پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 727

صالح:د کامیابۍ څرکونه زیات شوي او د هبت الله ډله به ماتې خوري

د جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې د هبت الله ډله به ماتې خوري.

ښاغلي صالح په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د رڼا څرکونه ښکاري او د هبت الله ډله به له ماتې سره مخ کېږي.

نوموړی وایي، اجازه باید ورنکړل شي چې دا له شرم ډکه دوره د دوی د وطن د مالکیت حس کمزوری کړي.

صالح زیاتوي، چې د کامیابۍ نښې یې وار په وار په ډېرېدو دي.

عایشه الدبس؛د سوریې د نوي حکومت له لوري ددغه هېواد د ښځو چارو وزیره ټاکل شوې

0

د سوريې نوي حکومت عايشه الدبس د ښځو چارو وزيره وټاکله.

الجزیرې راپور ورکړی، چې د اوس لپاره دغه اداره عمومي رياست دی؛ خو زیاتوي، چې ژر به يې تشکيلات لوړ او په وزارت بدل شي.

بل لورته العربیه ویلي، چې اسعد حسن الشیباني د دغه حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ټاکل شوی.

د سوریې نوي انتقالي حکومت تر دې وړاندې هم ویلي چې د ښځو زدکړو او کار ته ژمن دي.

دا د احمد الشرع په مشرۍ د سوريې په نوي حکومت کې لومړنۍ ټاکل کېدونکې ښځينه چارواکې ده.

بل لوري تر درې کالو زیاته موده وشوه، چې د طالبانو حکومت افغانستان کې ښځې له کار او زدکړو منع کړي دي.

امرالله صالح ته د نجیب ننګیال پرانیستی لیک

لیکوال: نجیب ننګیال

سلامونه او احترامات مې ومنئ.

محترم معاون صاحب!
خير او صحت مو غواړم.

د خواله رسنيو له لارې خبر شوم چې متحده ايالاتو ته په سفر راتلونکي ياست. هرکله راشئ او د سفر د کاميابۍ په هيله مو. دا ليک مخکې له دې چې تاسې له ليکلو ور اخوا عملا د کومې سياسي پروسې پېل وکړئ، د رفع مسئوليت په خاطر ليکم. مخکې له دې چې سفر پېل کړئ او په يو لړ ناستو کې خبرې او ګډون وکړئ، څو ټکي مو حافظې ته سپارم. شايد دا هر څه مونږ سره مرسته وکړي چې د جمهوريت د بيا احياء لپاره د ملي انسجام او ملي اجماع په لاره کې ممد ثابت شي. په دې هيله چې ډېر ناصح او ګستاخ مالوم نشم او په سړه سينه یې ولولئ.

لومړی:
خوشاله يم چې دا بلنه مو منلې. د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ د اړيکو نشيب و فراز بايد د اړيکو د انقطاع باعث نشي. تاسې بايد د هغه کيڼ اړخو او پاکستان ځپليو ذهنتيونو ښکار نشئ چې دې ته مو وهڅوي د جمهوريت ملاتړي‌ افغانان په نړېوال سټېج منزوي کړای شي. افغانستان او افغانان اړتيا لري چې د ملي ګټو د خونديتوب په رڼا کې د متحده ايالاتو سره بېلانسډ او حسنه اړيکې ولري. په دې هيله چې ستاسې دا سفر د هغه شديد لحن پای وي او د اړيکو يو نوی باب پرانيزئ. زمونږ ملي ګټې زمونږ تر شخصي او دروني احساساتو ډېرې لوړې دي.

