پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 720

سوریه؛د شام التحریر د کلکو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې عیسویانو خپل کرسمس ولمانځه

0

د سوریې نوي حکومت په دغه هېواد کې د کرسمس لمانځلو ته د اجازې تر څنګ د دغو مراسمو کلک امنیتي تدابیر هم ټینګ کړي وو.

د سوریې عیسویان په دغه هېواد کې د کرسمس لمانځلو لپاره ډلې ډلې ځانګړو کلیساګانو ته راټول شوي وو.

سره له دې چې شام التحریر یوه مذهبي جنګي ډله وه؛ خو د واک ترلاسه کولو وروسته یې خپل سیاست بدل او خلکو ته یې هر ډول ازادي ورکړه.

رویټرز:سوریه کې د مخالفو وسله والو په برید کې د تحریرالشام ۱۴ تنه وژل شوي

0

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې سوریه کې د مخالفو وسله والو په برید کې ۱۴ پولیس وژل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا برید د بشار الاسد واکمني ته د ژمنو کسانو له لوري شوی.

دا برید د سوریې په طرطوس سیمه کې شوی.

بل لورته د سوریې نوي حکومت هم د دغه برید پخلی کړی.

د سوریې د نوي حکومت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی، چې د دوی پر ځواکونو دا ډول لوی برید ترسره کېږي.

د اسرائیل لوی درستیز:پر ایران هر ډول برید ته چمتو یو

0

د اسرائیل لوی درستیز وایي، دوی پر ایران او د یاد هېواد پر نیابتي ډلو هر ډول برید ته چمتو دي.

هرزي هالوی ویلي، چمتو دي چې ایران ته هر ډول ځواب ووایي.

د هغه په خبره، ایران او نیابتي ډلې یې باید پوه شي چې د اسرائیل امنیت ګواښوونکو ته به جدي ځواب ورکړي.

مولوي کبیر:د افغانانو دفاع کې ځنډ نه کوو

په داسې حال کې چې پر پکتیکا د پاکستان برید ته لاهم کوم فزیکي غبرګون نه دی ښودل شوی؛ خو د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي کبیر وایي، چې دوی د افغانانو دفاع کې ځنډ نه کوي.

مولوي کبیر کابل کې د محصلینو فراغت غونډې ته ویلي، چې دوی د هیچا فرمایش نه مني.

هغه زیاته کړې، افغانستان کې هیڅ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

عبدالکبیر ویلي، پر افغانستان ناسم تورونه لګول اړیکې خرابوي او تاوتریخوالی رامنځته کوي.

فضل هادي مسلم یار:د مجید قرار د لور پر مړینې سخت خواشینی شوم

د مشرانو جرګې پخواني مشر فضل هادي مسلم یار د هېواد د پخواني ډیپلومات مجید قرار د کوچنۍ لور روښانه قرار پر مړینې خواشینې څرګنده کړې.

ښاغلي مسلم یار مجید قرار او د هغه کورنۍ ته تسلیت ویلی او په دې لوی غم کې یې ځان د هغه له کورنۍ سره شریک بللی.

په خورا خواشینۍ او تسلیت سره؛کوچنۍ روښانه قرار له یو عالم دردونو سره له دې نړۍ سترګې پټې کړې

د پخواني ډیپلومات او افغان شنونکي مجید قرار لور روښانه قرار د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

د ښاغلي قرار د کورنۍ غړي او دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ په ایکس‌پاڼې د کوچنۍ روښانې مړینه تایید کړه.

کوچنۍ روښانه له تېرو دوو کالو راهیسې د سرطان په ناروغۍ اخته وه.

د حماسه میډیا ټول کارکوونکي د ښاغلي قرار او د هغه له کورنۍ سره په دې لوی غم کې ځان شریک بولي او خپل د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

هیله نجیب:افغانان د یو بېګانه حکومت لاس کې دي؛ نو ځکه یې د پوښتنې څوک نشته

د هېواد د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب لور هیله نجیب ویلي، چې افغانان د یو بېګانه حکومت په لاس کې دي؛ نو ځکه یې هیڅوک د پوښتنې نشته.

هغې ویلي، چې اوس باید اوسنی حاکمیت هم وپوښتل شي، چې ولې د خپلو افغانانو پوښتنه نه شي کولای.

نوموړې ویلي، د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا نقض دی.

تمیم عاصي:د ملا تاجمیر په ګډون د طالبانو د استخباراتو ۸ تنه جګپوړي غړي له آی ایس آی معاش اخلي

د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي ادعا کړې چې د طالبانو د استخباراتو مرستیال ملاتاجمیر جواد او ۸ تنه نور لوړپوړي استخباراتي مشران د ای ایس ای او قطر هېواد څخه معاش اخلي، او کورنۍ یې پاکستان ته تګ راتګ لري.

ښاغلي عاصي لیکلي، ملا امیرخان متقي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خپل تجارت د ساتنې په موخه په مخفي توګه پاکستاني لوري ته ویلي چې د تقابل مخالف دی.

نوموړي لیکلي چې په افغان خاورې د پاکستان د تیر بمبار له امله د طالبانو د کندهار والي ملا شیرین له پاکستاني چارواکو غوښتي وو، چې د ملا هبت الله د دفتر شیخانو او یو شمیر طالب چارواکو ته چې پاکستان ته تګ راتګ کوي ستونزې جوړې نه کړي.

طالبانو تر مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

عبدالله عبدالله:پر پکتیکا د پاکستان د بریدونو غندنه کوم

د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله پر پکتیکا د پاکستان برید غندلی.

ښاغلي عبدالله په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دا د افغانستان پر خاوره تېری او د ټولو قوانینو نقض دی.

نوموړي زیاته کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ باید ستونزې د خبرو له لارې حل او له هغو مسائلو ډډه وشي، چې د بحران ژورېدو سبب کېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:قزاقستان کې د اذربایجاني الوتکې پر لوېدو خواشیني یوو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات قزاقستان کې د اذربایجاني الوتکې پر لوېدو خواشیني څرګنده کړې.

یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یادې پېښې د قربانیانو کورنیو او د اذربایجان حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.

د یادونې ده، چې د قزاقستان په اکتا کې د اذربایجان مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې، چې له کبله یې لسګونه کسانو خپل ژوند بایللی دی.