یکشنبه, جون 7, 2026
Home Blog Page 71

ډونالډ ټرمپ:د ایران خلک بې وسلې دي، که وسله ولري؛ نو د خپل حکومت پر وړاندې مقاومت به وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې د ایران خلک بې وسلې دي او د حکومت پر وړاندې د مقاومت لپاره کافي وسلې نه لري.

د هغه په وینا، که خلک وسله‌وال وای، نو ښايي د اوسني حکومت پر وړاندې یې جدي مقاومت کړی وای.

هغه زیاته کړې چې د وسلو نشتوالی د دې لامل شوی چې لوی شمېر خلک د حکومت پر وړاندې اغېزمنه مبارزه ونه شي کولای، او ادعا یې کړې چې په وروستیو دوو اونیو کې په ایران کې د نښتو له امله لسګونه زره کسان زیانمن شوي دي.

ټرمپ همدارنګه ویلي چې د هغه په باور که خلک وسلې ولري، نو کولای شي د هرې بلې ځواکمنې ډلې په څېر جګړه وکړي، خو په اوسني حالت کې دا امکان محدود دی.

ټي‌ټي‌پي:مولانا شیخ ادریس د پاکستان استخباراتي ادارې وژلی

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډلې د خیبر پښتونخوا د مشهور دیني عالم شیخ ادریس د وژل کېدو په اړه په خپره شوې اعلامیه کې خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ او پلویانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

یادې ډلې ادعا کړې چې دا پېښه د پاکستان د استخباراتي ادارې له‌خوا یوه جوړه شوې دسیسه ده او ویلي چې دولتي بنسټونه د بهرنیو متحدینو د رضایت لپاره د دیني عالمانو پر ضد اقدامات کوي.

په ورته وخت کې ځینو سیاسي شنونکو هم دا پېښه د استخباراتي کړیو له فعالیتونو سره تړلې بللې او ویلي یې دي چې دا ډول هدفي وژنې مخکې هم تکرار شوې دي.

تر اوسه ددې برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزیر:نړۍ دې د کارګرو موضوع نه سیاسي کوي

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د کارګرو نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې د کارګرو موضوع باید سیاسي نه‌شي او نړیوال دې له دې برخې سیاسي استفاده نه کوي.

نوموړي د کارګرو د ټولنې د بیا فعالېدو یادونه کړې او ویلي چې دا بنسټ به د کارګرانو د حقونو د دفاع لپاره یو مهم مرجع وي.

عمري ادعا کړې چې د پخواني نظام پر مهال له دې بنسټ څخه ناسمه استفاده کېدله، خو اوس یې د بیا رغونې هڅې روانې دي.

هغه ټینګار کړی چې د کارګرو د ستونزو حل ته کار کېږي، خو بل لور ته یو شمېر خلک لا هم د کاري فرصتونو له کمښت شکایت کوي.

ایران امریکا ته:هرمز تنګي کې روان کړکېچ نور موږ ته د زغملو نه دی

د هرمز تنګی په شاوخوا کې کړکېچ لا زیات شوی، او ایراني چارواکو امریکا ته سخت خبرداری ورکړی چې وضعیت نور د زغملو نه دی.

د ایران د پارلمان مشر محمد بافر قالیباف ویلي چې په سیمه کې نوې معادله رامنځته کېږي او که اوسنی حالت دوام وکړي، امریکا به له جدي ستونزو سره مخ شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د انرژۍ او سوداګریزو لارو امنیت د امریکا او د هغې د متحدینو له لوري زیانمن شوی دی.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ازادۍ پروژې» په نوم عملیات پیل کړي، چې هدف یې د بندو شوو بېړیو د خوندي تګ راتګ تأمین دی؛ خو ایران خبرداری ورکړی چې هر هغه امریکایي پوځي بېړۍ چې تنګي ته نږدې شي، هدف به وګرځي.

راپورونه وایي چې په وروستیو ورځو کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي او د متحده عربي امارات په فجیره سیمه کې د تیلو پر تاسیساتو هم برید شوی دی.

جنوبي وزیرستان؛اعظم ورسک بازار کې چاودنې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان پوځ وايي، ځواکونو یې د خیبرپښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې پر یوې امنیتي پوستې د ځانمرګي برید هڅه شنډه کړې ده.

د راپورونو له مخې، بریدګر غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د اعظم ورسک بازار ته څېرمه پوځي پوستې ته ورسوي، خو امنیتي ځواکونو مخکې له دې چې هدف ته ورسېږي، موټر په نښه کړ او له هدفه لېرې وچاودېد.

پولیسو ویلي چې په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او شاوخوا ۱۲ نور ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

همداراز نږدې ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.

د طالبانو حکومت:د مولانا شیخ ادریس وژل په کلکو ټکو غندو

د طالبانو حکومت د مولانا شیخ ادریس په وژل کیدو غمرازي ښودلې او دا پېښه یې په سختو ټکو غندلې ده.

د طالبانو حکومت په اعلامیه کې د پېښور اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه مدرسې مشر مولانا شیخ محمد ادریس وژل د اسلام او دیني عالمانو د دښمنانو کار بلل شوی دی.