دوهم:
ویل کېږي ستاسې ترڅنګ د ځينو جبهو مشرانو ته هم بلنه ورکړل شوې چې واشنګټن ته سفر وکړي. زمونږ مشوره به دا وي چې ستاسې سفر د افغانستان د اسلامي جمهوريت په استازولۍ تر سره شي او يوازې هغوی در سره مل اوسي چې د شهيد شوي جمهوريت استازي وي، نه د سمتي جبهو او د قومي ګوندونو. د جمهوري روايت او د جمهوريت د نمايندګۍ لپاره لومړی اصل همدا دی چې د خلکو مشروعيت له ځان سره ولري. دا مشروعيت يوازې هغوی لري چې د خلکو د رايې په بنسټ یې اقتدار خپل کړی و. سياسيون او مخور شخصيتونه د جمهوريت د استازو په ملاتړ مکلف دي او همدا به یې د وطن سره لويه ښېګړه وي.

دريم:
تاسې ليکلي و چې د واحد ملي روايت رامنځته کولو په اړه په سلامشورو بوخت ياست. ډېر عالي کار کوئ. غواړو خپل نظر هم درته ووايو. واحد ملي روايت زمونږ په فکر دا دی چې په افغانستان کې بېرته جمهوريت حاکم شي، د ۱۳۸۲ اساسي قانون نافذ شي او افغانستان منتخب ولسمشر ولري. د ۱۳۸۲ اساسي قانون په اساس د منتخب ولسمشر، پارلمان او حکومت رامنځته کېدو مخکې هر نوع نوې طرحې، د سیاسي نظام د تغیر او قانون د تعديل هڅې، نه يوازې دا چې بحران اوږدوي بلکې حل یې هم سختوي. د ۱۳۸۲ اساسي قانون په اړه افغانان قوي اجماع لري او همدا د واحد ملي روايت د تقويت بهترين عامل کېدای شي.

څلورم:
زمونږ ټوله هيله به دا وي چې په ناستو او خبرو کې لومړی د ملي مصالحې د پروسې د پېل غوښتنه وشي. د متعددو جبهو او د نړۍ د مختلفو هېوادونو رول او مداخلو ته په کتلو د نورو په مرسته د جګړو پېل نه يوازې دا چې نتيجه یې سمه نه ده ختلې بلکې بل بحران ته لاره هواروي. که متحده ايالات او د سيمې هېوادونه غواړي افغانستان کې دایمي سوله او ثبات را منځته شي، د اسلامي جمهوريت نماينده اړخ دې په رسميت وپېژني او د څو اړخيز تعامل لړۍ دې پېل کړي. اوسنی يو اړخيز تعامل چې له طالبانو سره کېږي د اعتراض وړ دی.

پنځم:
د افغانستان اسلامي جمهوريت د مرستيال په توګه تاسې باید واحد ملي صف تشکيل کړئ، داسې دفتر ولرئ چې د نړۍ ډيپلوماتيک کانالونه یې په رسميت وپېژني او د نړۍ له هېوادونو سره له همدې ادرسه تماس کې اوسئ. دا به په هېواد کې دننه د مشروع او منتخب حکومت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. که حاکم رژيم له همدې ادرسه د مکررو غوښتنو وروسته هم د ملي مصالحې پروسې ته لبیک و نه وايه، نو په هغه صورت کې به همدا دفتر چې د ټولو افغانانو نماينده دفتر اوسي، د ملي پاڅون لپاره لاره هواروي او دا به دوهم اپشن اوسي چې د ملي اجماع په اساس به یې ټول افغانان په مسئوليت ملاتړ کوي. د اجماع او مالوم سياسي منشور پرته د جنګي جبهو ملاتړ د افغانانو او افغانستان لپاره ګټور انتخاب نه دی.‌

شپږم:
د دې لپاره چې د ملي مصالحې بهير پيل شي، بايد د افغانستان د ګټو، د ملت د خير او د بل بحران د تکرار د مخنيوي لپاره بايد هغو طالبانو سره چې قلبا په مصالحه باور لري، تماسونه پېل کړئ. مونږ د حذف، جامدې او نه پخلا کېدونکې تګلارې پلوي نه يو او د افغانستان په خير یې نه بولو. د طالبانو له منځه ځینې داسې زيګنالونه شته چې د ملا هيبت الله اخندزاده له تګلارو سره موافق نه دي او غواړي‌ چې د ملي پخلاينې په اساس د يوه معتدله او ملي دولت د تشکيل خوا ته لاړ شي. زمونږ ټولو ګډې هڅې به دا وي چې په دواړو اړخونو کې افراطي، شرغوښتونکي او د ملي پخلاينې ضد کړۍ منزوی، افشاء او ملت ته ښکاره کړو. افغانان شديدا اړتيا لري چې د ثبات او سولې خوا ته لاړ شي. سيال، موډرن،‌ مستقل او په خپل ځان متکي دولت ولري.

