پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 714

احمد الشرع:سوریه کې د ټاکنو ترسره کېدل ښایي څلور کاله وخت ونیسي

0

د تحریر الشام ډلې مشر احمد الشرع له العربیه سره په مرکه کې د بشار الاسد حکومت له نسکوریدو وروسته د لومړي ځل لپاره په دغه هیواد کې د انتخاباتو د ترسره کیدو احتمالي مهال ویش اعلان کړ.

هغه ویلي چې د ټاکنو ترسره کېدل ښايي څلور کاله وخت ونیسي.

نوموړي زیاته کړې چې د سوریې د نوي اساسي قانون مسوده ښايي درې کاله وخت ونیسي.

الشرع دغه راز ویلي، چې سوریه به د هر ډول سیاسي کړکیچ څخه لیرې وي.

هغه ټینګار کړی چې د سوریې د نوي حکومت اصلي هدف د اقتصادي وضعیت ښه کول او د دغه هیواد پرمختګ دی.

اصف درانی:طالبان باید له وروستۍ سرحدي جګړې عبرت واخلي

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف دراني د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ سرحدي جګړه د افسوس وړ بللې او ویلي یې دي چې طالبان باید ترې عبرت واخلي.

ښاغلي دراني په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې تحریک طالبان پاکستان یوه سره کرښه ده او هیچا ته باید اجازه ورنه‎کړل شي چې له هغې تېر شي.

د یادونې ده چې د تېر سه شنبې په شپه پاکستاني پوځیانو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ ځینې سیمې بمبار کړې چې د طالبانو د ادعا له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه پکې وژل شوي دي.

بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ او د پاکستان د امنیتي ګواښونو پر وړاندې ترسره شوي دي.

حامد کرزي؛د رافائلا یودیچه پر مړینې خواشیني ښودلې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د ‎اروپایي اتحادیې د پخوانۍ شارژدافیرې رافائلا یودیچه پر مړینې خواشیني څرګنده کړې.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې میرمن رافائلا یودیچه د خپل ماموریت په دوره کې د افغانستان له خلکو سره ډېرې مرستې او همکارۍ کړې وې.

هغه ویلي، چې خپل د خواشینۍ او ډاډگیرنې مراتب د ارواښادې کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوي.

د یادونې ده چې نوموړې مېرمن د مغزو د سکتې له امله مړه شوې ده.

د حکومتي کارمندانو د معاشاتو په اړه ضد او نقیص رپوټونه؛سمیع یوسفزی وایي، طالبان د معاشاتو د ورکړې توان نه لري

په داسې حال کې چې حماسه میډیا د طالبانو د مالیې وزارت څخه د معاشاتو د نه ورکړې خبر ورکړی وو او د طالبانو مالیې وزارت دا خبر رد کړ، اوس تازه افغان خبریال سمیع یوسفزي د یو طالب امنیتي مسول له قوله لیکلي چې له تیرو دریو میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی.

ښاغلي یوسفزي په خپلې ایکس پاڼې لیکلي:«پرون راته یو طالب چې په يو امنیتي وزارت کې د مدیریت رتبه لري وویل “ قسم کوم دا مې درېیمه میاشت ده چې امارت معاش نه دی راکړی او وایي چې ۳ میاشتې نور به هم انتظار کوئ ځکه ‘ کسر معاش بودیجه “ رامنځ ته شوې.»

بل لورته د اقتصادي چارو شننونکي عثمان نورزي لیکلي چې طالبانو د لومړي کال په راتګ ۲۳۱ میلیارده افغانۍ بودیجه د ۲۰۲۲ کال لپاره اعلان کړه چې ۲۷.۹ میلیارده افغانۍ انکشافي او پاتې عادي بودجه وه او یادې بودیجې ۴۴ میلیارده افغانۍ کسر درلود.

‏ښاغلي نورزي لیکلي:«ددې ارقامو وروسته نور په ورستیو ۳ کلونو کې طالبانو نه کلنۍ بودجه اعلان کړې او نه یې کورني عواید اعلان کړي او دا ټول ارقام یې پټ ساتلي؛ حال دا چې د نړیوال بانک د ۲۰۲۴ کال په ګزارش کې د غیر رسمي سرچینو څخه د دوی بودجه تېر کال ۳۳۵ میلیارده افغانۍ پیشبیني کړې وه چې په دې کې یوازي ۵۰ میلیارده افغانۍ انکشافي بودجه وه او ۲۸۵ میلیارده افغانۍ عادي بودجه وه یعنې تاسې فکر وکړئ چې دوی په ۲۸۵ میلیارده افغانیو کې ان معاشات نشي ورکولی؛ نو دا پیسې چرته ځي او په څه مصرفیږي!»

