پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 719

ډاکتر فضلي:طالب او مجاهد نه یوازې د ښکیلاک ارزانه مزدوران دي، بلکې د بدرنګۍ او تورې دورې نمایندګان هم دي

د پرځیدلي جمهوري نظام د چارو ادارې لوی رییس ډاکتر فضل محمود فضلي د کابل پوهنتون د فارغانو سپین رنګه لباس ته په غبرګون کې په خپل ایکس‌پاڼې لیکلي: «طالب او مجاهد نه یوازې د ښکیلاک ارزانه مزدوران دي، بلکې د بدرنګۍ او تورې دورې نمایندګان هم دي.»

طالبان وایي، د فارغینو سپین رنګه لباس افغاني دی، په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو دا لباس د طالبانو فرهنګ بللی او لیکلي، چې دا د افغانانو فرهنګ نه دی او که وی د کابل پوهنتون له تاسیسه تر اوسه دا د اشپزانو یونیفورم چا نه دی اغوستی.

نجیب ننګیال:طالبانو د پاکستان د برید پر وړاندې لاریون ته اجازه نه ده ورکړې

ویل کېږي، چې خوست کې طالبانو د هغو کسانو مخه نیولې، چې غوښتل یې پر پکتیکا او خوست د پاکستان د وروستي بمبار له کبله لاریون وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي نجیب ننګیال ویلي:«خوست کې یوې ډلې افغانانو د پاکستان د تېري په ضد د لاریون تابیا نیولې وه؛ خو د حلقه بګوش غلام رژیم استخباراتو یې مخه نیولې.»

نوموړی وایي، طالبانو د لاریون تابیا کوونکو ته ویلي چې زمونږ اړیکې له دوست هېواد سره مه خرابوئ.

شمالي وزیرستان؛حافظ ګل بهادر ډلې شاوخوا ۳۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د حافظ ګل بهادر ډلې د شمالي وزیرستان د میر علي اړوند په خېدرخېل، خدکي او یو شمېر نورو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کړي، چې د یو پولیس افسر په ګډون پکې یوولس پوځیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

په دغه برید کې د پاکستاني پوځیانو یو شمېر موټرې هم ویجاړې شوې دي.

ویل کېږي چې د برید پر مهال پاکستاني پوځیانو د یو شمېر عامو خلکو په کورونو د هاوان بریدونه کړي، چې ځینې کسان یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د مالیې وزیر:د جدي او دلوې معاشونه نه شو ورکولای

د طالبانو حکومت د مالیې سرپرست وزیر ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت اړوند یو انلاین ورکشاپ ته ویلي، چې ښایي د دولتي کارکوونکو د جدي، دلوې او حوت میاشتو معاشونه هم ورنشي کړی.

نوموړي ویلي د بودجې له کسر سره مخ دي او نشي کولای دا معاشونه اجرا کړي.

د یاد ورکشاپ څخه حماسه میډیا ته په رسېدلو معلوماتو کې ویل شوي، چې د مالیې سرپرست وزیر ویلي چې دوی اوس مهال دومره بودجه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د دولتي کارکوونکو د قوس میاشتې معاشونه هم ځنډېدلي.

لویدیځې رسنۍ؛اسماء اسد له مرګ سره لاس او پنجه نرموي

0

تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د بشارالاسد مېرمن اسما اسد له مرګ سره لاس او ګرېوان ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغه د وینې سرطان لري او اوس یې د ژوندي پاتې کېدو چانس ۵۰ سلنه بلل شوی.

اوس مهال هغه په یوه خونه کې خلکو سره له لیدلو هم منع شوې.

اسما اسد د سوریې له سقوط مخکې له خپل خاوند بشارالاسد سره مسکو ته تللې ده.

اشرف غني:افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوڅو ته دې په ګډه په بلوچستان کې د سوله‌ییز ژوندانه، ودانۍ او سوکالۍ، انتخاب ورکړ شي

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په افغانستان کې په طالبانو او پاکستاني حکومت غږ کړی چې د پښتونخوا او بلوچستان خلکو ته د انتخاب حق ورکړي.

ښاغلي غني په خپلې ایکس‌پاڼې په پکتیکا او خوست کې د پاکستان د هوايي ځواکونو برید غندنې په اړه اعلامیې کې لیکلي:«افغانستان، خیبر پښتونخوا او بلوڅو ته له نورو قومونو سره په ګډه په بلوچستان کې د سوله ییز ژوندانه، ودانۍ او سوکالۍ امکان او انتخاب ورکړ شي او افغانستان ته د ستراتېژیک سرحد د کتو پرځای، د هغه بشپړې خپلواکۍ ته درناوی وشي.»

