جمعه, اپریل 24, 2026
Home Blog Page 708

رحمت الله اندړ:حفیظ منصور او عباس ستانکزي ته ډایلاګونه یو ډایرکټر ورکړي

جمهوري حکومت کې د ملي امنیت شورا پخوانی ویاند رحمت الله اندړ وایي، حفیظ منصور او عباس ستانکزي ته ډایلاکونه یو ډایرکټر ورکړي.

ښاغلي اندړ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«‏د ستانکزي صیب تمثیل او ډیلاګ ته خلک ډېر خوښ دي، خو دوی دا خبرې له پامه غورځوي چې شل کاله ټول طالبان د پاکستان په لمن کې پراته و، د ارام او استراحت ځای یې پاکستان و، د هر مشر له الف تر یا ټول مالومات یې له پاکستان سره دي، د دوحي ټوله پروسه د پاکستان لخوا چینل کېده، د دوحي د هرې ناستې جزئیات به له پاکستان سره شریکیدل، دوحي ته به طالب استازي له پاکستانه راتلل، په حقیقت کې د دوحي قرارداد د امریکایانو او پاکستان تر منځ و او طالبان په لاشعوري ډول د شطرنج د ګاټو په څېر کاریدل او ښوریدل.»

د نوموړي په خبره، د دوحې پروسه پاکستان مدیریت کوله او امریکا ته یې دا ښودله چې طالبان هم د دوی له ولکې نشي وتلی.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، هر هغه چا چې د افغانستان خاوره خرڅه کړې، اغزن تار پرې کش شوی او دوی ترې تللي؛ نو خیانت یې د افغانستان په تاریخ کې ثبت شوی.

بلوچ ازادي غوښتونکو؛تربت کې پر پاکستاني پوځیانو د برید مسؤلیت ومانه

0

بلوچ ازادي غوښتونکو د بلوچستان په تربت کې پر پاکستاني پوځیانو د برید مسؤلیت ومانه.

یادې ډلې یوې اعلامیې کې ویلي، چې د دوی کسانو د پاکستاني پوځیانو پر موتر ځانمرګی برید کړی.

بل لورته یوې سرچینې ویلي، پر دغه برید کې نږدې ۵۰ ایف سي ځواکونه وژل شوي.

دا برید نن ماښام ترسره شوی دی.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډاکټر فضلي:مجاهد او طالب د راولپینډۍ استازي دي، د ډیورنډ په اړه یې دریځ ته ملي ویل له تاریخ څخه ناخبري ده

جمهوري حکومت کې د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي ویلي، چې ‏د ډیورنډ فرضي کرښه او د راولپنډۍ د دفتر ایجاد د بریتانوي استعمار هغه میراثونه دي چې هېڅ افغان ته د منلو وړ نه دي.

نوموړی وایي، مجاهد او طالب هم د راولپنډۍ (د استعمار د استازي) تولید شوي عناصر دي او دا به د ملي پالو افغانانو لویه تېروتنه او د تاریخ څخه د نه زده کړې نښه وي چې د ډیورنډ کرښې په اړه د طالب څرګندونو ته د “ملي دریځ” نوم ورکړي.

فضلي د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د طالبانو څرګندونې یوازې د پنډۍ او طالب د ګډې سینما يوه صحنه بللې ده.

د سوریې له نوي حکومت سره؛د وسله والو ډلو یوځای کېدو لړۍ پیل شوه

0

د سوریې انتقالي حکومت د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې له دوی سره د نورو وسله والو ډلو د یو ځای کېدو لړۍ پیل شوه.

دوی یو ګډ انځور خپور کړی، چې پکې د بېلابېلو وسله والو ډلو مشران لیدل کېږي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې په دې اړه دمشق کې ناسته هم شوې وه.

بلوچستان تربت؛پر بس موټر د چاودنې له کبله ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان وژل شوي

0

بلوچستانۍ خبریاله باهوټ بلوڅ وايي، چې د بلوچستان په تربت ولسوالۍ کې پر هغه بس چاودنه شوې، چې پاکستاني پوځیان په کې سپاره وو.

