جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 709

عراقچي:چمتو یوو، چې له ځنډ پرته د اټومي پروګرام په اړه خبرو ته حاضر شو

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چمتو دي، چې له ځنډ وروسته یو وار بیا د اتومي پروګرام په اړه خبرو ته حاضر شو.

هغه د چین له یو ټلویزون سره په خبرو کې د امریکا له لوري په یو اړخیز ډول له دغه تړون څخه پر وتلو هم نیوکه کړې.

عراقچي ویلي، ایران لاهم اماده دی، چې په دې اړه رغنده خبرې وکړي.

نوموړي ویلي، دوی داسې مذاکرات غواړي، چې یوې هوکړې ته یې ورسوي.

د عراقچي په خبره، د ایران د اټومي پرواګرام په اړه د خبرو فورمول همغه پخوانی دی، چې د بندیزونو لرې کولو په بدل کې به د ایران د اټومي پروګرام په اړه نړۍ ته قناعت ورکول کېږي.

کاناډا خپلو وګړو ته:افغانستان ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ

کاناډا له خپلو وګړو غوښتي چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي.

د یاد هېواد حکومت ویلي، خراب امنیتي وضعیت، وسله والې جګړې او د برمته کېدو احتمال هغه ګواښونه دي چې له کبله یې باید کاناډایي وګړي دغه هېواد ته لاړ نه شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د کاناډا د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې امریکا، برېټانیا، جرمني او نورو هېوادونو هم له خپلو وګړو غوښتي وو چې افغانستان ته له سفر ډډه وکړي.

کورمه؛وسله والو د پولیسو پر هغه کاروان برید کړی، چې پاړه چنار ته یې درمل او خوراکي توکي لېږدول

0

وسله والو نن سهار د پاکستاني پولیسو پر هغه کاروان برید کړی، چې پاړه چنار ته یې درمل او خوراکي توکي لېږدول.

څايي سرچینې وايي، په برید کې د پولیسو مشر جاوېدالله او د هغه درې سرتېري ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د درملو او خوراکي توکو دغه لېږدونکی کاروان د امنیتي ستونزو له کبله نه دی توانېدلی او ښايي دا توکي په چورلکه کې ولېږدول شي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی.

د فرانسې خبري اژانس:د سوریې نوي حکومت د لبناني وګړو په ننوتلو نوي بندیزونه لګولي

0

د فرانسې خبري اژانس د لبنان د دوو امنیتي سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي په ډاګه کړي، راپور ورکړی چې د لبنان د اردو او وسله والو سوریانو ترمنځ له جګړې وروسته، د سوریې نوي حکومت هیواد ته د لبناني اتباعو په ننوتلو نوي بندیزونه لګولي دي.

یاد اژانس ویلي، چې د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو او د تحریرالشام واک ته له رسیدو وروسته، دا پرمختګونه د دواړو ګاونډیو ترمنځ د ډیپلوماتیکو شخړو لومړۍ قضیه ده چې تاریخ یې کړکیچن دی.

د یادونې ده چې لبناني اتباعو ته مخکې اجازه ورکړل شوې وه چې له ویزې پرته سوریې ته ننوځي او یوازې د خپلو پاسپورټونو یا شناختي کارتونو په کارولو سره ننوځي.

په ورته وخت کې د لبنان د عامه امنیت یوه چارواکي ویلي، چې د لبنانیانو پرمخ د سوریې د پولې تړلو دوی حېران کړي دي.

محمود خان اڅکزی:د پاکستان وضعیت د جګړې لوري ته روان دی

0

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان په حکومت کلکې نیوکې کړي.

ښاغلي اڅکزي د جمعې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي، چې د پاکستان حکومت، دغه هېواد د خانه جنګۍ لوري ته روان کړی دی.

نوموړي ویلي، چې پاکستان کې هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۰ تنو پورې وژل کیږي؛ خو په دغه هېواد کې په قلم اؤ اسمبلۍ کې په خبرو کولو بندیز دی او په داسې حالت کې خبره په افغانستان کې تر بمبارۍ رسېدلې ده.

د هغه په خبره، دا مهال چې پاکستان له کومو حالاتو تېریږي هغه ټولو ته معلوم دي خو غیر اییني اؤ غیر جمهوري واکمنانو سره ددې هیڅ فکر نشته.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د جمعې په ورځ د اپېکس کمیټې غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پخپله وینا کې وویل، پاکستان د پولې د پورې غاړې څخه کېدونکې دراندازۍ ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی اؤ بیا به یې هم ورکوي.

