني او نه نندارچيان. ګل‌اندامه هنري نثر ته چې عادي انسان ور نږدې شي، له خوږو وږمو يې ذوق او احساس معطر شي، چې عطار ګوتې ور وړي، عطرينې وږمې ترې را وزبېښي او او چې مچۍ پرې راټولې شي، د شاتو خواږه ترې ساز کړي‌، په دې معنا چې له ګل‌اندامه هنري نثر نه ژوي او حشرې هم خپله برخه وړلی شي.

*هغسې* چې ښکلي اخلاق د څېرې بدرنګي پټولی شي، ايا ښکلې ژبه هم بدرنګي او عبثوالی پټولی شي؟ دغه راز هغسې چې بدرنګه اخلاق مو په ښکلي څېره کې هم بد راځي، نو په ښکلې ژبه کې بدرنګه او بې معنا خبره به مو ولې بده نه راځي؟

د طالبانو د عدلیې وزارت:تر اوسه ۷ قوانین په رسمي جریده کې چاپ شوي

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته تر اوسه اووه قوانین په رسمي جریده کې چاپ شوي دي.

د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، چې دا قوانین د څېړنو، تدقیق او فقهې سرچینو پر بنسټ ترتیب شوي، چې د دوی د مشر له تصویب وروسته چاپ شوي دي.

سره له دې، چې د افغانستان اساسي قانون شته؛ خو بیاهم طالبان وایي، د دوی اساسي قانون قران دی او د قران پر بنسټ قوانین جوړوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د طالبانو د امربالمعروف قانون له ګڼو نیوکو سره مخ شوی دی.

پاکستان؛د روان کال لسو میاشتو کې ۵۷۳ سرتېري وژل شوي

0

د روان کال په لسو میاشتو کې پاکستان کې ۵۷۳ سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه موده کې د دوی پر سرتېرو ۱۵۶۶ بریدونه شوي، چې نږدې دوه زره کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

سرچینه زیاتوي، په یاده موده کې نږدې درې زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د ۵۷۳ سرتېرو په شمول په کې ۹۲۴ کسان وژل شوي او دوه زره ۱۲۱ نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې، تر ټولو ډېر بریدونه په خیبرپښتونخوا کې شوي دي.