پخواني ولسمشر لیکلي، لسیزې وشوې چې د ډیورنډ کرښې د دواړو خواوو د ولسونو د ځپنې، او د ځینو کړیو د سیاسي ګټو له پاره هلته د تاوتریخوالي د پارونې او وژنې تګلاره پرله پسې پراخېږي.

ښاغلي غني لیکلي:«انګرېز استعمار له لویه سره دا کرښه د ګډ تاریخ، ګډ کلتور او ګډ فکر لرونکو ولسونو د بېلولو او د هغوی د ودې د مخنیوي له پاره ایستلې او د هغوی فزیکي امحا او وژنه یې دغه هدف ته د رسېدو وسیله ټاکلې وه.»

دا لومړی ځل دی چې یو افغان سیاستوال د پاکستان پر وړاندې دا ډول قاطع او ښکاره نظر څرګندوي.

پخوانی ولسمشر اشرف غني:که پاکستاني چارواکي په خپلې کړنلارې غور ونه کړي ددې هیواد د ماتیدو لامل کیږي

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان برید جنایت بللی او دا یې د ګډې وینې د بهیدو دوام بللی.

ښاغلي غني ویلي، پاکستاني کارپوهان او فعالان په دې اړه یوې موافقې ته رسېدلي چې له خیبر پښتونخوا او بلوچستان سره د هغه هېواد د چارواکو چلند د بنګله دېش له جوړېدو مخکې له ختیځ پاکستان یا ختیځ بنګال ته ورته دی.

پخواني ولسمشر خبرداری ورکړی چې دا ډول کړنې ددې پرځای چې د پاکستان کورنۍ کشاله هواري کړي، د ویش لامل یې کیږي.

د غني په خبره، د ستونزو د حل لپاره نړۍ ته سترګې نیول عاقلانه سیاست نه دی.

د یادونې وړ ده چې پکتیکا په برمل او خوست کې پاکستاني هوایي بمباریو کې تر پنځوسو ډیر هیوادوال وژل شوي وو او ګڼ نور ټپیان دي.

افغانستان کې محرمو مالوماتو ته د پاکستان لاسرسی؛استخباراتي رسنۍ یې د هند قونسلګري د ټپي شوي افغان ژباړن تصویر او پاسپورت انځور خپور کړی

د پاکستان استخباراتو پوري تړلي ټویټر حساب” مارخور” جلال اباد کې د هند قونسلګري د ټپي شوي افغان کارکوونکي عبدالودود عکسونه خپاره کړي.

دوی د عبدالودود د پاسپورت تصویرونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي چې نوموړی د هند استخباراتو مهم غړی و او پاکستان کې یې ورانکارې کړنې ترسره کولې.

دوی ویلي، د ۲۰۲۱ کال له سیاسي تحوول وروسته نوموړی د “را” یا د هند استخباراتو سره وو، چې اوس یې بېرته سفارت کې دنده پیل کړې وه.

په ورته وخت کې پاکستان کې پخواني افغان مرستیال سفیر شمس زردشت اندېښنه څرګنده کړې چې ښایي پاکستان د افغانستان محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی وي.

نوموړي ویلي، دغه ډول تصویرونه هوایي ډګرونو کې اخیستل کېږي چې تر ډېره محرم وي.

بلوڅ:افغانستان کې په هوایي بریدونو کې مو ترهګرې ډلې په نښه کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې افغانستان کې یې بریدونه کړي.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې دا بریدونه یې په تروریستي ډلو ترسره کړي.

هغې د ځای له نوم اخیستلو پرته وویل، چې فرضي کرښې ته نږدې یې د افغانستان په سیمو کې پر ترهګرو بریدونه کړي.

د بلوڅ په وینا، پاکستان دا بریدونه د خپلو خلکو او پاکستان پر وړاندې د امنیتي ګواښونو کمېدو لپاره ترسره کړي.

د یادونې ده چې تېره شپه د پاکستان جیټ الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالي کې د عامو خلکو کورونه بمبار کړل، ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل.

سپنتا:هر هېواد چې له مشروع حکومت بې برخې وي، نړۍ یې غږ نه اوري

د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادپر سپنتا ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه او د عامو خلکو وژل د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.

هغه ویلي، پاکستان باید وپوهیږي چې خپل کرل به وریبي.

نوموړی زیاتوي، هر هېواد چې له مشروع حکومت بې برخي وي، نړۍ یې غږ نه اوري.