سه شنبه, جون 23, 2026
Home Blog Page 71

غمي ځدراڼ؛پر مینه والو غږ کړی چې د شاپور د روغتیا لپاره نفل لمونځ وکړي

د افغانستان د ملي لوبډلې پخواني ستوري لوبغاړي شاپور ځدراڼ روغتیایي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي، تازه د نوموړي ورور غمي ځدراڼ پر خپله فېسبوک پاڼه د شاپور ځدراڼ د وضعیت لاپسې خرابېدو خبر ورکړی.

غمي ځدراڼ ویلي، د شاپور ژوند او روغتیا حساس پړاو ته تللې او له مینه والو یې غوښتي چې د روغتیا لپاره یې نفل لمونځ او ځانګړې دعاګانې وکړي.

شاپور ځدراڼ دا مهال له HLH ناروغۍ سره د ژوندي پاتې کېدو لپاره په سخته مبارزه کې ده او د کرکټ نړۍ ټول لوبغاړي او مینه وال یې د روغتیا لپاره خواشیني دي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران له هر ډول توافق مخکې به نه بندیزونه لرې شي او نه به شتمنۍ ازادې شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د هر احتمالي توافق تر بشپړېدو وړاندې به نه د تهران کنګل شوې شتمنۍ ازادې شي او نه به هم پر دغه هېواد لګېدلي بندیزونه لرې شي.

ټرمپ د اېن بي سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، که له ایران سره توافق وشي؛ نو د شتمنیو ازادول او د بندیزونو نرمول به وروسته تر بحث لاندې ونیول شي.

هغه زیاته کړې: «که هغوی ښه چلند وکړي او خپلې ژمنې عملي کړي، بیا به خبرې پیل کړو.»

نوموړي دا هم وویل چې له تهران سره د لنډمهالي توافق لپاره د لبنان شاملېدل شرط نه دي ګرځولي.

فدایي:سعد محسني سیاست د شخصي ګټو لپاره کاروي

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي ویلي، د موبي ګروپ مشر سعد محسني د ارزښتونو او بشري حقونو پر ځای خپلې مالي ګټې تعقیبوي.

نوموړي ادعا کړې چې محسني د جمهوریت پر مهال هم خپلې سوداګریزې ګټې لیدلې او اوس هم د همدې موخې لپاره خپل دریځ بدلوي.

فدایي زیاتوي چې د ښځو د حقونو په اړه د محسني وروستۍ څرګندونې هم د ده د سیاسي او اقتصادي نفوذ د ساتلو هڅه ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې سعد محسني په یوه مرکه کې وویل، د افغانستان په لویو ښارونو کې د ښځو وضعیت د جمهوریت دورې په پرتله ډېر بدلون نه دی کړی او ښځې لا هم کولی شي ښار ته ووځي او موټر وچلوي.

یوناما: په هرات کې د ښځو نیول او بندي کول د اندېښنې وړ دي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات ولایت کې د یو شمېر ښځو او نجونو د نیولو او بندي کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

یوناما په یوه بیان کې ویلي چې دغه ښځې د طالبانو د حکومت د خوښې وړ پوښښ د مقرراتو د نه مراعتولو په تور نیول شوې دي او دا چاره د بشري حقونو جدي اندېښنې راپاروي.

یوناما د افغانستان د طالبانو حکومت چارواکو ته یادونه کړې چې ټول خلک د ازاد تګ راتګ حق لري او ښځې او نارینه دواړه باید د قانون پر وړاندې له مساوي حقونو برخمن وي.

دا په داسې حال کې ده چې راپورونه ښیي له دوه ورځو راهیسې په هرات ولایت کې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له لوري ښځې او نجونې د چادزي او چادر نماز د نه اغوستو له امله نیول کیږي.

په هرات کې؛ د ښځو او نجونو د نیول کېدو دوام

راپورونه ښيي چې د هرات ولایت په ګڼ نفوسه سیمو کې په دغه ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو شمېر زیات شوی او ښځې او نجونې نیسې له ځان سره یې بیایي.

له هرات ولایته سرچینې وایي او همداراز په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وېډیو ګانې ښیي چې په هرات کې هغه نجونې او ښځې چې چادري او چادر نماز پر تن ونه لري د امر بالمعروف محسبینو له خوا نیول کیږي.

د معلوماتو له مخې له تېرو دوه ورځو راهیسې په یاد ولایت کې شاوخوا شل تنه نجونې او ښځې نیول شوي دي.

