جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 712

طالبانو ته د مبین کنایه؛د ویسټنډیز نوی حکومت چا پخوا کور کې نه پرېښود؛ خو اوس یې کبر ته ګوره!

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند او لابیګر «جنرال» مبین د طالبانو حکومت په مشر نیوکه کړې، چې ولس یې له لوږې مري؛ خو دی پرې مؤسسې بندوي.

«جنرال» مبین په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، “د بند، بند او بند” سیاست ته سړی حیران شي.

مبین په کنایوي ډول ویلي، چې د ویسټنډیز نوی حکومت پخوا چا کور کې نه پرېښود؛ خو اوس یې کبر اسمان ته رسېدلی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې وخت به تېر وي او بیا به پښېمانتیا ګټه نه کوي.

پاکستاني ځواکونو؛تېر کال د هرو ۶۶ ځله عملیاتو وروسته، یو وسله وال وژلی

0

د پاکستان پوځ ویلي، تېر کال یې د ۶۰ زره عملیاتو په ترڅ کې ۹۰۰ وسله وال وژلي دي.

یاد پوځ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په دغه عملیاتو کې د وسله والو له لوري د دوی ۷۰۰ سرتېري هم وژل شوي دي.

اعلامیه کې راغلي، تر ټولو زیات بریدونه په پښتونخوا او تر ټولو کم بیا په پنجاب کې شوي دي.

بل لورته په دغه کال کې د ۵۷۸ ملکي خلکو د وژلو راپورونه هم ورکړل شوي.

که د پاکستاني پوځ د عملیاتو شمېر کره وي؛ نو یاد پوځ هره ورځ د وسله والو پر وړاندې ۶۶ ځله عملیات کړي.

کورمه؛د شعیه‌ګانو او سنیانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو

0

په کورمه کې د شعیه‌ګانو او سنيانو ترمنځ د تلپاتې سولې تړون لاسلیک شو.

دا تړون ۱۴ مادې لري چې له مخې به یې هلته همېشنی اوربند ټینګ او تړل شوې لارې به خلاصې شي.

یاد تړون څو ورځې وړاندې بشپړ شوی وو، چې نن لاسلیک شو.

خیبر پښتونخوا؛لکي مروت کې نامعلومه وسله والو د یو پاکستاني پوځي کور په چاودېدونکو توکو الوځولی

0

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې نامعلومه وسله والو د پاکستاني ځواکونو د یوه عسکر نایک محمد اقبال کور په چاودېدونکو توکو الوځولی دی.

راپورونه وایي چې نایک محمد اقبال د کورنۍ له غړو سره له کور وتلی و او کوم زیان ورته نه دی اوښتی.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.

ایران سره پر پوله؛نیمروز کې پنځه افغان کډوال وژل شوي دي

له ایران سره پر پوله نیمروز کې پنځه افغان کډوال د یوې چاودنې له کبله وژل شوي دي.

د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو غوښتل، چې ایران ته په قاچاقي لار لاړ شي.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم؛ خو تر دې وړاندې څو ځله ایراني پوله ساتو ځواکونو دغه هېواد ته اوښتونکي افغان کډوال وژلي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خامنه‌یي:جولاني د هغه جامو په څېر دی، چې ژر به یې رنګ لاړ شي

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي د سوریې د نوي حکومت مشر محمد الشرع هغه باطلو جامو ته ورته بللی، چې د لنډ وخت لپاره ځل کوي.

هغه ویلي، دا جوله« ابو محممد جولاني» چې اوس دا ډول ځلیږي، یو وخت به د مومنانو تر پښو لاندې خاورې شي.

د یادونې ده، چې ایران د بشارالاسد د حکومت تر ټولو قوي ملاتړی بلل کېده، چې د ابو محمد جولاني په مشرۍ یې واکمني د تحریر الشام ډلې له لوري را وپرځول شوه.

ولادیمیر پوتین خپل خلکو ته:موږ به مخ پر وړاندې ځو او روسیه به بریالۍ کېږي

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هر څه به سم شي او موږ به مخ پر وړاندې ځو.

ښاغلي پوتین خپلو خلکو ته د نوي عیسوي کال د مبارکۍ په پیغام کې ویلي، چې د روسیې ننګونې د پراخ تاریخ یو ماموریت دی او په خبره یې، دغه هېواد په کې بریا ترلاسه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې اوس د نوي کال په درشل کې یوو او په وینا یې موږ راتلونکې ته فکر کوو.

هغه په دې وینا کې له اوکراین سره د روانې جګړې په تړاو څه نه دي ویلي او نه یې هم ددغې د جګړې پای ته رسولو په اړه کوم معلومات ورکړل.

د عربستان وزیرانو شورا:اسرائیل باید پر عامو خلکو او مقدسو ځایونو د بمبار په اړه ځواب ته حاضر شي

0

د سعودي عربستان وزیرانو شورا په یوه اعلامیه کې له نړیوالو غوښتي، چې اسرائیل د فلسطینیانو د وژلو او د مقدس ځایونو د بمبار په اړه ځواب ته حاضر کړي.

د سعودي د اطلاعاتو وزیر سلمان الدوسري ویلي چې د سعودي کابینه پر مسجد الاقصی بریدونه غندي او د بیت المقدس د قانوني او تاریخي وضعیت بدلون ردوي.

زلینسکي:ډاډه دی چې ډونالډ ټرمپ به د روسیې او اوکراین جګړه پای ته رسوي

0

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي وايي چې امریکا به د کییف ترڅنګ درېږي.

زلینسکي د نوي کال د مبارکۍ پیغام کې خپلو هېوادوالو ته ویلي، چې سوله به څوک د ډالۍ په توګه رانکړي.

هغه ویلي، د امریکا په مرسته به د روسیې ۳۴ میاشتني یرغل ته د پای ټکی کېږدي.

هغه ویلي ډاډه دی چې ډونالډ ټرمپ به د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې ته د پای ټکی ږدي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې راتلونکي کال هره ورځ باید وجنګېږو، تر څو اوکراین پیاوړی شي او بریا ترلاسه کړي.

پاکستان؛۲۰۲۴ کال ناموسي قتلونو کې ۳۴۶ ښځې وژل شوي

0

پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د ناموسي قتلونو له کبله ۳۴۶ ښځې وژل شوې دي.

ډان ورځپاڼې ویلي، چې دا پېښې تر ډېره په سند او پنجاب ایالتونو کې ثبت شوې دي.

په وژل شویو ښځو کې ځینې یې د ټولنیزې رسنۍ”ټیک‌ټاک” کارولو له کبله وژل شوي.

په ۲۰۲۳ کال کې بیا هلته د ناموسي وژنو شمېر ۴۹۰ ته رسېدلی وو.