دوشنبه, جون 29, 2026
Home Blog Page 727

فضل محمود فضلي:د نجونو د زده‌کړو بندولو پرېکړه پردۍ او د افغان ټولنې سره په تضاد کې ده

د جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وايي، افغان ټولنه به د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام ونه مني.

د هغه په خبره، دا پرېکړه ولسي رېښه نه لري او افغاني ټولنې ته د منلو نه ده.

نوموړی زیاتوي، افغانانو هغه روایتونه منلي، چې له خپلې ټولنې یې راوتلي او هر وارد شوی فکر، چې ولسي بنسټ نه لري ماتېدونکی وي.

فضلي وايي، که ولس په ملي پروسو او تصمیم نیولو کې خپل رول ونه ویني؛ نو دغسې پروسې د ځان نه؛ بلکې پردۍ ګڼي، چې بیا یې د منلو پر ځای ردوي.

حامد کرزی:د فرانسس تواضع، د ادیانو ترمنځ ژمنتیا او له مسلمانانو سره اړیکې به د نړۍ خلک یاد ساتي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاپ فرانسس د مړینې له کبله ژوره خواشیني ښودلې.

کرزي ویلي، چې د هغه نه ماتېدونکې تواضع، د ادیانو ترمنځ د همغږۍ لپاره ژمنتیا، او له مسلمانو ملتونو سره اړیکې به د نړۍ ګڼ خلک یاد ساتي.

د نوموړي په خبره، پاپ د شفقت او یووالي داسې مثال پرېښود چې نسلونه نسلونه به یې یاد ساتي.

د یادونې چې پاپ فرانسس نن د ۸۸ کالو په عمر ومړ.

د اټومي سیاست نړیوال کنفرانس کې؛د عباس عراقچي وینا لغوه شوه

0

د زیاتو غبرګونونو له کبله د کارنګي مؤسسې له لوري د اټومي سیاست په نړیوال کنفرانس کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر وینا لغوه شوې.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي د دغې وینا د لغوه کېدو خبر ورکړی.

بل لورته یادې مؤسسې ویلي چې د دوی اجنډا پر خپل ځای ده.

تر دې وړاندې د “ایران اټومي پروګرام پر وړاندې د یووالي سازمان” مدیر عراقچي ته د وینا وخت ورکول شرموونکي بللي وو.

هغه ویلي وو چې عباس عراقچي د یو تروریستي سازمان غړی دی.

د حاجي ظاهر قدیر په اړه تعقیب؛کینا کې تر نیول کیدو وروسته د امریکا څارګرې ادارې ته سپارل شوی دی

نایروبي ټایمز راپور ورکړی، چې د افغانستان د پخواني حکومت د ولسي جرګې مرستیال حاجي ظاهر قدیر د امریکا په غوښتنه د کینیا پلازمېنې نایروبي کې نیول شوی.

کینیایي څارنوالانو د جمعې په ورځ امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو موافقه کړې.

د دوی په خبره، ظاهر قدیر غوښتل ځان امریکا ته د سپارلو له قضیې بچ کړي.

پر هغه د نشه‌یي توکو او وسلو د قاچاق تور دی.

تر اوسه امریکایي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

امیرخان متقي؛د قزاقستان له راغلي پلاوي د ویزو زیاتېدو غوښتنه وکړه

د قزاقستان راغلي پلاوي د طالبانو حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره تر کتنې وروسته د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي دي.

د یاد وزارت ویاند ضیاءاحمد تکل ویلي، چې په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو سیاسي، اقتصادي اړیکو، ټرانزیټ او ټرانسپورټ خبرې شوې دي.

متقي له قزاقي لوري غوښتي، چې د اقتصادي پیاوړتیا لپاره دې افغان لوري ته ویزې زیاتې او دې برخه کې اسانتیا رامنځته کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د قزاقستان د اقتصاد وزیر افغانستان یو نه بېلېدونکی شریک بللی دی.

تهران؛له افغانستانه د غوښې اخیستو لېوالتیا لري

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین او په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراخېدو په هدف سره ولیدل.

د کرنې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د وزارت مرستیال صدراعظم عثماني په دې ناسته کې ویلي، د کوکنارو کښت د مخنیوي لپاره اړینه ده چې له ګاونډیو هېوادونو سره همغږي رامنځته شي، ترڅو افغان بزګرانو ته د عاید بدیل برابر شي او ګاونډي هېوادونه د نشه‌يي توکو له ناوړه اغېزو خوندي پاتې شي.

په دې لیدنه کې د ایران د سفارت سرپرست، علي‌رضا بیکدلي ویلي چې تهران لېواله دی له افغانستانه غوښه وارد کړي، او غواړي په کرنه او مالدارۍ کې له افغانستان سره همکاري پراخه کړي.

دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف ترسره شوې ده.

هند ته د جی ډي ونس سفر؛یو شمېر هندیان وایي، له واشنګټن سره د نوي ډهلي سوداګریزو اړیکو ته خوشبینه دي

0

هند ته د امریکا د مرستیال ولسمشر له سفر سره سم، یو شمېر هندیان وايي، خوشبینه دي، چې د نوي ډیلي او واشنګټن ترمنځ به سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي.

د ولسمشر ټرمپ د دویمې واکمني له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی، چې لوړ پوړی امریکايي چارواکي هند ته ځي.

د دغه سفر موخه د دواړو هېوادون ترمنځ د اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې او یوه دوه اړخیزه سوداګریزه هوکړه بلل شوې.

د ولسي جرګې پخوانی غړی؛عبدالظاهر قدیر په دوبی کې د امریکا استخباراتو له لوري نیول شوی

د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر، د متحده عربي اماراتو په دوبی ښار کې د امریکا د استخباراتي پولیسو له لوري نیول شوی دی.

دا خبر د هغه وراره جلال قدیر تأیید کړی او ویلي یې دي چې د ظاهر قدیر له لوري وروستی تماس د حمل ۲۶مه نېټه د دوبی له هوايي ډګره شوی و.

جلال قدیر وايي، له هغه وروسته د ظاهر قدیر ټولې اړیکې پرې شوې دي او تر اوسه نه دی معلوم چې نوموړی چیرې دی.

نوموړی زیاتوي: «خپل کاکا مو موږ ته هماغه شېبه خبر راکړ چې د امریکا استخباراتي پولیسو ونیوه، خو تر هغې وروسته له نوموړي سره هېڅ تماس نه دی شوی.»

د متحده عربي اماراتو حکومت تر دې دمه د نوموړي د نیول کېدو په اړه کوم رسمي دریځ یا اعلامیه نه ده خپره کړې.

د کاتولیک مذهب مشر؛پاپ فرانسس د ۸۸ کالو په عمر ومړ

0

د نړۍ د کاتولیک مذهب مشر پاپ فرانسس ومړ.

هغه نن پرځایي وخت اوه بجې د ژوند پور پرې کړ.

فرانسس، له تېرو دوو میاشتو راهیسې له سختې ناروغۍ کړېده، چې نن یې د ۸۸ کالو په عمر ساه ورکړه.

د کابل او قزاقستان ترمنځ؛سوداګري درې میلیارده ډالرو ته لوړیږي

د طالبانو حکومت او قزاقستان هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

دا هوکړه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د اقتصاد وزیر ترمنځ لیدنه کې شوې ده.

په دې لیدنه کې نورالدین عزیزي ویلي، دواړه لوري دا ظرفیت لري، چې د سوداګرۍ دا کچه تر دې نوره هم لوړه کړي.