ترتوسه د طالبانو حکومت د دغو نیونو او لامل په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛سبا د افغانستان په تړاو غونډه کوي

سبا د جون اتمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په تړاو ځانګړې غونډه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما مشره جورجېت ګانیون به په دغه غونډه کې د افغانستان وضعیت په اړه راپور وړاندې کړي.

همداراز ویل کیږي چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د غځونې پرېکړه هم تر ارزونې لاندې ونیول شي.

د هند او افغانستان ټسټ سيالي؛افغان لوبډله د هند ستر هدف ته په ځواب کې له سختې ازموینې سره مخ ده

د افغانستان او هند ترمنځ د روانې ټسټ لوبې دویمه ورځ د کوربه لوبډلې په برلاسۍ پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې د خپلې لومړۍ پاڼۍ په جریان کې د پنځو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۱۱۳ منډې جوړې کړې دي.

تر دې وړاندې هندۍ لوبډلې په خپلې لومړۍ پاڼۍ کې د ۵۶۴ منډو ستره مجموعه جوړه کړې وه، چې له امله یې اوس د افغانستان پر وړاندې ۴۵۱ منډې مخکې‌والی لري.

د افغان لوبډلې له لوري رحمت شاه تر ټولو ښه توپوهنه کړې او د ورځې تر پایه په ۴۳ منډو ناسوځېدلی پاتې شوی دی.

د هند د توپ اچونې په برخه کې مانف سوتار درې افغان لوبغاړي سوځولي دي.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبغاړي د لوبې په درېیمه ورځ خپلې توپوهنې ته ادامه ورکړي.

اريانا افغان هوايي شرکت:د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ الوتنې د تېر کال په پرتله زیاتې شوې

د اریانا افغان هوایي شرکت وایي، د افغانستان او هند ترمنځ هوايي تګ راتګ د پام وړ زیات شوی او د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ د الوتنو شمېر د تېر کال په پرتله څو برابره لوړ شوی دی.

د شرکت د معلوماتو له مخې، تېر کال د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ په اونۍ کې یوازې یوه الوتنه ترسره کېده، خو اوس دا شمېر اوو الوتنو ته رسېدلی او لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.

ياد شرکت زیاتوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو او سوداګریزو اړیکو پراخېدو د الوتنو د زیاتوالي لپاره زمینه برابره کړې ده.

لوګزامبورګ؛ د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳۰۰ زره یورو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې د لوکزامبورګ حکومت د افغانستان د بشري مرستو له صندوق یره ۳۰۰ زره یورو، چې شاوخوا ۳۴۳ زره او ۶۰۰ امریکایي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

اوچا ویلي، دغه مالي مرسته به د هغو افغانانو لپاره د ژوند ژغورونکو بشري مرستو په برابرولو کې وکارول شي چې له بېړنیو بشري اړتیاوو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د لوګزامبورګ له مرستې مننه کړې او ویلي یې دي چې دا ملاتړ به اړمنو ټولنو ته د مرستو د رسولو په برخه کې مهم رول ولوبوي.

افغانستان لا هم له جدي بشري او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د میرویس عزیزي په مرسته؛قرغزستان کې افغان زده کړیالانو خپلې زده کړې بشپړې کړې

افغان سوداګر او پانګه‌ وال میرویس عزیزي ویلي، د قرغزستان په پلازمېنه بشکېک کې یې د افغان زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې ګډون کړی دی.

عزیزي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې تېر کال، وروسته له هغې چې د امریکا حکومت په قرغزستان کې د افغان زده کړیالانو د بورسونو د بندېدو پرېکړه وکړه، نوموړي دغه هېواد ته سفر وکړ او د بورسونو د دوام لپاره یې ۵۰۰ زره امریکايي ډالر مرسته وکړه.

د هغه په وینا، د همدې پروګرام یو شمېر افغان زده کړیالانو اوس خپلې زده کړې بشپړې کړې او د جون په شپږمه یې د منځنۍ آسیا له امریکایي پوهنتون د فراغت اسناد ترلاسه کړل.

عزیزي ویلي، د دغو زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د ګډون او ورسره د لیدنې لپاره یو ځل بیا بشکېک ته تللی او له فارغ شویو افغان زده کړیالانو سره یې لیدلې دي.

نوموړي همدارنګه د زده کړیالانو د فراغت د لمانځنې په مناسبت د یوې ځانګړې مېلمستیا کوربتوب هم کړی دی.

میرویس عزیزي په خپل پیغام کې هغو افغان زده کړیالانو ته چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې له ستونزو سره سره خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، د بریا او روښانه راتلونکي هیله څرګنده کړې ده.