سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 706

خوست؛په علي شېرو ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

یو شمېر سرچینې وايي، چې تېره شپه د خوست په علي شېرو ولسوالۍ په ډبګي سيمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.

ویل کېږي دا نښته د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستان له لوري افغان خاورې ته د توغندیو په توغولو پیل شوه.

ویل کېږي چې دغې نښتې د سهار تر پنځو بجو دوام کړی او د دواړو لوریو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

دغې نښتې د سیمې ګڼې کورنۍ هم د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

غزه کې؛د اسراییلو په تازه بریدونو کې ۶۸ تنه وژل شوي

0

غزه کې اسراییلو په تازه بریدونو کې ۶۸ فلسطینیان وژلي دي.

رویټر خبري اژانس ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د غزې پر المواسي سیمه چې، د بشري مرستو د وېش سیمه وه، برید کې د غزې د پولیسو مشر محمد صلاح او د هغه مرستیال حسام شاهوان هم وژلي دي.

بل لورته اسراییلي ځواکونو ویلي، چې حسام شاهوان یې د برید موخه و.

حامد کرزي؛امریکا کې د نیو اورلینز برید په کلکه غندلی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا په نیو اورلینز کې د نوي کال لمانځلو پر خلکو برید په کلکه غندلی.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې خپله ژوره خواخوږي د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوم.

کرزي دغه راز د امریکا خلکو ته د نوي کال مبارکي ویلې.

د یادونې ده چې نیو اورلینز کې تېره ورځ د امریکا پخواني سرتېري د نوي کال نمانځنۍ پر مهال د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر په وسیله برید کړی چې، لږ تر لږه ۱۵ تنه یې وژلي او ۳۰ یې نور ټپيان کړي دي.

د پولې ډاکټرانو سازمان:۲۰۲۵ کال د افغانستان لومړنی ماشوم په خوست کې وزیږېد

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په خوست ولایت کې د دې کال لومړنی ماشوم زېږېدلی دی.

دغه سازمان په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا ماشوم نجلۍ ده او نوم یې «شبانه» دی.

یاد سازمان ویلي، چې دا ماشوم د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د سهار په ۱۲:۰۶ بجو زېږېدلی دی.

بې پولې ډاکټرانو ویلي، چې شبانه د مور او پلار لومړنۍ ماشومه ده او د مور روغتیایي حالت یې هم د ډاډ وړ دی.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۴ کال کې هم په افغانستان کې لومړنی ماشوم په خوست ولایت کې زیږیدلی و.

د اسراییل پوځ:د غزې د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۹۰۰ اسراییلي ځواکونه وژل شوي

0

د اسراییلو پوځ د لومړي ځل لپاره ویلي، چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د دوی شاوخوا ۹۰۰ پوځیان وژل شوي دي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د غزې په جګړه کې د دوی ۸۹۱ عسکر وژل شوي.

بل لورته الجزیرې ویلي، چې د شاوخوا ۹۰۰ اسراییلو وژل کېدل په تېرو لسو کلونو کې ډېر لوړ شمېر دی.

د یادونې ده چې په غزه کې د اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۴۸ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

د هوا پېژندنې ادارې؛د هیواد ۲۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورې اټکل کړی

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سختو واورو او ورښتونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې سبا جمعه او بله ورځ په کندهار، زابل، اروزګان، غور، سرپل، بامیان، دایکندي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندز، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر، نورستان، تخار، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان او کونړ کې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده.

د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي مترو او د باران اندازه به له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

یادې ادارې د هېواد په شمال ختیځو او مرکزي ولایتونو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو په سرعت د تېزو بادونو د چلېدو خبرداری هم ورکړی دی.

د ننګرهار طالب چارواکي:ښځې نه شي کولای د غالیو اوبدلو په کارخونو کې کار وکړي

ننګرهار کې طالب چارواکو د غالیو شرکت اوبدلو پر کارخونو کې د ښځینه وو پر کار بندیز لګولی.

د ننګرهار ځایي سرچینې وایي، چې دا بندیز درې ورځې وړاندې لګول شوی دی.

یادو سرچینو ویلي، چې طالب چارواکو د کارخونو مسؤلینو ته ویلي، چې ښځینه کارکوونکې نورې کارته پرېنږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په غیر دولتي مؤسسو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګېد.

د طالبانو حکومت؛د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې رد کړې

د طالبانو حکومت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې رد کړې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې ګواکې مولوي یعقوب مجاهد د ډېورنډ فرضي کرښې له څېرمه سیمو د ټي‌ټي‌پي د لیرې کولو لپاره له پاکستانه د پېسو غوښتنه کړې ده.

فطرت ویلي، چې د تاسف ځای دی چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي دغه ډول څرګندونې کوي.

د یادونې ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ ویلي وو، چې، ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د نوموړي د سفر پر مهال مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لویدیځ ته د ټي‌ټي‌پي د لېږد لپاره له پاکستانه لس میلیارده پاکستانۍ کلدارې غوښتې وې.

امرالله صالح:طالبان پاکستاني مدرسو کې روزل شوي مور او وطن ورته مانا نه لري

د پخواني جمهوریت لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبان د خپلو میندو او وطن څخه لرې په پاکستاني مدرسو کې روزل شوي او د مور او وطن په ارزښت نه پوهیږي.

ښاغلي صالح په خپل ایکس پاڼې لیکلي:« طالبان د کورنۍ ژوند او مورني وطن سره پیژندګلوي نلري. هغوي د مور وطن د لمن سره آشنا ندي. هغوي د کرغیړنې کرښې هاغې غاړي ته روزل شويدي. د ملي، معنوي او مادي ارزښتونو پر وړاندې د دسيسې په دستګاه کې روزل شويدي.»

امرالله صالح له افغانانو وغوښتل چې د ملا هبت الله اخوندزاده او د هغې د ملیشو پر وړاندې پاڅون وکړي.

په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست:ملا امامان په خپل سر د خطبې د ویلو حق نه لري

ننګرهار کې د طالبانو امربالمعروف ریاست د جوماتونو ملا امامانو ته ویلي، چې دا اوونۍ د جمعې ورځ خطبه کې پر انساني قاچاق بحث وکړي.

دوی په یو مکتوب کې ټولو ملا امامانو ته ویلي، چې د انساني قاچاق دونیاوي او اخروي زیانونه بیان کړي.

مکتوب کې راغلي، که هر امام له ورکړل شوې موضوع پرته په بل څه وغږیږي؛ نو د ګیلې حق بیا نه لري.

دوی یاد مکتوب داسې مهال لیږي، چې وړمه اوونۍ د طالبانو مشر شیخ هبت‌الله د انساني قاچاقبرانو د نیولو فرمان هم صادر کړ.