اووم:
بيخي ډېرې هڅې کېږي چې افغانان سره ووېشل شي او د دې ملت وحدت زيانمن کړای شي. د يوه مسئول سياستوال او د جمهوريت د لومړي مرستيال په توګه چې افغانانو رایه درکړې، د خلکو تمه له تاسې دا ده چې د يوه ملي سياستوال په توګه ظهور وکړئ او د تاريخي اشتباوو ښکار نشئ. تاسې ښه فرصت لرئ چې افغانستان متحد کړئ او له ټپونو روانه وينه یې ودروئ. تاسې عيني واقعيتونه درک کولی شئ او خبر یئ چې موثره تګلاره کومه ده. له خپلې شاوخوا هغه خلک لرې کړئ چې په واحد افغانستان، هويت او ارزښتونو یې باور نلري. د همدې خلکو غيرمسئولانه څرګندونو په هغو افغانانو کې وېره پيدا کړې چې د طالباني استبداد ضد دي او په واحد افغانستان باور لري. همدا ناسمې او زهر الوده څرګندونې د طالبانو ضد ملي پاڅون په وړاندې لوی خنډ دی.

اتم:
افغانان په مجموع کې او پښتانه په ځانګړي ډول د طالباني رژيم له سقوط وروسته وېره لري چې د ناسم قضاوت ښکار به شي او د ناکرده ګناه په سزاء به و رسېږي. د ۲۰۰۱ کال د طالباني رژيم له سقوط وروسته په شمال او کابل کې د پښتنو سره شوی چلند او‌ پراخ جنايتونه د تاريخ بدرنګې پاڼې دي. دا هر څه د هغه ګنده او زهريله ذهنيت څخه سرچينه اخلي چې فکر کوي طالبان پښتانه دي او پښتانه طالبان. دا په داسې حال کې چې همدا اوس د طالبانو ضد مبارزه کې تر ټولو رسا غږ د پښتنو فعالانو او روڼ اندو دی او يوازې په دې خاطر د طالبانو خلاف دي چې افراطيان دي. ځينې نورې کړۍ د طالبانو ضد مبارزه د دې لپاره نکوي‌ چې طالبان افراطيان دي، بلکې د خپل مريض ذهنيت په بنسټ مخکې ځي او طالبان پښتانه بولي، بناء بايد په خلاف یې وغږېږي.‌ که د طالبانو ضد مبارزه د همدې ذهنيت په اساس تشکيل شي دا نه يوازې دا چې ستونزه نه حلوي بلکې افغانستان په داسې فاجعه اړوي‌ چې د طالباني فاجعې بېرته راتلو ته به دعاوې وکړي. زمونږ احترامانه هيله به داوي چې ستاسې په خبرو او ناستو کې بايد په دې اړه وضاحت موجود اوسي. پښتانه طالبان نه دي، بلکې د طالباني جبر لومړي قربانيان دي، چې د نجات لپاره د هر افغان او ناافغان لاسنيوي ته اړتيا لري.

په دې هيله چې د پورته ټکو او اندېښنو په پام کې نيولو سره د نظر له څښتنانو سره د سلامشورو لړۍ پېل شي او د واحدې ملې پروسې د پېل سبب وګرځي.

خواجه اصف:سلطان محمود غزنوي غل او ډاکو وو

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف سلطان محمود غزنوي یو غل او ډاکو بللی.

