د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د کارګرو نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې د کارګرو موضوع باید سیاسي نهشي او نړیوال دې له دې برخې سیاسي استفاده نه کوي.
نوموړي د کارګرو د ټولنې د بیا فعالېدو یادونه کړې او ویلي چې دا بنسټ به د کارګرانو د حقونو د دفاع لپاره یو مهم مرجع وي.
عمري ادعا کړې چې د پخواني نظام پر مهال له دې بنسټ څخه ناسمه استفاده کېدله، خو اوس یې د بیا رغونې هڅې روانې دي.
هغه ټینګار کړی چې د کارګرو د ستونزو حل ته کار کېږي، خو بل لور ته یو شمېر خلک لا هم د کاري فرصتونو له کمښت شکایت کوي.