د بلوڅ په خبره، په چاودنه کې لسګونه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړې ویلي، د پاکستان پوځ سیمه کلابنده کړې او هیڅوک د پېښې ځای ته نه پرېږدي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت:د لومړي ځل لپاره مو داسې راکټ فعال کړ، چې جنګي کښتۍ او هلیکوپټرې په نښه کولای شي

د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، چې په توپچي ریاست کې یې د میلان کنکورس 9M135 په نوم یو رهبري شوی راکټ فعال او دغه راز ۱۳ تنه یې له یوې میاشتي عملي زده کړو وروسته فارغ شول.

د یاد وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي، دا راکټ د لومړي ځل لپاره په هېواد کې فعال شو، چې زره‌دار ټانګونه، جنګي کښتۍ او ټیټ پرواز کوونکي هلیکوپټر په نښه کولای شي.

سارا ادم:امریکا باید د طالبانو مالي ملاتړ بند کړي

د سی آی ای پخوانۍ ماموره سارا ادم وايي، نور باید دا ذهنیت لرې کړو، چې طالبان له داعش سره جګړه کوي.

هغه وايي، طالبانو په بریالي ډول د دوی ټولنه، د امریکا دفاع وزارت او ان هوښیار ذهنونه غولولي دي.

نوموړې زیاتوي، چې له طالبانو سره باید هر ډول ملاتړ او دوی سره د معلوماتو شریکول په بېړنی ډول بند شي.

د ادم په خبره، له طالبانو سره د ښکېلتیا ستراتیژي د دوی د ملي امنیت لپاره ګواښ پېښ کړی او اوس هر هغه چارواکي د امنیت ساتلو ته اړ شوی، چې په دې اړه یې ريښتیا ویلي وو.

هغې دغه راز زیاته کړې، چې روان کال به د حساب کال وي.

د طالبانو حکومت ته د ضعیف کنایه:د خلکو ترمنځ اعتدال وساتئ؛ ګنې ړنګ به شئ

پخوانی طالب چارواکی او په اسلام آباد کې د طالبانو د تېرې دورې سفیر ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، د تاریخ له تجربو معلومیږي، چې حکومتونه د زور له لارې ثبات نه شي موندلی.

نوموړی وایي، هر هغه حکومتونه چې د اعتدال پر ځای یې تله یو طرف ته درنه کړې؛ نو نړېدلي دي.

د هغه په خبره، افراط او تفریط د ټولنې هلاکت دی.

ښاغلي ضعیف یو وار بیا د خلکو ترمنځ په اعتدال ټینګار کړی.

عباس ستانکزی:که څوک افغانستان ته سپک وګوري سترګې یې باسو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي، هر هغه چا چې د افغانستان خاوره خرڅه کړې، اغزن تار پرې کش شوی او دوی ترې تللي؛ نو خیانت یې د افغانستان په تاریخ کې ثبت شوی.

عباس ستانکزي ویلي، د طالبانو حکومت ځواکونو په ښه ډول د خپلو پولو ساتنه کړې او هر هغه څوک چې دې لوري ته په بدو سترګو راوګوري؛ نو سترګې به یې ووځي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف علي دراني عباس ستانکزي ته په کنایوي بڼه لیکلي، چې ځانمرګي ښه نه دي او راتلونکي نسل ته باید د مرګ پر ځای د ژوند زدکړې ورکړئ.

اصف درانی عباس ستانکزي ته:د ځانمرګو پر ځای راتلونکي نسل ته د ژوند درس ورکړئ

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف علي دراني عباس ستانکزي ته په ځواب کې په کنایوي بڼه لیکلي، چې ځانمرګي ښه نه دي او راتلونکي نسل ته باید د مرګ پر ځای د ژوند زدکړې ورکړو.

نوموړي ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې د تاسف وړ وې؛ خو طالبانو او د هغوی دوستانو ته یو ښه درس وو.

تر دې وړاندې عباس ستانکزي لیکلي وو، چې که هرڅوک افغانستان ته سپک وګوري؛ نو سترګې به یې را وباسي.