ډونالډ ټرمپ؛مورګان اورتګاس د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیاله ټاکلې

0

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې مورګان اورتګاس یې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیاله ټاکلې ده.

مورګان اورتګاس د ډونالډ ټرمپ په لومړۍ اداره کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وه.

د یادونې ده چې تېره ورځ مایک جانسن، چې د ډونالډ ټرمپ ملاتړی دی، د دوهم ځل لپاره د امریکا د استازو جرګې مشر وټاکل شو.

مایک جانسن؛د دوهم ځل لپاره د امریکا د استازو جرګې رییس وټاکل شو

0

مایک جانسن، چې د ډونالډ ټرمپ ملاتړی دی، د دوهم ځل لپاره د امریکا د استازو جرګې مشر وټاکل شو.

د امریکا د استازو په مجلس کې د جمعې په ورځ د ددغې څوکۍ لپاره رایه اچونه وشوه.

سي‌ان‌ان ویلي، چې په دې رایو کې جانسن په پیل کې د خپل ګوند د ځینو غړو د ملاتړ د نشتوالي له امله د ماتې په لاره کې و؛ خو د هغه مخالفینو په وروستۍ دقیقه کې د هغه د ملاتړ لپاره خپلې رایې بدلې کړې.

جانسن ددې رایې اچونې په پای کې د ۲۱۸ رایو په ګټلو سره بریالی شوی دی.

مایک جانسن د امریکا د استازو جرګې د رییس په توګه له بیا ټاکل کېدو وروسته په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي، چې نوی کانګرس به د خلکو غږ واوري او په وینا یې، د ده لومړیتوب به د امریکا د سرحدونو دفاع وي.

اختر حیات:پښتونخوا کې جنګېدونکي وسله وال ۳۵ سلنه افغانان دي

0

د پاکستان پولیسو قومندان اختر حیات ادعا کړې چې په پښتونخوا کې جنګېدونکي وسله وال ۳۵ سلنه افغانان دي.

د هغه په خبره، په دغه سیمه کې ۱۸۸ اورپکې فعالیت کوي، چې افغانستان سره له فرضي کرښې ګټه پورته کوي.

نوموړی وایي، یادو ډلو په اسماعیل خان، ټانک، بانو او لکي مروت ولسوالیو کې پناه ځایونه جوړ کړي دي.

د حیات په خبره، دا سیمې اوس د اورپکو په مرکز بدلې شوې دي.

د اسلام اباد I-9 سیمه؛تېره شپه د پولیسو پر سټیشن برید شوی

0

د اسلام اباد په I-9 سیمه کې تېره شپه د پولیسو پر یو سټیشن برید شوی.

پاکستانۍ رسنۍ وایي، چې پولیسو نن سهار هغه راکټ موندلی چې د پولیس سټیشن پر بهرني دېوال لګېدلی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، له لومړنیو شواهدو داسې ښکاري چې برید ټي‌ټي‌پي کړی وی.

تر اوسه د برید د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د یادونې ده چېI-9 د اسلام اباد با امنه سیمه ګڼل کېږي.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت:د خصوصي پوهنتونونو او ښوونیزو مؤسسو استادان دې د دولتي پوهنتنونونو له لارې وګمارل شي

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت امر کړی چې د پوهنتونونو او خصوصي ښوونیزو مؤسسو استادان باید د دولتي پوهنتونونو له لارې و ګمارل شي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پوهنتونونو او خصوصي ښوونیزو مؤسسو د استادانو د کموالي یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دې ادارو د علمي کادرونو د ګمارنې د چټکتیا لپاره یې یو لارښود ترتیب کړی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د دې لارښود له مخې، خصوصي پوهنتونونه او ښوونیزې مؤسسې دې ژر تر ژره خپل خالي بستونه اعلان او د کاندیدانو لېست دې دولتي پوهنتونونو ته واستوي، څو د ګمارنې پروسه له همدې پوهنتونونو څخه پر مخ یوړل شي.

دې وزارت ټینګار کړی چې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو مسئولین دې ترتیب شوی لارښود په دقت سره مطالعه کړي او د علمي کدرونو د غړو د جذب د کړنلارې له مخې دې د خصوصي ښوونیزو مؤسسو د استادانو د ګمارنې دوسیې په چټکۍ وګوري.