پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 711

د طالبانو حکومت؛د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې

د طالبانو حکومت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې رد کړې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې ګواکې مولوي یعقوب مجاهد د ډېورنډ فرضي کرښې له څېرمه سیمو د ټي‌ټي‌پي د لیرې کولو لپاره له پاکستانه د پېسو غوښتنه کړې ده.

فطرت ویلي، چې د تاسف ځای دی چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي دغه ډول څرګندونې کوي.

د یادونې ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ ویلي وو، چې، ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د نوموړي د سفر پر مهال مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لویدیځ ته د ټي‌ټي‌پي د لېږد لپاره له پاکستانه لس میلیارده پاکستانۍ کلدارې غوښتې وې.

امرالله صالح:طالبان پاکستاني مدرسو کې روزل شوي مور او وطن ورته مانا نه لري

د پخواني جمهوریت لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبان د خپلو میندو او وطن څخه لرې په پاکستاني مدرسو کې روزل شوي او د مور او وطن په ارزښت نه پوهیږي.

ښاغلي صالح په خپل ایکس پاڼې لیکلي:« طالبان د کورنۍ ژوند او مورني وطن سره پیژندګلوي نلري. هغوي د مور وطن د لمن سره آشنا ندي. هغوي د کرغیړنې کرښې هاغې غاړي ته روزل شويدي. د ملي، معنوي او مادي ارزښتونو پر وړاندې د دسيسې په دستګاه کې روزل شويدي.»

امرالله صالح له افغانانو وغوښتل چې د ملا هبت الله اخوندزاده او د هغې د ملیشو پر وړاندې پاڅون وکړي.

په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست:ملا امامان په خپل سر د خطبې د ویلو حق نه لري

ننګرهار کې د طالبانو امربالمعروف ریاست د جوماتونو ملا امامانو ته ویلي، چې دا اوونۍ د جمعې ورځ خطبه کې پر انساني قاچاق بحث وکړي.

دوی په یو مکتوب کې ټولو ملا امامانو ته ویلي، چې د انساني قاچاق دونیاوي او اخروي زیانونه بیان کړي.

مکتوب کې راغلي، که هر امام له ورکړل شوې موضوع پرته په بل څه وغږیږي؛ نو د ګیلې حق بیا نه لري.

دوی یاد مکتوب داسې مهال لیږي، چې وړمه اوونۍ د طالبانو مشر شیخ هبت‌الله د انساني قاچاقبرانو د نیولو فرمان هم صادر کړ.

نیویارک ټایمز؛پر پکتیکا تر بمبار وروسته، سیمه کې تاوتریخوالی لا زیات شوی

نیویارک ټایمز وایي، افغانستان کې د پاکستان د جنګي الوتکو بمباریو سیمه کې تاوتریخوالی لا زیات کړی.

د سرچینې د راپور پر اساس، اوس مهال د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې کړکېچنې شوې.

راپور کې راغلي، پر ډېورنډ فرضي کرښه تاوتریخوالی اوس په اندېښنې بدل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ پاکستاني پوځیانو پر پکتیکا بریدونه کړي وو.

د سوریې بهرنیو چارو وزیر؛اسد الشیباني سعودي عربستان ته لاړ

0

د سوریې د انتقالي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسد حسن الشیباني سعودي عربستان ته تللی.

رویټرز ویلي، نوموړی د یو پلاوي په مشرۍ ریاض ته رسېدلی دی.

په دغه پلاوي کې د سوریې د دفاع وزیر مرحف ابو قصري هم شامل دی.

تر دې وړاندې سوریې ویلي چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

غزه کې؛د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي

0

نن سهار د غزې پر جنوبي سیمو کې د اسرائیلي ځواکونو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي دي.

رویټرز د غزې د روغتیا وزارت له قوله ویلي، چې برید د خان یونس په لوېدیځ کې د المواسي په سیمه کې، چې د بشرپاله زون په توګه اعلان شوی د یوې کورنۍ په کېږدۍ کې شوی دی.

رویټرز زیاته کړې، چې په دغه برید کې ۱۵ نور کسان ټپیان شوي هم.

اسرائیلي پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

انتوني ګوترېش:نیو اورلینز ایالت کې برید خواشینی کړی یم

0

‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د امریکا په نیو اورلینز ایالت کې د نوي کال د نمانځنې پر مراسمو برید غندلی.

ګوتریش ویلي، چې د قربانیانو کورنیو او د امریکا حکومت ته تسلیت وړاندې کوي.

د یادونې ده چې هلته تېره ورځ د امریکا پخواني سرتېري د نوي کال نمانځنۍ پر مهال د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر په وسیله برید کړی چې، لږ تر لږه ۱۵ تنه یې وژلي او ۳۰ یې نور ټپيان کړي دي.

د ډونالډ ټرمپ؛د هوټل مخته د ټسلا کمپنۍ یو موټر چاودنه کړې

0

د ټسلا کمپني یو سایبرټرک موټر د امریکا لاس ویګاس ایالت کې د ډونالډ ټرمپ د هوټل مخې ته چاودنه کړې.

رویټرز راپور ورکړی، چې دغه برید کې یو تن وژل شوی او اوه نور ټپیان دي.

د ټسلا کمپنۍ مشر ایلان ماسک ویلي، یاده پېښه په موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له کبله رامنځته شوې ده.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د امریکا اورلینز ښار کې د نوي کال نمانځلو پر مهال یو پخواني سرتېري د موټر په وسیله ۱۵ تنه وژلي وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:سعودي سفیر مو د ایراني اتباعو د اعدام په غبرګون کې احضار کړ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د سعودي عربستان سفیر احضار کړی.

په تهران کې د سعودي عربستان سفیر وروسته له هغې احضار شو چې تېره ورځ د سعودي په دمام ښار کې شپږ تنه ایرانیان د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي.

هېره دې نه وي چې په همدې ورځ د ایران په بندر عباس زندان کې دوه تنه افغانان چې د نشه یي توکو په قاچاق تورن شوي وو؛ په داسې حال کې اعدام شوي چې کورنۍ یې هم ترې خبره نه وه.

جنرال خوشال سادات:د واخان نیول خوب او خیال دی او د اذهانو د غولولو لپاره ترسره کیږي

د کورنیو چارو پخوانی امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سادات وایي پاکستان د شدید امنیتي بحران سره مخ دی او په افغانستان بمبارد او د واخان د نیولو اوازې د پاکستان ورخطایي او د اذهانو غولولو لپاره ترسره کیږي.

د جمهوریت دغه امنیتي چارواکی وایي، د واخان نیول او هلته د سړکونو جوړول او تاجکستان سره د پاکستان نښلول هسې افواه ده او د ذهنونو د مغشوشولو لپاره کیږي او خلک باید په دې ونه غولیږي.

ښاغلی سادات زیاتوي، په ژمي کې واخان ته ورتګ او هلته د سړکونو د جوړولو خبره خیال او مهال دی.

جنرال خوشال سادات دغه راز ویلي، هېله مند او امیدواره دی چې په پاکستان کې روان امنیتي بحران تشدید پیدا کړي او ښایي، پاکستانی پوځ د پاکستان د ګڼو ښارونو د نیولو توان له لاسه ورکړي.