په کورمه کې د شعیهګانو او سنيانو ترمنځ د تلپاتې سولې تړون لاسلیک شو.
دا تړون ۱۴ مادې لري چې له مخې به یې هلته همېشنی اوربند ټینګ او تړل شوې لارې به خلاصې شي.
یاد تړون څو ورځې وړاندې بشپړ شوی وو، چې نن لاسلیک شو.
په کورمه کې د شعیهګانو او سنيانو ترمنځ د تلپاتې سولې تړون لاسلیک شو.
دا تړون ۱۴ مادې لري چې له مخې به یې هلته همېشنی اوربند ټینګ او تړل شوې لارې به خلاصې شي.
یاد تړون څو ورځې وړاندې بشپړ شوی وو، چې نن لاسلیک شو.
د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې نامعلومه وسله والو د پاکستاني ځواکونو د یوه عسکر نایک محمد اقبال کور په چاودېدونکو توکو الوځولی دی.
راپورونه وایي چې نایک محمد اقبال د کورنۍ له غړو سره له کور وتلی و او کوم زیان ورته نه دی اوښتی.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.
له ایران سره پر پوله نیمروز کې پنځه افغان کډوال د یوې چاودنې له کبله وژل شوي دي.
د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو غوښتل، چې ایران ته په قاچاقي لار لاړ شي.
تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دی معلوم؛ خو تر دې وړاندې څو ځله ایراني پوله ساتو ځواکونو دغه هېواد ته اوښتونکي افغان کډوال وژلي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ایران مذهبي مشر علي خامنهيي د سوریې د نوي حکومت مشر محمد الشرع هغه باطلو جامو ته ورته بللی، چې د لنډ وخت لپاره ځل کوي.
هغه ویلي، دا جوله« ابو محممد جولاني» چې اوس دا ډول ځلیږي، یو وخت به د مومنانو تر پښو لاندې خاورې شي.
د یادونې ده، چې ایران د بشارالاسد د حکومت تر ټولو قوي ملاتړی بلل کېده، چې د ابو محمد جولاني په مشرۍ یې واکمني د تحریر الشام ډلې له لوري را وپرځول شوه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې هر څه به سم شي او موږ به مخ پر وړاندې ځو.
ښاغلي پوتین خپلو خلکو ته د نوي عیسوي کال د مبارکۍ په پیغام کې ویلي، چې د روسیې ننګونې د پراخ تاریخ یو ماموریت دی او په خبره یې، دغه هېواد په کې بریا ترلاسه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې اوس د نوي کال په درشل کې یوو او په وینا یې موږ راتلونکې ته فکر کوو.
هغه په دې وینا کې له اوکراین سره د روانې جګړې په تړاو څه نه دي ویلي او نه یې هم ددغې د جګړې پای ته رسولو په اړه کوم معلومات ورکړل.
د سعودي عربستان وزیرانو شورا په یوه اعلامیه کې له نړیوالو غوښتي، چې اسرائیل د فلسطینیانو د وژلو او د مقدس ځایونو د بمبار په اړه ځواب ته حاضر کړي.
د سعودي د اطلاعاتو وزیر سلمان الدوسري ویلي چې د سعودي کابینه پر مسجد الاقصی بریدونه غندي او د بیت المقدس د قانوني او تاریخي وضعیت بدلون ردوي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلینسکي وايي چې امریکا به د کییف ترڅنګ درېږي.
زلینسکي د نوي کال د مبارکۍ پیغام کې خپلو هېوادوالو ته ویلي، چې سوله به څوک د ډالۍ په توګه رانکړي.
هغه ویلي، د امریکا په مرسته به د روسیې ۳۴ میاشتني یرغل ته د پای ټکی کېږدي.
هغه ویلي ډاډه دی چې ډونالډ ټرمپ به د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړې ته د پای ټکی ږدي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې راتلونکي کال هره ورځ باید وجنګېږو، تر څو اوکراین پیاوړی شي او بریا ترلاسه کړي.
پاکستان کې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د ناموسي قتلونو له کبله ۳۴۶ ښځې وژل شوې دي.
ډان ورځپاڼې ویلي، چې دا پېښې تر ډېره په سند او پنجاب ایالتونو کې ثبت شوې دي.
په وژل شویو ښځو کې ځینې یې د ټولنیزې رسنۍ”ټیکټاک” کارولو له کبله وژل شوي.
په ۲۰۲۳ کال کې بیا هلته د ناموسي وژنو شمېر ۴۹۰ ته رسېدلی وو.
د سوريې نوي حکومت د محسنه المحيثاوي په نوم يوه مېرمن د السويداء د ښاروالې په توګه ټاکلې.
دا ۵۴ کلنه مېرمن د السويداء ښار په لبينه کلي کې زېږېدلې او د دمشق پوهنتون له اقتصاد او سوداګرۍ پوهنځي څخه فارغه شوې ده.
یاد حکومت تر دې وړاندې هم یو شمېر ښځې پر بېلابېلو دندو ګمارلې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په یو راپور کې ویلي، چې اسرائیلي پوځیانو غزه کې روغتونونه نړولي او له نړیوالو قوانینو یې د سرغړونې جدي اندېښنې را پارولي دي.
راپور کې راغلي، چې د اسرائیلو بمباریو د فلسطیني وګړو روغتیایي وضعیت له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
دوی ویلي، دا ډول کړنې د بشري حقونو نقض دی.
د یادونې ده چې غزه کې په تېرو څو ورځو کې پنځه کسان د سختې یخني له کبله وژل شوي.