اصف ویلي، غزنوي کوم شخصیت نه درلود.

دی دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې د جمهوري حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د پاکستان له لوري د ابدالي او غزنوي توغندیو نومونو ته په غبرګون کې ویلي وو، چې پاکستان خپل ویاړونه نه لري او دغه توغندي باید د جنرال ایوب او اختر کلیم په نومونو ونوموي.

مولوي کبیر:د پوهنتونونو زدکوونکي په اسلامي روحیه روزو

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، هڅه کوي د پوهنتون زدکړیالان په اسلامي روحیه وروزي.

نوموړي لوګر کې د یوې جهادي مدرسې له لوري د دستار بندي مراسمو کې ویلي چې د دوی حکومت د افغانستان ښه استازولي کولای شي.

هغه زیاته کړې، چې دوی له نړۍ سره تېرو درې کالو کې مستقیمې اړیکې ټینګې کړې دي.

مولوي کبیر دغه راز ویلي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو پراختیا ته ژمن دی.

شیخ هبت‌الله:له دې وروسته انساني قاچاقبران باید زنداني شي

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په یو تازه فرمان کې ویل شوي، چې انساني قاچاقبران باید زنداني شي.

هغه نظامي محکمو ته لېږلي فرمان کې ویلي، چې دا کسان باید د لومړي ځل لپاره په یو، دویم ځل د دوه او په درېیم ځل د درې کلونو لپاره زنداني شي.

فرمان کې له دفاع وزارت غوښتنه شوې، چې د افغانستان په پولو کې د انساني قاچاق مخنیوی وکړي.

نعیم قاسم:د سوریې حکومت په نسکورېدو له مونږ سره د ایران تسلیحاتي مرستې سختې شوې دي

0

د حزب الله ډلې مشر ویلي، چې د بشارالاسد حکومت له ړنګېدو وروسته یې د وسلو ترلاسه کولو یوه غوره لار له لاسه ورکړې.

د نعیم قاسم په خبره، د سوریې له لارې د ایران تسیلحاتي مرستې په ښه ډول ترلاسه کولې، چې د اسرائیل پر وړاندې یې جګړه کې ورسره مرسته کوله.

هغه د سوریې حکومت چپه کېدل د خپل ځان لپاره بد زیری ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې په دې سره به یې جنګیالیو ته د ایران مرستې ټکنۍ شي.

الجولاني:په سوریه کې د بلې جګړې دوام ته اجازه نه ورکوو

0

د تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني وايي چې اسراییل سوریې ته په دننه کېدو سره سیمه کې نورو نښتو ته لاره هواروي.

د رویټرز د راپور پر اساس، نوموړي ویلي چې سوریه له کلونو جګړې ستړې شوې او اجازه نه ورکوي، چې په دغه هېواد کې بله جګړه دوام پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو وروسته پر سوریې اسرائیلو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، چې تر ډېره یې نظامي ځایونه په نښه کړي دي.

د ارغواني شنبو غورځنګ؛د اتونبایوا د لرې کېدو غوښتنه کړې

د ارغواني شنبو غورځنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د مشرې روزا اتونبایوا د ګوښه کېدو غوښتنه کړې.

یاد غورځنګ ویلي، اتونبایووا هڅه کوي، چې طالبان سپین ثابت کړي.

دغخ غورځنګ دا غوښتنه داسې مهال کوي، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ اتونبایوا له طالبانو سره د تعامل غوښتنه کړې وه.

ملا برادر:د ټولو افغانانو ستونزو ته رسېدنه کوو

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، چې دوی د خلکو غوښتنو ته رسېدنه کوي.

هغه د طالبانو لپاره د لوګر والي سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د طالبانو حکومت د خلکو لومړنیو اړتیاوو او غوښتنو ته په کتو هڅه کوي، چې د ټولو اقشارو اړتیاوې پوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له درې کالو تېرېدو وروسته لاهم د خلکو د زدکړو غوښتنه نه ده منل شوې.