په بیان کې د نوموړي مړینه د علمي نړۍ لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بلل شوې، او له الله تعالی څخه ورته د جنت الفردوس دعا شوې ده.

همداراز د مولانا ادریس کورنۍ، شاګردانو او خپلوانو ته د صبر غوښتنه شوې او د عاملینو لپاره د سزا دعا شوې ده.

متحده عربي امارات:د حکومت نیمایي چارې مصنوعي ځیرکتیا ته سپارو

متحده عربي امارات په پام کې لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې د خپل حکومت شاوخوا نیمایي چارې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې پرمخ یوسي، هغه اقدام چې د حکومتدارۍ په ډیجیټلي بدلون کې یو لوی ګام بلل کېږي.

د اماراتو لومړي وزیر محمد بن راشد آل مکتوم ویلي، مصنوعي ځیرکتیا به نور یوازې د مرستندویه وسیلې په توګه نه کارېږي، بلکې د حکومت د «اجرایي شریک» په توګه به رول ولوبوي او په پرېکړو او اداري بهیرونو کې به مستقیمه ونډه ولري.

د دې پلان له مخې، دولتي خدمات به چټک شي، د جوازونو صادرول به اسانه او د خلکو لپاره به اداري بهیرونه لنډ شي.

چارواکي وایي چې د دې پروګرام د پلي کېدو څارنه به منصور بن زاید آل نهیان کوي او دولتي کارکوونکو ته به هم روزنه ورکول کېږي څو له نوې ټکنالوژۍ سره سم کار وکړي.

سره له دې، شنونکي خبرداری ورکوي چې د مصنوعي ځیرکتیا پراخ کارول د محرمیت، د معلوماتو د خوندیتوب او د پرېکړو د مسؤلیت په اړه نوې پوښتنې هم راپورته کوي.

ایمل ولي خان:د مولانا شیخ ادریس وژنه د ناامنۍ څرګند ثبوت دی

د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان د مولانا شیخ ادریس وژنه د سیمې د خرابېدونکي امنیت څرګند ثبوت بللی دی.

نوموړي ویلي چې په سیمه کې هدفي وژنې او ترهګریز بریدونه ورځ تر بلې زیاتېږي، خو مرکزي او صوبایي حکومتونه د خلکو د خوندیتوب لپاره کافي اقدامات نه کوي، چې دا د حکومتونو د ناکامۍ نښه ده.

ایمل ولي خان خبرداری ورکړی چې که جدي ګامونه پورته نه شي، نو وضعیت به لا خراب شي او خلک به د خپل ځان د ساتنې لپاره مجبور شي خپله اقدام وکړي.

په همدې حال کې د مولانا شیخ ادریس ځینې پلویان او مدني فعالان د نوموړي وژنه د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) کار بولي؛ خو تر اوسه رسمي تایید نه دی شوی.

تازه خبرد پاکستان مشهور دیني عالم؛مولانا شیخ ادریس د نامعلومه وسله والو لخوا په ډزو ویشتل شوی

د خیبرپښتونخوا په چارسده ولسوالۍ کې د نامتو دیني عالم مولانا ادریس د وسله‌وال برید ښکار کېدو راپورونه خپاره شوي دي.

ځایي سرچینې وايي، نوموړی نن سهار د نامعلومو وسله‌والو له لوري په ډزو ویشتل شوی او د پېښې په پایله کې یې ژوند له لاسه ورکړی، خو تر دې دمه رسمي بنسټونو د هغه د وژل کېدو پخلی نه دی کړی.

د عیني شاهدانو په وینا، برید د چارسدې ولسوالۍ په یوه ګڼې ګوڼې سیمه کې ترسره شوی.

مولانا ادریس په دې وروستیو کې هغه مهال د بحثونو محور ګرځېدلی و، کله چې یې د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کړې وې، چې له امله یې په ټولنیزو رسنیو او سیاسي کړیو کې پراخ غبرګونونه راپورته شوي وو.

اتریش او ازبکستان؛راتلونکې پنجشنبه د رد شویو افغان کډوالو د ستنولو نوې موافقه لاسلیک کوي

اتریش او ازبکستان په پام کې لري چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره نوې موافقه لاسلیک کړي.

د راپورونو له مخې، د اتریش د بهرنیو چارو وزیره بیت مینل ریسنجر او د کورنیو چارو وزیر ګیرهارد کارنر به را روانه پنجشنبه ازبکستان ته سفر وکړي، څو د دغه هیواد له لارې افغانستان ته د رد شویو کډوالو د ستنولو په اړه هوکړه نهایي کړي.

چارواکي وایي، دا اقدام به د رد شویو پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر منظم کړي او د استانبول تر څنګ به افغانستان ته د لېږد یوه بله لاره هم پرانیزي.

په همدې حال کې، دا موافقه د اروپايي اتحادیې له لوري له ازبکستان سره د همکاریو د پراخولو برخه هم بلل کېږي، خو د بشري وضعیت خرابېدو او د افغان کډوالو د جبري ستنولو اندېښنې لا هم پر ځای پاتې دي.