پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 721

امرالله صالح:طالبان د افغانستان له ورانولو او د افغانانو له ځورولو پرته په بل څه نه پوهېږي

د جمهوري حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، طالبان خپله یوه بهرنۍ دسیسه ده او دوی هیڅ بهرني ځواک ته د ځواب ویلو نه دي.

ښاغلي صالح په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، طالبانو د افغانانو یووالی په تاجک، پښتون، هزاره، سني، شعیه او ګڼو نورو نومونو وپاشه او د افغانستان د تل پاتې دوښمن پاکستان ستراتېژیکې موخې یې پوره کړې.

د هغه په خبره، طالبان د افغانستان له سپکولو او افغانانو ته له بې عزتي اړولو پرته په هیڅ نه پوهېږي.

صالح زیاتوي، اوس مهال افغانستان نړیوال مشروعیت بایللی او د نړۍ پر سټیج یې هیڅوک د غږ پورته کولو نشته او طالبان چې خبرې کوي؛ نو افغانان او نړۍ ورنه د کورني بحران حل غواړي.

امرالله صالح وايي، افغانان یو داسې حکومت ته اړتیا لري، چې قانون ولري او ټول په کې ځانونه وویني؛ خو د طالبانو حکومت د دوحې د تړون اساس دی.

کریم خرم:پاکستان نه زمری دی نه لېوه دی؛ نو ځکه یې خیر په ښه ګاونډیتوب کې دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخوانی مشر عبدالکریم خرم ویلي چې په پکتیکا کې د پاکستاني پوځ بمباري ټول افغانان غندي.

د هغه په خبره، دا د ځنگل قانون دی چې زورور پکې ځانته د هر عمل حق ورکوي، چې دا قانون نن ورځ اسراییلو او ملاتړو یې عام کړی؛خو زیاتوي چې پاکستان دې د ځنگل قانون ته زړه نه ښه کوي.

نوموړی وایي، پاکستان نه زمری دی نه لېوه دی؛ نو ځکه یې خیر په ښه ګاونډیتوب کې دی.

ذبیح الله مجاهد:پکتیکا کې د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبار له امله ۴۶ کسان وژل شوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، پکتیکا کې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو په پایله کې ۴۶ کسان وژل شوي.

مجاهد ویلي وژل شوي کسان تر ډېره مېرمنې او ماشومان دي.

د یادونې ده چې تېره شپه پاکستاني پوځیانو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې یو شمېر سیمې په نښه کړې او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

نصیر احمد اندیشه:طالبان له پاکستان څخه د مستقیمې غچ اخیستنې وس نه لري

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه ویلي، پاکستان د طالبانو پر وړاندې له قهرجنې دیپلوماسي کار اخیستی.

هغه ویلي، طالبان له پاکستان څخه د مستقیمې غچ اخیستنې وس نه لري.

د یادونې ده چې تېره شپه د پکتیکا په برمل، خوست او پکتیا کې د پاکستان جیټ الوتکو له لوري په عامو خلکو بمبار د ګڼو سباسیونو او نړیوالو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

مسلمیار:د پاکستان له لوري دغه ډول خپلسري بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری دی

جمهوري حکومت کې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د پاکستان پوځ له لوري د پکتیکا ولایت پر برمل ولسوالۍ هوايي برید په سختو ټکو غندلی.

ښاغلي مسلمیار په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د پاکستان له لوري دغه ډول خپلسري بریدونه د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری دی او په وینا یې هېڅ هېواد حق نه لري چې د افغانستان پر قلمرو او جغرافیه دغه ډول خپلسرانه بریدونه ترسره کړي.

نوموړي ویلي، دا ډول بریدونه د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل دی او باید بې ځوابه پرېنښول شي.

هغه د یاد برید شهیدانو ته د فردوس جنت او کورنیو ته یې د جمیل صبر غوښتنه کړې.

حامد کرزی:د پاکستان له لوري پر افغان خاوره برید په ښکاره ډول د نړیوالو قوانینو نقض دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر پکتیکا د پاکستاني پوځیانو برید غندلی.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه ویلي، چې دا چاره په ښکاره ډول د نړیوالو قوانینو نقض دی.

نوموړی زیاتوي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کړکېچنو اړیکو علت د اسلام اباد له لوري ناکام او پر افراطیت ولاړ سیاستونه دي.

هغه حسنه اړېکې د دواړو هېوادونو په کټه بللې.

معصوم ستانکزی:له یو لوري د استازي رالېږل او له بل لوري بمبار متضاد سیاست دی

د پخواني حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی وایي، چې د عامو افغانانو پر کورنو د پاکستان بمبار د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

هغه ویلي، پاکستان باید د تروریزم ریښه په خپل کور او ناکامو سیاستونو کې ولټوي.

نوموړی زیاتوي، تر هغې چې پاکستان خپل سیاست او رول بدل نه کړي؛ ستونزه نشي حلېدلای.

د ستانکزي په خبره، له یو لوري د استازي رالېږل او له بل لوري بمبار متضاد سیاست دی.

ضیاءالحق امرخېل:د پاکستان برید د افغانستان پر خاوره تېری او طالبان باید د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړي

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل وایي، پر پکتیکا ولایت د پاکستاني پوځ وحشیانه بمبار د افغانستان پر ملي حريم ښکاره تېری او د ټولو ملي او نړیوالو قوانينو او ميثاقونو ښکاره نقض دی.

نوموړي لیکلي:«د پاکستاني پوځ دغه وحشیانه عمل د ټولو ملي او نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تجاوز دي او افغان ولس يې په سختو الفاظو غندي.»

هغه له طالبانو غوښتي چې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلو ولسي وګړو ساتنه وکړي.

د تلفاتو پټولو لپاره؛طالبانو تېره شپه په بمبار شویو سیمو مخابراتي شبکې پرې کړې دي

طالبانو د تېرې شپې بریدونو د تلفاتو پټولو لپاره پر بمبار شویو سیمو مخابراتي شبکې قطعه کړې.

د سیمې خلکو د بمبار شویو ځایونو ویډیوګانې او تصویرونه په ټولنیزو رسنیو نشر کړل؛ خو طالبانو وروسته هلته مخابراتي شبکې قطعه او د تلفاتو کره کچه یې پټه کړه.

د یادونې ده چې بیګا شپه تر دولسو بجو له سیمې څخه جزیات د رسنیو په واک کې وو؛ خو تر هغې وروسته بیا سیمې ته لاسرسی نه وو.

د طالبانو خپل منځي وټساپ غږونه؛”بېګاه لویه بنګنه راغلې وه، مجاهدین نشوی راوتلی”

د طالبانو له خپل منځي وټساپ ګروپونو ټولنیزو رسنیو ته له راوتلو غږیزو کلیپونو ښکاري، چې د پاکستاني جېټ الوتکو له لوري د تېرې شپې بریدونو له کبله درنه مرګ ژوبله اوښتې.

دوی په خپلو خبرو کې وایي، چې” بنګنې راغلې وې او مجاهدین د شپې نشوی وتلی.”

بل لورته تېره شپه د کره جزیاتو د پټولو لپاره طالبانو په سیمه کې مخابراتي شبکې هم قطعه کړې وې.

لاهم د یادو بریدونو د تلفاتو په اړه وروستي جزیات نه دي ورکړل شوي.