بلوچستان کې؛ چاودنې درې تنه ساحلي ساتونکي ټپیان کړي

0

بلوچستان کې چاودنې درې تنه ساحلي ساتونکي ټپیان کړي.

دغه چاودنه د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ په جیواني سیمه کې رامنځته شوې.

تر اوسه کومې ډلې ددغه برید مسولیت نه دی منلی.

غزه کې؛د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۳۶ کسان وژل شوي

0

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، د غزې پر ځینو برخو د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د غزې په تړانګه کې د کمال عدوان روغتون له عملیاتو وروسته د اسرائیلو پوځ د طبي کارکوونکو په ګډون ۲۴۰ فلسطینیان نیولي دي.

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان پر کمال عدوان روغتون باندې د اسرائیلو د برید په غندلو سره ویلي دي چې د غزې د روغتیا سکتور سیستماتیک ړنګول د څه باندې ۷۵ زره فلسطینیانو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

یوناما:افغانستان کې لا هم خلک د ناچاودو توکو له خطر سره مخ دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموريت یا یوناما وايي، له لسيزو جګړو وروسته لا هم دغه هېواد يو له هغو هېوادونو څخه دى چې د ځمکنيو ماينونو او چاودېدونکو توکو له پاتې شونو ډېر ځپل شوى دی.

یادې ادارې په خپله ایکس‌پاڼه د یوې ویډیو په خپرولو سره په افغانستان کې د جګړې له امله د پاتې شویو ماینونو د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی.

یوناما دغه راز وايي، هره ورځ د ځمکنیو ماینونو ګواښ د انسانانو په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کوي.

د یادونې ده چې په تېرو څو لسیزو کې ناچاودو توکو د ګڼو ملکي افغانانو ژوند اخیستی او لا هم دغه خطرونو سره لاس او ګریوان دي.

افراسیاب خټک:طالبان د پاکستاني استخباراتو شاګردان دي

پښتون سیاستوال ‏افراسیاب خټک وایي، طالبان د پاکستاني استخباراتو شاګردان دي.

افراسیاب خټک یوې تازه مرکې کې ویلي، چې پاکستاني جنرالان او طالبان زاړه انډیوالان دي او په پټه له یو بل سره ستراتیژیکې اړیکې لري.

هغه ویلي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ جګړه کومه جدي خبره نه ده او په وینا یې دوی دا ډول بمبار او جګړه فقط د داخلي بحرانونو څخه د خلکو د پام اړولو په موخه کوي.

افراسیاب خټک دغه راز ویلي، چې د تاریخ په اوږدو کې په افغانستان کې دومره مداخله نه ده شوې، لکه د طالبانو په وخت کې چې کېږي او په خبره یې دا ځکه چې ددوی حکومت هېڅ مشروعیت نه لري.

شیخ هبت الله؛موسساتو ته امر کړی چې ښځینه کارمندانې له دندو منفک کړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده موسساتو ته امر کړی چې ښځینه کارمندانې له دندو منفک کړي.

ټولنیزو رسینو کې لاس په لاس شوي مکتوب کې لیدل کېږي، چې ټولې موسسې د دغه امر په عملي کولو مکلفې دي.

د طالبانو اقتصاد وزارت په کندهار کې یوې موسسې ته دغه حکم اورولی او ویلي یې دي، چې که موسسې دغه حکم عملي نه کړي؛ نو فعالیتونه به یې وتړل شي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت:کونړ کې د یوې ۱۸ کلنې پیغلې او ۷۰ کلن سړي د نکاح مخه مو نېولې

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف کسانو کونړ کې د یوې اجباري نکاح مخه نیولې.

یاد وزارت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په کونړ کې یې د یوې ۱۸ کلنې پیغلې نکاح چې ۷۰ کلن سپینږیري سره تړل کېده مخه نیولې.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د یادې اتلس کلنې نجلۍ پلار د دوه سوه زرو افغانیو په بدل کې غوښتل خپله لور اویا کلن بوډا ته په نکاح کړي.